د اول سموییل کتاب

اته ویشتم فصل

۱ په هغو ورځو کې فلسطینیانو خپل ځواکونه راغونډ کړل چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. آخیش داود ته وویل: «ته باید پوه شې چې ته او ستا سړي باید زما د لښکرو سره ملګرتیا وکړئ.»

۲ داود وویل: «تاسو به په خپله ووینئ چې ستاسو نوکر څه کولای شي.»

آخیش ځواب ورکړ: «ډېر ښه، زه به تا ټول عمر خپل ساتونکی وټاکم.»

شاوول د یوې کوډګرې سره مشوره کوي

۳ په دې وخت کې سموییل مړ شوی ؤ او ټولو اسراییلیانو د هغه دپاره ویر کړی ؤ او هغه یې په خپل ښار یعنې رامه کې ښخ کړی ؤ. شاوول کوډګران او هغه خلک چې د مړو د ارواحګانو سره یې خبرې کولې د اسراییلو څخه شړلي وو.

۴ د فلسطینیانو لښکرې سره راټولې شوې او د شونیم ښار ته نژدې یې خېمې ودرولې. شاوول ټول اسراییلیان راغونډ کړل او د جلبوع په غره کې یې خېمې ودرولې. ۵ کله چې شاوول د فلسطینیانو ځواکونه ولیدل هغه ووېرېد او زړه یې سخت رپېده. ۶ نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه چې څه وکړي، خو څښتن هغه ته نه د خوبونو، نه د اوریم په کارولو او نه د نبیانو په وسیله ځواب ورکړ. ۷ نو شاوول خپلو درباریانو ته حکم وکړ: «ماته یوه ښځه راپیدا کړئ چې کوډګره وي او د مړو د ارواحګانو سره مشورې کوي چې زه هغې ته ورشم او ورڅخه پوښتنه وکړم.»

هغوی ځواب ورکړ: «د عین دور په ښار کې یوه کوډګره ښځه شته.»

۸ نو شاوول خپله څېره بدله کړه، نور کالي یې واغوستل او د خپلو دوه نفرو سره د شپې په تیاره کې هغې ښځې ته ورغی. هغه ورته وویل: «زما دپاره د ارواحګانو سره مشوره وکړه او ماته ووایه چې څه کېدونکي دي. هغه سړی ماته راوغواړه چې زه یې نوم درته وایم.» ۹ خو ښځې هغه ته وویل: «بې له شکه ته پوهېږې چې شاوول څه کړي دي، هغه کوډګران او هغه څوک چې د مړو د ارواحګانو سره خبرې کوي د هېواد څخه شړلي دي. ولې دې راته دام ایښی دی چې ومې وژنې؟»

۱۰ شاوول هغې ته د ژوندي څښتن په نوم باندې قسم وخوړ او ویې ویل: «په دې کار به ته سزا ونه مومې.»

۱۱ نو ښځې پوښتنه وکړه: «څوک درته راوغواړم؟»

هغه وویل: «سموییل راته راوغواړه.»

۱۲ کله چې هغې ښځې سموییل ولید، په لوړ اواز یې چیغې ووهلې. هغې شاوول ته وویل: «زه دې ولې وغولولم؟ ته شاوول یې!»

۱۳ پاچا هغې ته وویل: «مه وېرېږه! څه شی وینې؟»

ښځې په ځواب کې وویل: «زه یوه ارواح وینم چې د ځمکې څخه بیرون راوځي.»

۱۴ هغه پوښتنه وکړه: «هغه د څه شي په شان ښکاري؟»

هغې وویل: «یو زوړ سړی چې چپنه یې اغوستې ده راپورته کیږي.» نو شاوول پوه شو چې سموییل دی، هغه د درناوي په خاطر ټیټ شو.

۱۵ سموییل شاوول ته وویل: «زه دې ولې په تکلیف کړم چې بېرته راشم؟»

شاوول وویل: «زه په لوی مصیبت باندې اخته یم. فلسطینیان زما سره جګړه کوي، خدای زما څخه خپل مخ اړولی دی او ماته نور نه د نبیانو او نه د خوبونو په وسیله ځواب راکوي. نو تاسو مې د دې دپاره راوغوښتلئ چې راته ووایئ چې څه وکړم.»

۱۶ سموییل وویل: «اوس چې څښتن ستا څخه مخ اړولی دی او ستا دښمن شوی دی ولې زما سره مشوره کوې؟ ۱۷ څښتن هغه څه کړي دي چې زما په وسیله یې تاته ویلي وو. هغه ستا څخه پاچاهي اخیستې او داود ته یې ورکړې ده. ۱۸ تا د څښتن د حکم څخه سرغړونه وکړه او د هغه قهر او غضب دې عمالیقیانو ته ونه ښود. نو ځکه څښتن دا ورځ په تا باندې راوستې ده. ۱۹ پرته له دې به څښتن اسراییل او تا دواړه فلسطینیانو ته په لاس ورکړي او سبا به ته او ستا زامن زما سره یئ. څښتن به د اسراییلو لښکر هم فلسطینیانو ته تسلیم کړي.»

۲۰ شاوول سمدلاسه پرېوت او په ځمکه باندې اوږد وغزېده. د سموییل له خبرو څخه ډېر ووېرېده. هغه خپل قوت له لاسه ورکړی ؤ، ځکه چې هغه ټوله ورځ او ټوله شپه هېڅ شی نه ؤ خوړلی. ۲۱ کله چې هغه ښځه شاوول ته ورغله او ویې لیدل چې هغه ډېر وېرېده، هغې ورته وویل: «ګورئ، باداره! ما خپل ځان په خطر کې واچاوه او تاسو چې څه ماته ویلي وو هغه کار مې وکړ. ۲۲ اوس مهرباني وکړئ څه چې زه وایم هماغسې وکړئ. اجازه راکړئ چې ستاسو دپاره یو څه خواړه تیار کړم. تاسو باید څه وخورئ ترڅو د سفر دپاره پوره قوت پیدا کړئ.»

۲۳ شاوول انکار وکړ او ویې ویل: «نه یې خورم.» خو د هغه نفرو او هغې ښځې هغه وهڅاوه او هغه د دوی خبره ومنله. هغه د ځمکې څخه راپورته شو او په کټ باندې کښېناست. ۲۴ هغې ښځې په کور کې یو چاغ خوسکی درلود، هغه یې په بیړه سره حلال کړ. وروسته هغې یو څه اوړه راواخیستل، ویې اغږل او فطیره ډوډۍ یې پخه کړه. ۲۵ بیا یې هغه خواړه د شاوول او د هغه د نفرو په مخکې کېښودل او هغوی وخوړل. په هماغه شپه هغوی پاڅېدل او روان شول.