0:00 / 0:00

د تواريخ دوېم کِتاب

پينځويشتم باب

د يهوداه بادشاه امصياه

۱ امصياه د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او يو کم دېرش کاله يې په يروشلم باندې حکومت وکړو. د هغۀ مور د يروشلم يهوعدان وه. ۲ هغۀ هغه هر کار کولو چې په څۀ باندې مالِک خُدائ رضا کېدو خو د زړۀ د اخلاصه يې نۀ کول. ۳ کله چې د هغۀ بادشاهى مضبوطه شوه، نو هغۀ هغه آفسران ووژل چا چې د هغۀ پلار وژلے وو. ۴ خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې د هغې حُکم کړے وو، ”مور پلار دې د هغه جرمونو په وجه نۀ شى وژلے کوم چې د هغوئ بچو کړى وى او بچى دې د هغه جرمونو په وجه نۀ شى وژلے کوم چې د هغوئ مور پلار کړى وى، يو کس دې صِرف د هغه جرم په وجه وژلے شى چې هغۀ په خپله کړے وى.“

د ادوم خِلاف جنګ

۵ امصياه بادشاه د يهوداه او د بنيامين د قبيلو ټول سړى د خپلو خپلو کورَنو په مطابق په فوجى ډلو کښې رايوځائ کړل او د زرو کسانو د ډلو او د سلو کسانو د ډلو دپاره يې فوجى مشران مقرر کړل. په دې کښې هغه ټول سړى شامل وُو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو، چې ټول درې لاکه وُو. هغوئ خوښ کړے شوى فوجيان وُو، د جنګ دپاره تيار وُو او د نېزو او ډالونو په استعمالولو کښې تکړه وُو. ۶ د دې نه علاوه، هغۀ د اِسرائيل نه سل زره فوجيان تقريباً د درې زره او څلور سوه کلو د سپينو زرو په قيمت باندې په مزدورۍ ونيول. ۷ خو يو پېغمبر بادشاه له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”د اِسرائيل دا فوجيان ځان سره مۀ بوځه. مالِک خُدائ د اِفرائيم د قبيلې د دې فوجيانو مل نۀ دے. ۸ کېدے شى ستا خيال دا وى چې د هغوئ په وجه به تاسو په جنګ کښې تکړه شئ، خو دا د خُدائ پاک کار دے چې هغه دا طاقت لرى چې چا له فتح يا شکست ورکړى. خُدائ پاک به ستاسو د دشمنانو په وجه تاسو له شکست درکړى.“ ۹ امصياه د پېغمبر نه تپوس وکړو، ”خو د هغه ټولو سپينو زرو به څۀ کيږى چې ما په مزدورۍ کښې ورکړى دى؟“ هغه پېغمبر ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا له د هغې نه زيات درکولے شى.“ ۱۰ نو امصياه هغه د مزدورۍ فوجيان واپس ولېږل او ورته يې ووئيل چې کورونو ته لاړ شئ. نو هغوئ کورونو ته لاړل او د يهوداه خلقو ته سخت غصه وُو. ۱۱ امصياه خپل ځان بيا تکړه کړو او د مالګې مېدان ته يې خپل لښکر روان کړو. هغوئ هلته جنګ وکړو او لس زره ادومى فوجيان يې ووژل ۱۲ او نور لس زره يې ونيول. هغوئ قېديان د سِلح په ښار کښې د کمر سر ته وخېژول او راوې غورزول، نو داسې هغوئ لاندې په ګټو کښې مړۀ شول. ۱۳ په دې دوران کښې د مزدورۍ کوم فوجيان چې امصياه کورونو ته لېږلى وُو نو هغوئ د سامريه او بيت‌حورون په مينځ کښې د يهوداه په يو څو ښارونو حمله وکړه. هغوئ درې زره کسان ووژل او ډېر مال غنيمت يې يوړو. ۱۴ کله چې امصياه ادوميانو له د شکست ورکولو نه پس راوګرځېدو، نو هغۀ د هغوئ بُتان د ځان سره راوړل، دا يې ودرول، د هغې عبادت يې وکړو او خوشبويۍ يې ورته وسوزولې. ۱۵ په دې باندې مالِک خُدائ غصه شو، نو هغۀ امصياه له يو پېغمبر ورولېږلو. پېغمبر ورته وفرمائيل، ”تا د هغه پردو معبودانو عبادت ولې کړے دے چې هغوئ ستا د لاس نه خپل خلق هم نۀ شول بچ کولے؟“ ۱۶ نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“

د اِسرائيل خِلاف جنګ

۱۷ د يهوداه بادشاه امصياه او د هغۀ مشيرانو د اِسرائيل د بادشاهۍ خِلاف منصوبه جوړه کړه. بيا هغۀ د اِسرائيل بادشاه يهوآس ته يو پېغام ولېږلو، څوک چې د يهوآخز زوئ او د ياهُو نمسے وو، چې جنګ له راوړاندې شه. ۱۸ يهوآس امصياه له دا پېغام ولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو، زما زوئ له ستا لور راکړه چې وادۀ يې کړى. نو بيا يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې. ۱۹ نو امصياه، ادوميانو له دې اوس شکست ورکړے دے او مغروره شوے يې. خو زۀ تا له مشوره درکوم چې په خپل کور کښې کښېنه. داسې بلا ولې راپاروې چې هغه ستا او ستا په خلقو باندې صِرف تباهى راولى؟“ ۲۰ خو امصياه ورته غوږ نۀ نيولو. خُدائ پاک غوښتل چې امصياه شکست وخورى، ځکه چې هغۀ د ادومى بُتانو عبادت کړے وو. ۲۱ نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف جنګ له لاړو. هغوئ په يهوداه کښې د بيت‌شمس سره يو بل ته مخامخ شول، ۲۲ د يهوداه لښکر د اِسرائيل د لښکر نه شکست وخوړو او ټول فوجيان خپلو کورونو ته وتښتېدل. ۲۳ يهوآس امصياه ونيولو او يروشلم ته يې بوتلو. هلته هغۀ د اِفرائيم د دروازې نه واخله د ګوټ د دروازې پورې دېوال راوغورزولو، چې تقريباً دوه سوه او شل ګزه فاصله وه. ۲۴ هغۀ د مالِک خُدائ د کور ټول سرۀ زر او سپين زر د مالِ غنيمت په توګه سامريه ته يوړل، د مالِک خُدائ د کور هغه سامان چې د عوبيد ادوم اولاد د هغې حِفاظت کولو او د محل خزانې يې يوړې. هغۀ د ځان سره قېديان هم بوتلل. ۲۵ د يهوداه بادشاه امصياه د اِسرائيل د بادشاه يهوآس د مرګ نه پس پينځلس کاله ژوندے وو. ۲۶ امصياه چې نور هر څۀ هم کړى دى د هغۀ د بادشاهۍ د شروع نه واخله تر آخره پورې هغه د يهوداه او اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۷ د هغه وخت نه واخله چې کله هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړو، په يروشلم کښې دشمنانو د هغۀ خِلاف يوه منصوبه جوړوله. په آخر کښې هغه د لکيس ښار ته وتښتېدو، خو د هغۀ دشمنان په هغۀ پسې وُو او هلته يې ووژلو. ۲۸ د هغۀ لاش په يو آس باندې يروشلم ته راوړلے شو او هغه د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو.