د اول سموییل کتاب

درویشتم فصل

داود د قعیلې ښار ژغوري

۱ یوه ورځ داود ته خبر ورسېده چې فلسطینیانو د قعیلې په ښار باندې حمله کړې ده او درمندونه لوټوي. ۲ نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه: «ایا زه لاړ شم او په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟»

څښتن ځواب ورکړ: «هو، په هغوی باندې حمله وکړه او قعیله وژغوره.»

۳ خو د داود نفرو هغه ته وویل: «مونږ دلته په یهودا کې وېرېږو، نو که د فلسطینیانو د ځواکونو مقابلې دپاره قعیلې ته لاړ شو نو زمونږ وېره به نوره هم زیاته شي.» ۴ داود یوځل بیا د څښتن څخه پوښتنه وکړه او څښتن هغه ته ځواب ورکړ: «قعیلې ته لاړ شه، ځکه چې زه به فلسطینیان تاته تسلیم کړم.» ۵ نو داود د خپلو سړیو سره قعیلې ته لاړ او د فلسطینیانو په ځواکونو باندې یې حمله وکړه. د هغو څخه یې زیات ووژل او د هغوی څاروي یې یووړل. په دې ډول داود د قعیلې ښار وژغوره.

۶ کله چې ابیاتار د اخیملک زوی وتښتېد او په قعیله کې د داود سره یوځای شو، سپېڅلی پېشبند یې له ځان سره راوړ. ۷ شاوول ته خبر ورسېده چې داود قعیلې ته تللی دی، هغه وویل: «خدای هغه ماته راتسلیم کړ. داود خپل ځان د دېوال او د قوي دروازو په لرونکي ښار کې کلابند کړی دی.» ۸ نو شاوول خپل ټول ځواکونه د جګړې دپاره راوغوښتل چې قعیلې ته لاړ شي او داود او د هغه سړي کلابند کړي.

۹ کله چې داود واورېدل چې شاوول په هغه باندې د حملې کولو نیت لري، هغه ابیاتار کاهن ته وویل: «سپېڅلی پېشبند دلته راوړه.» ۱۰ داود دعا وکړه: «ای څښتنه، د اسراییلو خدایه! ما اورېدلي دي چې شاوول نیت لري چې قعیلې ته راشي او ښار زما یعنې ستا د غلام په خاطر له منځه یوسي. ۱۱ ایا د قعیلې ښاریان به ما شاوول ته وسپاري؟ ایا لکه څنګه چې مې اورېدلي دي شاوول به په رښتیا سره راشي؟ ای څښتنه، د اسراییلو خدایه، زه تاته زاري کوم چې ځواب راکړه!»

څښتن ځواب ورکړ: «شاوول به راشي.»

۱۲ داود پوښتنه وکړه: «ایا د قعیلې ښاریان به ما او زما سړي شاوول ته وسپاري؟»

څښتن وویل: «هغوی به تاسو وسپاري.»

۱۳ نو داود او د هغه سړي چې شمېر یې شپږ سوه تنه وو د قعیلې څخه لاړل او د یو ځای څخه به بل ځای ته تلل. کله چې شاوول ته خبر ورسېده چې داود د قعیلې څخه تښتېدلی دی، نو هغه خپل د تګ پلان پرېښود.

داود په غرونو کې

۱۴ داود د زیف د دښتې په غرنۍ سیمه کې په خوندي ځایونو کې اوسېده. شاوول تل هڅه کوله چې هغه پیدا کړي، خو خدای داود هغه ته په لاس نه ورکاوه.

۱۵ کله چې داود په حورش کې د زیف په دښته کې ؤ، هغه پوه شو چې شاوول د هغه د وژلو دپاره راوتلی دی. ۱۶ د شاوول زوی یوناتان حورش ته د داود لیدلو له ورغی او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې خدای ستا سره مل دی. ۱۷ یوناتان وویل: «مه وېرېږه، زما پلار به ونه شي کولای چې تا پیدا کړي. ته به په اسراییلو باندې پاچا شې او زه به په رتبه کې ستا نه دوهم یم، زما پلار شاوول هم په دې باندې پوهیږي.» ۱۸ هغوی دواړو د څښتن په حضور کې تړون وکړ. بیا یوناتان کور ته لاړ، خو داود په حورش کې پاتې شو.

۱۹ د زیف خلک شاوول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او ورته ویې ویل: «داود زمونږ په سیمه کې، په حورش کې د حخیله په غره کې چې د یهودا د دښتې په جنوب کې پروت دی، پټ شوی دی. ۲۰ اعلیحضرته! اوس نو کله چې ستاسو خوښه وي راشئ او مونږ د دې مسوولیت په غاړه لرو چې هغه تاسو ته وسپارو.»

۲۱ شاوول ځواب ورکړ: «څښتن دې تاسو ته برکت درکړي، ځکه چې تاسو په ما باندې ډېره مهرباني کوئ.» ۲۲ شاوول زیاته کړه: «لاړ شئ، نور تیاری هم ونیسئ او معلومه کړئ چې داود د عادت له مخې چېرته ځي او چا دی په هغه ځای کې لیدلی دی. ما اورېدلي دي چې هغه ډېر مکرجن دی. ۲۳ د هغه د پټېدلو ټول ځایونه معلوم کړئ او د ښکاره معلوماتو سره بېرته ماته راشئ. وروسته له هغې به زه ستاسو سره لاړ شم، که چېرې د یهودا د سیمې په هره قبیله کې وي زه به یې پیدا کړم.»

۲۴ نو دوی رخصت شول او د شاوول څخه مخکې زیف ته لاړل. داود او د هغه کسان د معون په دښته کې وو یعنې د یهودا د دښتې د جنوبي برخې په یوه دره کې. ۲۵ شاوول او د هغه کسانو په لټولو شروع وکړه، کله چې داود ته په دې هکله خبر ورسېده، هغه یو لوی ګټ ته چې د معون په دښته کې ؤ لاړ او هلته پاتې شو. کله چې شاوول دا واورېدل، نو داود پسې د معون دښتې ته لاړ. ۲۶ شاوول د یو غره یوه اړخ ته او داود او د هغه سړي د غره بل اړخ ته تلل او بیړه یې کوله چې د شاوول څخه وتښتي. څنګه چې شاوول او د هغه ځواکونه داود او د هغه سړیو ته نژدې کېدل چې دوی ونیسي، ۲۷ یو استازی شاوول ته راغی او ویې ویل: «زر راشه! فلسطینیانو زمونږ په خاورې حمله کړې ده.» ۲۸ نو شاوول د داود تعقیبول پرېښودل او لاړ چې د فلسطینیانو سره وجنګیږي. له دې امله دا ځای د تېښتې د ګټ په نوم یاد شو. ۲۹ داود لاړ او د عین جدي په خوندي ځای کې اوسېده.