0:00 / 0:00

قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

دولسم فصل

د پولوس رسول رویاګانې او مکاشفې

۱ زه باید ویاړ وکړم، که څه هم هېڅ ګټه نه لري. خو زه به د هغو رویاګانو او مکاشفو په هکله خبرې کوم چې څښتن ماته راکړي دي. ۲ زه یو سړی چې په مسیح باندې ایمان لري، پېژنم چې څوارلس کاله مخکې درېم اسمان ته یووړل شو، خو زه نه پوهېږم چې په جسماني توګه ؤ یا په روحاني توګه، خو خدای پوهیږي. ۳‏-۴ زه پوهېږم چې دا سړی جنت فردوس ته یووړل شو، که هغه په جسماني توګه ؤ یا په روحاني توګه. زه نه پوهېږم، خو خدای پوهیږي. خو هغه داسې شیان واورېدل چې په خبرو کې بیان کېدلی نه شي، داسې شیان چې هېچا ته یې د بیانولو اجازه نشته. ۵ زه په داسې سړي ویاړ کوم، خو زه به پرته له خپلو کمزوریو نه په خپل ځان ویاړ ونه کړم. ۶ که ما غوښتي وای چې په خپل ځان ویاړ وکړم، نو زه به کم عقل نه وم، ځکه چې ما به رښتیا خبرې کړې وای. خو زه به داسې ونه کړم، ترڅو څوک ماته د هغه څه نه چې په ما کې یې ویني او یا یې زما نه اوري، ماته زیات ارزښت راکړي.

۷ نو د دې دپاره چې د هغو حیرانوونکو مکاشفو له امله مغرور نه شم، نو زما په بدن باندې اغزي ولګېدل چې د شیطان استازي وو چې ما وځوروي، ترڅو زه مغروره نه شم. ۸ په دې هکله ما درې ځلې څښتن ته زارۍ وکړلې چې دا اغزي راڅخه لېرې کړي. ۹ خو هغه ماته وویل: «زما فضل ستا دپاره بس دی، ځکه چې زما قدرت ستا په کمزورۍ کې پوره کیږي.» نو زه به په ډېرې خوشحالۍ سره په خپلې کمزورتیا باندې ویاړ کوم، ترڅو د مسیح قدرت په ما کې پاتې شي. ۱۰ له دې امله زه د مسیح په خاطر کمزورۍ، سپکاوی، سختي، ځورونې او مصیبتونه منم. ځکه چې زه د کمزورۍ په وخت کې قوي یم.

د کلیسا دپاره د پولوس رسول اندېښنه

۱۱ زه کم عقل شوم، ځکه چې تاسو مجبور کړم چې داسې وکړم، حال دا چې تاسو باید زما ستاینه کړې وای. که څه هم زه هېڅ نه یم، خو بیاهم د هغو تش په نامه رسولانو څخه کم نه یم. ۱۲ ما په ډېر صبر او حوصلې سره په تاسو کې ډېرې نښې، عجیبه کارونه او معجزې وښودلې او دا مې ثابته کړه چې زه رښتینی رسول یم. ۱۳ یوازېنی شی چې ما د نورو کلیساګانو سره وکړ او تاسو سره مې ونه شو کړای، هغه دا ؤ چې په تاسو باندې مې مالي بار وانه چاوه. زما دا غلطي وبخښئ.

۱۴ اوس زه تیار یم چې د درېم ځل دپاره ستاسو لیدلو ته راشم، خو زه نه غواړم چې په تاسو باندې بار واچوم، ځکه چې زه تاسو غواړم، نه ستاسو مال او جایداد. ځکه چې ماشومان مجبوره نه دي چې خپل مور او پلار ته کوم څه تیار کړي، بلکې مور او پلار یې باید خپلو ماشومانو ته تیار کړي. ۱۵ زه ډېر خوشحاله یم چې خپل هرڅه او تردې چې خپل ځان ستاسو نه قربان کړم. که زه تاسو سره زیاته مینه کوم، نو ایا تاسو به زما سره لږه مینه وکړئ؟

۱۶ تاسو پوهېږئ چې زه ستاسو په اوږو بار شوی نه یم. خو په تاسو کې ځینې وایي چې زه چلباز یم او په چل سره ستاسو نه غلطه ګټه اخلم. ۱۷ ایا ما د هغو کسانو په وسیله چې تاسو ته مې درلېږلي دي، کومه غلطه ګټه اخیستې ده؟ ۱۸ ما د تیتوس څخه وغوښتل چې تاسو ته درشي او د هغه سره مې یو ورور درولېږه، ایا تیتوس ستاسو نه کومه غلطه ګټه اخیستې ده؟ نه، ایا مونږ یو روح نه لرو؟ ایا د یو بل سره په یوه لاره قدم نږدو؟

۱۹ ایا تاسو فکر کوئ چې دومره وخت مونږ ستاسو په وړاندې د خپلو ځانونو څخه دفاع کوو؟ نه، خو مونږ د خدای په حضور کې او په مسیح کې خبرې کوو. ګرانو دوستانو، مونږ چې هرڅه کوو هغه د دې دپاره کوو چې تاسو قوي شئ. ۲۰ ځکه زه وېرېږم چې کله درشم او لکه څنګه چې زه یې غواړم تاسو هغه شان ونه وینم او څنګه چې تاسو غواړئ ما هغه شان ونه وینئ. زه وېرېږم چې په تاسو کې به جګړې، کینې، بد‌خویي، ځان غوښتنه، ښکنځلې، غیبت، غرور او ګډوډي وي. ۲۱ زه وېرېږم کله چې تاسو ته بیا درشم، خدای مې ستاسو په مخکې ونه شرموي او د هغو کسانو په خاطر چې ګناهونه یې کړي دي او د ناپاکۍ، جنسي بد اخلاقۍ او شهوت پرستۍ نه یې توبه نه ده ویستلې، غمجن نه شم.