0:00 / 0:00

د تواريخ دوېم کِتاب

شپږويشتم باب

د يهوداه بادشاه عُزياه

۱ د يهوداه ټولو خلقو د امصياه شپاړس کلن زوئ عُزياه خوښ کړو چې د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ شى. ۲ دا د امصياه د مرګ نه پس وُو چې عُزياه ايلات بيا قبضه کړو او ښار يې دوباره جوړ کړو. ۳ عُزياه د شپاړسو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې دوه پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور د يروشلم يکولياه وه. ۴ هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو. ۵ چې ترڅو پورې د هغۀ مذهبى مشير زکرياه ژوندے وو، نو هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کولو او خُدائ پاک هغۀ له برکت ورکولو. ۶ عُزياه د فلستيانو خِلاف جنګ له لاړو. هغۀ د جات، يبنه او اشدود ښارونو دېوالونه راوغورزول او د اشدود او باقى ټول فلستيه کښې يې د پَخو دېوالونو ښارونه جوړ کړل. ۷ خُدائ پاک فلستيانو له او هغه عربو له چې په جوربعل کښې اوسېدل او معونيانو له په شکست ورکولو کښې د هغۀ مل وو. ۸ عمونيانو عُزياه له محصُول ورکولو او هغه دومره طاقتور شو چې د هغۀ شُهرت د مِصر پورې خور شو. ۹ عُزياه د يروشلم د پَخو دېوالونو مضبوطولو دپاره داسې وکړل چې د ګوټ د دروازې سره او د وادۍ د دروازې سره او هلته يې برجونه جوړ کړل چرته چې دېوال تاويږى. ۱۰ هغۀ په بيابان کښې پاخۀ برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ډيګۍ يې وکنستلې، ځکه چې هغۀ د نمرپريواتۀ طرف ته د غرۀ په لمنو کښې او بيابان کښې د څاروو ډېرې رَمې لرلې. ځکه چې هغۀ د زميدارۍ سره مينه لرله، هغۀ خلقو ته وفرمائيل چې د غرونو په مُلک کښې د انګورو باغونه وکَرى او په آباده زمکه کښې پټى وکَرى. ۱۱ د عُزياه لوئ لښکر د جنګ دپاره تيار وو. د دې حِساب کِتاب د حننياه د ذمه وارۍ لاندې د هغۀ منشيانو يعى‌ايل او معسياه ساتلو. حننياه د بادشاه د نوکرانو نه يو کس وو. ۱۲ د لښکر مشرى شپږويشت سوو آفسرانو کوله. ۱۳ د هغوئ لاندې درې لاکه اووۀ زره او پينځۀ سوه داسې تکړه فوجيان وُو چې هغوئ په ښۀ شان د دشمنانو نه د بادشاه حِفاظت کولے شو. ۱۴ عُزياه د لښکر دپاره د ډالونو، نېزو، د کلکو ټوپو، زغرو، ليندو، غشو او د ليندو دپاره د کاڼو بندوبست وکړو. ۱۵ په يروشلم کښې ماهرو کاريګرانو د غشو د ويشتلو دپاره او د برجونو او د ښار د دېوال د ګوټونو نه د لويو کاڼو غورزولو دپاره څيزونه ايجاد کړل. د هغۀ شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او چې د خُدائ پاک نه هغۀ ته کوم مدد مِلاو شوے وو د هغې په وجه هغه ډېر طاقتور شو.

د خپل غرور په وجه عُزياه ته سزا مِلاوېدل

۱۶ خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربان‌ګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله. ۱۷ عزرياه اِمام، بادشاه پسې لاړو چې د عزرياه سره اتيا بهادر اِمامان ملګرى وُو، ۱۸ دا دې دپاره چې د عُزياه مخه ونيسى. هغوئ ووئيل، ”عُزياه، تۀ دا حق نۀ لرې چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. صِرف د هارون د اولاد اِمامان د دې کار دپاره مخصوص دى. د دې مقدس ځائ نه ووځه ځکه چې تا ګناه کړې ده او مالِک خُدائ به نور ستا عزت نۀ کوى.“ ۱۹ عُزياه هلته د مالِک خُدائ په کور کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو او د خوشبويۍ د سوزولو مجمر يې نيولے وو. هغه اِمامانو ته غصه شو او سمدستى د جذام مرض د هغۀ په تندى باندې راغلو. ۲۰ عزرياه او نورو اِمامانو د يرې سره د بادشاه تندى ته کتل او بيا يې هغه دې ته مجبور کړو چې د مالِک خُدائ د کور نه لاړ شى. هغه زر زر د هغه ځائ نه لاړو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له سزا ورکړې وه. ۲۱ عُزياه باقى ټول عُمر د خپل مرض په وجه ناپاک وو. بيا د دې قابل نۀ شو چې د مالِک خُدائ کور ته ورننوتے وو او هغه په يو ځان له کور کښې اوسېدو، خپل ټول کارونه يې پرېښودل. په دې دوران کښې د هغۀ زوئ يوتام په مُلک حکومت کولو. ۲۲ د آموص زوئ يشعياه پېغمبر هغه نور ټول څيزونه ليکلى دى چې عُزياه بادشاه د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې کړى دى. ۲۳ عُزياه مړ شو او د ښخېدو په شاهى زمکه کښې ښخ شو، خو د جذام د مرض په وجه هغه په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.