Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ هغه وخت چې د څښتن د لوظ صندوق اووه میاشتې د فلسطین په سیمه کې ؤ، ۲ خلکو کاهنان او فال کتونکي راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «د څښتن د لوظ د صندوق سره څه وکړو؟ څنګه یې خپل اصلي ځای ته بېرته واستوو؟»
۳ هغوی ځواب ورکړ: «که تاسو د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق استوئ، نو باید د هغه سره نذرانه هم واستوئ چې ستاسو د ګناه بدله ادا کړي. د لوظ صندوق باید بېرته بې له نذرانې ونه استول شي، په دې ډول به تاسو روغ شئ او تاسو ته به څرګنده شي چې ولې هغه تاسو ته سزا درکوله.»
۴ خلکو پوښتنه وکړه: «څه قسم نذرانه هغه ته واستوو؟»
هغوی ځواب ورکړ: «د فلسطینیانو د پاچاهانو د شمېر له مخې د پړسوب د مرض پنځه د سرو زرو نمونې او پنځه د سرو زرو موږکان، ځکه چې هماغه یو شان بلا تاسې ټول او ستاسو پاچاهان وهلي دي. ۵ تاسو باید د پړسوب او د هغو موږکانو نمونې جوړې کړئ چې هېواد ورانوي او د اسراییلو خدای ته عزت ورکړئ. ښایي چې هغه تاسو، ستاسو خدایانو او ستاسو خاورې ته سزا ورکول بس کړي. ۶ تاسو ولې د مصریانو او فرعون په شان خپل زړونه سخت کړي دي؟ دا مه هېروئ چې څنګه خدای هغوی مسخره کړل ترڅو چې هغوی اسراییلو ته اجازه ورکړه چې د مصر څخه لاړ شي. ۷ اوس یوه نوې ګاډۍ تیاره کړئ او دوه غواګانې چې خوسکي یې زېږولي وي او هېڅکله د هغو په غاړو باندې جغ نه وي ایښودل شوی، په ګاډۍ پورې وتړئ او د هغوی خوسکي بېرته غوجل ته بوځئ. ۸ د څښتن د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کې یې کېږدئ او هغه د سرو زرو شیان چې تاسې یې د خپلې ګناه په بدل کې هغه ته ورلېږئ په یوې صندوقچې کې د هغه په خوا کې کېږدئ، بیا یې ولېږئ چې په خپله لاړ شي. ۹ نو بیا هغې ته وګورئ، که چېرې هغه خپلې سیمې ته یعنې د بیت شمس په لور لاړ، دا د دې معنی لري چې دا د اسراییلو خدای دی چې په مونږ یې دغه لوی افت راوستلی دی، خو که چېرې لاړ نه شو نو بیا به پوه شو چې دا بلا هغه نه ده رالېږلې او دا یوازې یوه تصادفي پېښه وه.»
۱۰ نو فلسطینیانو همداسې وکړل. دوه لنګې غواګانې یې واخیستلې، ګاډۍ پورې یې وتړلې او د هغو خوسکي یې په غوجل کې بند کړل. ۱۱ هغوی د لوظ صندوق او هغه صندوقچه چې په هغې کې د موږکانو او د پړسوب د مرض د سرو زرو نمونې وې په ګاډۍ کې کېښودلې. ۱۲ نو غواګانې نېغې د بیت شمس په لوري لاړې. په ټوله لاره باندې یې رمباړې وهلې او چپ یا ښي خواته نه ګرځېدلې. د فلسطینیانو پاچاهان د بیت شمس تر پولې پورې په هغوی پسې لاړل.
۱۳ د بیت شمس خلکو په دره کې خپل غنم لو کول او کله چې هغوی خپلې سترګې پورته کړې او د لوظ صندوق یې ولیده، په لیدلو سره یې خوشحاله شول. ۱۴ ګاډۍ د یو سړي پټي ته چې یوشع نومېده او په بیت شمس کې اوسېده، راغله او هلته د یو لوی ګټ په خوا کې ودرېدله. خلکو د ګاډۍ لرګي مات کړل او غواګانې یې د سوځېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړې. ۱۵ لاویانو د څښتن د لوظ صندوق او هغه صندوقچه چې په هغې کې د سرو زرو شیان وو راښکته کړل او په هغه لوی ګټ باندې یې کېښودل. په هغه ورځ د بیت شمس خلکو سوځېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ څښتن ته وړاندې کړې. ۱۶ د فلسطینیانو پنځو پاچاهانو دا ټول ولیدل او په هماغه ورځ عقرون ته ستانه شول.
۱۷ فلسطینیانو هغه د پړسوب د مرض د سرو زرو نمونې چې د خپلو ګناهونو په بدل کې یې څښتن ته لېږلې وې یعنې د اشدود، غزه، اشقلون، جت او عقرون د هر ښار دپاره یې یوه یوه نمونه ولېږله. ۱۸ همدارنګه هغوی د سرو زرو موږکانو څخه یو یو هر یو ښار دپاره ولېږه چې په هغو کې قلعه لرونکي او بې دېواله کلي شامل وو او پنځو فلسطیني پاچاهانو ورباندې حکمراني کوله. هغه لوی ګټ چې د څښتن د لوظ صندوق یې په هغې باندې کېښود تر نن ورځې پورې د بیت شمسي یوشع په پټي کې دی، دا د هغه شاهد دی چې هلته څه پېښ شوي وو.
۱۹ څښتن د بیت شمس د خلکو څخه اویا سړي ووژل، ځکه چې هغوی د لوظ د صندوق دننه وکتل. خلکو ویر کاوه، ځکه چې څښتن په هغوی کې ډېره لویه وژنه وکړه. ۲۰ نو د بیت شمس خلکو پوښتنه وکړه: «څوک کولای شي چې د څښتن یعنې پاک خدای په حضور کې ودریږي؟ صندوق چېرته ولېږو چې زمونږ څخه لېرې شي؟» ۲۱ نو دوی د قریه یعاریم د ښار خلکو ته استازي واستول ویې ویل: «فلسطینیانو د څښتن د لوظ صندوق بېرته رالېږلی دی، راشئ او تاسې یې خپل ځای ته یوسئ.»