د اول سموییل کتاب

نهه ویشتم فصل

فلسطینیان داود نه قبلوي

۱ فلسطینیانو خپل ټول ځواکونه په افیق کې راټول کړل او اسراییلیانو په یزرعیل کې د چینې سره خپلې خېمې ودرولې. ۲ د فلسطین پاچاهانو د خپلو سل کسیزو او زر کسیزو ټولیو سره حرکت وکړ. داود او د هغه کس د آخیش پاچا سره په هغوی پسې روان شول. ۳ د فلسطینیانو قوماندانانو دوی ولیدل او پوښتنه یې وکړه: «دا عبرانیان دلته څه کوي؟»

آخیش ځواب ورکړ: «دا داود دی، چې د اسراییلو د پاچا شاوول عسکري منصبدار دی. هغه زما سره د یو کال نه زیاته موده اوسیږي. هغه سموییل پریښی دی او زیات وخت وشو چې زما د لښکر سره یوځای شوی دی، نو ما په هغه کې هېڅ غلطي نه ده موندلې.»

۴ خو د فلسطینیانو قوماندانان په آخیش باندې په قهر شول او هغه ته یې وویل: «دا سړی بېرته هغه ښار ته ولېږه چې هغه ته دې ورکړی دی. هغه مه پرېږده چې زمونږ سره جنګ ته لاړ شي، کېدای شي چې د جنګ په وخت کې هغه زمونږ په ضد شي. ځکه هغه ته ښه موقعه ده چې زمونږ د نفرو د سرونو پرې کولو په وسیله د خپل بادار مهرباني حاصله کړي. ۵ دا هماغه داود دی د چا په هکله به چې خلکو د ګډېدلو په وخت کې دا سندرې ویلې: شاوول زرګونه وژلي دي، خو داود د یو په لس د هغه نه زیات وژلي دي.»

۶ نو آخیش داود راوغوښت او ورته ویې ویل: «زه د اسراییلو د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې ته ماته وفادار یې او زه په دې خوښ یم چې زما سره لاړ شې او وجنګیږې. د هغې ورځې څخه چې ته ماته را اوښتی یې په تا کې مې کومه غلطي پیدا نه کړه. خو نور پاچاهان تا نه خوښوي. ۷ اوس بېرته کور ته وګرځه او هېڅ داسې کار ونه کړې چې د سولې خلاف وي او فلسطیني پاچاهان ورباندې خفه شي.»

۸ داود ځواب ورکړ: «ای ښاغلیه، زما څخه کومه غلطي شوې ده؟ لکه څنګه چې تاسو وایئ، له هغې ورځې څخه چې ما ستاسو خدمت شروع کړی دی په ما کې مو هېڅ غلطي ونه موندله. نو ولې زه نه شم کولای چې ستاسو سره لاړ شم او د خپل بادار پاچا د دښمنانو سره وجنګېږم؟»

۹ آخیش ځواب ورکړ: «زه یې منم، زما په نظر کې ته لکه د خدای د فرښتې په شان وفادار یې، خو قوماندانانو وویل چې ته نه شې کولای چې زمونږ سره جنګ ته لاړ شې. ۱۰ نو ای داوده! تاسو ټول چې شاوول پرېښود او ماته راواوښتئ، سبا سهار مجبور یئ چې وختي پاڅېږئ او څنګه چې رڼایي شي نو لاړ شئ.»

۱۱ نو داود او د هغه سړي سهار وختي پاڅېدل چې بېرته د فلسطین خاورې ته لاړ شي. فلسطینیان یزرعیل ته روان شول.