0:00 / 0:00

قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

یوولسم فصل

پولوس د جعلي رسولانو په هکله خبرداری ورکوي

۱ ستاسو څخه زما هیله ده چې زما دا لږ حماقت وزغمئ. ستاسو څخه غواړم چې ماته حوصله وکړئ. ۲ زما غیرت ستاسو دپاره لکه د خدایي غیرت په شان دی، ځکه چې ما وعده کړې ده چې تاسو یو مېړه یعنې مسیح ته واده کړم او د یوې پاکې پېغلې په شان مو هغه ته وړاندې کړم. ۳ خو زه وېرېږم لکه څنګه چې حوا د یو چالاکه مار په وسیله وغولېدله، ستاسو خیالونه هم د هغې رښتینې او پاکې مینې څخه راونه ګرځي چې د مسیح سره لرئ. ۴ ځکه که چېرې څوک راشي او تاسو پرته له هغه عیسی چې مونږ درته پېژندلی دی، کوم بل عیسی ته وروپېژني یا تاسو یو روح چې د روح القدس نه فرق لري، تر‌لاسه کړئ. یا د هغه زیري نه پرته چې تاسو اورېدلی دی، بل زېری درکړي، نو تاسو یې په اسانۍ سره قبلوئ.

۵ خو زه خپل ځان ستاسو د تش په نامه لویو رسولانو څخه کم نه ګڼم. ۶ که څه هم زه ښه ویاند نه یم، خو علم او پوهه لرم او دا مې تاسو ته په پوره توګه روښانه کړې ده.

۷ ایا دا زما ګناه وه چې د خدای زېری مې تاسو ته په وړیا توګه دروساوه او خپل ځان مې عاجز کړ ترڅو تاسو سرلوړي اوسئ؟ ۸ ما خپله اجوره د نورو کلیساګانو څخه واخیستله او هغوی مې لوټ کړل، ترڅو وکولای شم ستاسو خدمت وکړم. ۹ کله چې زه ستاسو سره وم او کوم څه ته مې اړتیا درلودله، نو په تاسو کې مې په یو کس باندې مالي بار وانه چاوه، بلکې کله چې د مقدونیې څخه ځینې ورونه راغلل، نو زما اړتیاوې یې پوره کړلې. زه هېڅکله هم ستاسو په اوږو بار شوی نه یم او په راتلونکې کې به هم نه شم. ۱۰ د مسیح د هغه حقیقت له مخې چې په ما کې دی وایم چې هېڅوک نه شي کولای چې په ټول جنوبي یونان کې زما د دې ویاړ مخه ونیسي. ۱۱ ایا دا د دې دپاره وایم چې ستاسو سره مینه نه لرم؟ خو خدای پوهیږي چې زه تاسو سره مینه لرم.

۱۲ کوم کار چې زه یې کوم هغه ته به دوام ورکوم، ترڅو د هغو خلکو مخه ونیول شي چې د دې موقع په لټه کې دي چې په دې ویاړ وکړي چې هغوی زمونږ په شان کار کوي. ۱۳ ځکه چې داسې خلک جعلي رسولان او چلباز خدمتګاران دي چې خپل ځانونه یې د مسیح د رسولانو په شان کړي دي. ۱۴ دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې شیطان هم خپل ځان د یوې نوراني فرښتې په شان جوړوي. ۱۵ که چېرې د شیطان خدمتګاران خپل ځانونه د رښتیني خدمتګارانو په شان جوړ کړي، نو دا کومه حیرانوونکې خبره نه ده. په پای کې به هغوی د خپلو عملونو سزا وویني چې د هغو لایق دي.

پولوس تکلیفونه زغمي

۱۶ زه بیا بیا وایم چې هېڅوک دې فکر ونه کړي چې زه کم عقل یم، خو که چېرې ما کم عقل وګني، نو لږ تر لږه دې ما د یو کم عقل په توګه ومني، ترڅو وکولای شم زه هم په خپل ځان باندې ویاړ وکړم. ۱۷ اوس چې زه کوم څه وایم هغه راته څښتن نه دي ویلي چې زه یې وایم، نو زه چې ویاړ کوم، د یو کم عقل په شان یې کوم. ۱۸ خو څرنګه چې ډېر خلک د انساني معیارونو له مخې ویاړ کوي، نو زه به یې هم کوم. ۱۹ تاسو په خوشحالۍ سره احمقان او بې‌عقله خلک زغمئ، ځکه چې تاسو ډېر هوښیار یئ. ۲۰ ځکه هرڅوک چې ستاسو نه غلامان جوړوي، هرڅه درڅخه اخلي، ستاسو نه غلطه ګټه اخلي، خپل ځان لوی ښایي یا ستاسو په مخ څپېړه درکوي، هغه زغمئ. ۲۱ زه په شرم سره باید ووایم چې مونږ ډېر کمزوري یو چې دا کار وکړو.

که چېرې څوک جرات کوي چې په کوم شي باندې ویاړ وکړي، نو زه هم جرات کوم چې په هغې باندې ویاړ وکړم، نو زه لکه د یو کم عقل په شان دا خبرې کوم. ۲۲ ایا هغوی عبرانیان دي؟ نو زه هم یم. ایا هغوی اسراییلیان دي؟ نو زه هم یم. ایا هغوی د ابراهیم د نسل څخه دي؟ نو زه هم یم. ۲۳ ایا هغوی د مسیح خدمتګاران دي؟ نو زه د هغوی نه هم ډېر ښه خدمتګار یم. زه لکه د یو لېوني په شان خبرې کوم، خو ما د هغوی نه زیات زحمت ویستلی دی او د هغوی نه زیات زنداني شوی یم. ډېر زیات وهل شوی یم او څو څو ځلې د مرګ سره مخامخ شوی یم. ۲۴ زه د یهودیانو له خوا پنځه ځلې او هر ځل نهه دېرش قمچینې وهل شوی یم، ۲۵ درې ځلې په کوتکونو وهل شوی یم او یوځل سنګسار شوم. درې ځلې مو کشتۍ‌ګانې ماتې شوې او یوه شپه او ورځ مې په بحر کې تېره کړه. ۲۶ زه په خپلو سفرونو کې د مختلفو خطرونو سره لکه د سېلاب، د داړه مارانو، د خپل قوم د خلکو، د غیریهودیانو، په ښار کې، په دښته کې، د بحیرې او جعلي ایماندارانو له خوا د خطر سره مخ شوی یم. ۲۷ ما سخت کار کړی او زحمتونه مې ایستلي دي، ډېر ځلې مې بې‌خوبۍ تېرې کړي دي، لوږې او تندې مې تېرې کړې دي او په پوره اندازه خواړه او کالي مې نه درلودل چې په یخنۍ کې مې اغوستي وای او ګرم شوی وای. ۲۸ برسېره‌پردې شیانو، زه د فشار لاندې وم چې هره ورځ به مې د کلیساګانو په هکله فکر کاوه. ۲۹ څوک چې کمزوری شي، نو ایا زه ورسره کمزوری نه شم؟ څوک چې بې‌لارې کیږي، نو ایا زه به یې له غمه نه سوځم؟

۳۰ د دې دپاره چې زه ویاړ وکړم، نو په هغو شیانو باندې یې باید وکړم چې زما کمزوري ښکاره کوي. ۳۱ خدای چې د څښتن عیسی پلار دی او تل یې باید ثنا او صفت وشي، هغه پوهیږي چې زه دروغ نه وایم. ۳۲ کله چې زه د دمشق په ښار کې وم، نو د هغه ځای والي چې د حارث پاچا له خوا ټاکل شوی ؤ، په ښار کې ساتونکي ځای په ځای کړل چې ما ونیسي. ۳۳ خو زه د ښار د دېوال د کړکۍ نه په ټوکرۍ کې ښکته کړای شوم او د هغوی نه وتښتېدم.