0:00 / 0:00

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

يوولسم باب

پولوس اَؤ دَ دروغو رسُولان

۱ارمان که تاسو زما لږه شان بے وقوفى زغملے شوے، تاسو زما زغمئ خو. ۲زَۀ تاسو دَ پاره دَ خُدائے په شان غيرت لرم ولے چه ما دَ يو خاوند، يعنے چه مسيح سره ستاسو کوژدن کړے ده دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ يوے پاکے پيغلے په شان دَ مسيح په وړاندے حاضر کړم. ۳خو ويريږم چه داسے ونۀ شى لکه څنګه چه مار په خپل مکر بى بى حوا وغُلوله هغه شان ستاسو خيالات هم دَ هغه خُلوص اَؤ پاکوالى نه بل خوا شى، کُوم چه دَ مسيح سره په کار دى. ۴ځکه چه که څوک راشى اَؤ هغه دَ بل عيسىٰ پيغام ورکړى دَ چا چه مُونږ پيغام نۀ دے ورکړے، يا تاسو ته دَ رُوحُ القُدس په ځائے څۀ بل رُوح ملاويږى، يا بل زيرے درکړے شو، کُوم چه تاسو له مُونږ نه نۀ وو مُوندلے، نو بيا تاسو ډير په خوشحالئ دَ هغۀ آؤرئ. ۵زَۀ خو خپل ځان دَ هغه غټو رسُولانو نه کم نۀ شمارم. ۶که چرے په تقرير کښے ساده يم نو دَ عِلم په وجه نۀ يم بلکه دا مُونږ په هر حال کښے اَؤ په ټولو خبرو کښے تاسو ته ظاهر کړو.

۷آيا دا زما غلطى وه چه ما تاسو ته دَ خُدائے زيرے مُفت درورسولو اَؤ ځان مے لاندے کړو چه تاسو اُوچت شئ؟ ۸دا رښتيا دى چه ما ستاسو دَ خدمت دَ پاره دَ نورو جماعتُونو نه مدد واخستو. ۹اَؤ کله چه زَۀ ستاسو سره وم اَؤ حاجتمن شوے وم نو ما بيا هم په چا پيټے وانۀ چولو ځکه چه دَ مِکدونيه نه ورُوڼه راغلى وُو اَؤ زما حاجت ئے پُوره کړے وو اَؤ ما په هره خبره کښے په تاسو دَ پيټى اچولو نه ځان ساتلے دے اَؤ ساتم به ئے. ۱۰دَ مسيح حقيقت چه په ما کښے دے نو ځکه زَۀ دا وايم چه دَ اخيه په علاقه کښے به هيڅوک ما دَ دے فخر نه منع نۀ کړى. ۱۱دَ څۀ دَ پاره؟ آيا دَ دے دَ پاره چه زَۀ دِ تاسو سره مينه نۀ لرم؟ په دے خُدائے خبر دے چه زَۀ تاسو سره مينه لرم.

۱۲خو چه څۀ کوم هم هغسے به کوم، دَ پاره دَ دے چه دَ موقعے لټوُونکو ته موقع ورنۀ کړم، بلکه هغوئ فخر کوى چه هغوئ زمُونږ په شان خدمت کوى. ۱۳ځکه چه داسے خلق دروغژن رسُولان دى اَؤ په دوکه کارکوُونکى دى چه خپل ځانُونه دَ مسيح دَ رسُولانو په شان جوړ کړى. ۱۴په دے کښے څۀ تعجب نِشته ځکه چه شيطان هم خپل ځان دَ يو نُورانى فرښتے په شکل جوړ کړى. ۱۵نو بيا که دَ هغۀ خادمان دَ رښتُونو خادمانو په شان ځان جوړ کړى نو څۀ لويه خبره نۀ ده خو دَ هغوئ اَنجام به دَ هغوئ دَ کارُونو په مُطابق وى.

دَ پولوس دَ رسُول توب په وجه زغم

۱۶زَۀ بيا وايم چه ما دِ څوک بے وقُوف ونۀ ګڼى اَؤ که ګڼى نو دَ بے وقوف په شان مے قبُول کړئ چه زَۀ هم لږ شان فخر وکړم. ۱۷زَۀ چه اوس څۀ وايم هغه دَ مالِک په طور نه بلکه په بے وقُوفئ سره اَؤ دَ هغه جُرات سره ئے وايم کُوم چه په فخر کولو کښے وى. ۱۸ځکه چه نور ډير په جسمانى طور فخر کوى زَۀ به ئے هم کوم. ۱۹ځکه چه تاسو عقلمند يئ اَؤ په خوښه بے وقُوفان زغمئ. ۲۰هر کله چه څوک تاسو غُلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګيروى، يا خپل ځان لوئے جوړوى، يا تاسو په مخ په څپيړه وهى، نو تاسو ئے زغمئ. ۲۱مُونږ خو تاسو سره داسے سلُوک نۀ دے کړے، که تاسو دا زمُونږ کمزورتيا خيال کوئ، نو کوئ. خو که څوک فخر کوى نو زَۀ به هم فخر کوم اګر که زَۀ دا بيا په بے وقُوفئ وايم. ۲۲آيا هغوئ عبرانيان دى؟ نو زَۀ هم يم. آيا هغوئ اِسرائيليان دى؟ نو زَۀ هم يم. آيا هغوئ دَ اِبراهيم دَ نسل نه دى؟ نو زَۀ هم يم. ۲۳آيا هغوئ دَ مسيح خادمان دى؟ زما دا وينا دَ ليونتوب په شان ښکارى، خو زَۀ دَ هغوئ نه زيات يم، په محنت کښے زيات، په قيد کښے زيات، په کروړو خوړلو کښے دَ حد نه زيات. څو څو واره دَ مرګ په خطرو کښے پاتے شوے يم، ۲۴ما دَ يهوديانو نه پينځۀ ځله يو کم څلويښت کروړے وخوړلے، ۲۵درے ځله په بينتونو ووهلے شوم، يو ځلے سنګسار کړے شوم، درے ځلے دجهاز دَ ماتيدو په بلا کښے ونښتم اَؤ يوه شپه اَؤ ورځ مے په سمندر کښے تير کړل. ۲۶زَۀ څو څو ځله په سفر کښے دَ دريابونو په خطرو کښے، دَ ډاکوانو په خطرو کښے، دَ خپل قوم په خطرو کښے، دَ غيرو قومُونو په خطرو کښے، دَ ښار په خطرو کښے، دَ بيابان په خطرو کښے، دَ سمندر په خطرو کښے، دَ دروغژنو ملګرو په خطرو کښے، ۲۷په محنت اَؤ مشقت کښے، څو څو ځله په بے خوبئ، لوږو اَؤ تندو کښے، دَ يخنئ اَؤ بربنډتوب په حالت کښے پاتے شوے يم. ۲۸دَ دے خبرو نه علاوه چه دَ هغوئ زَۀ ذکر کول نۀ غواړم دَ ټولو جماعتُونو فکر زما په زړۀ کښے هره ورځ راځى. ۲۹دَ هغوئ په کمزورتياؤ زَۀ کمزورے کيږم نه څۀ؟ دَ هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟ ۳۰که فخر کول ضرورى وى نو زَۀ به په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم. ۳۱دَ مالِک عيسىٰ دَ خُدائے اَؤ پلار دِ هميشه حمد و ثنا وى، هغه خبر دے چه زَۀ هر څۀ چه وايم هغه رښتيا دى. ۳۲کله چه زَۀ په دمشق کښے وم نو دَ اَرِتاس بادشاه حاکم دَ ټول ښار نه چاپيره څوکئ کښينولے وه چه ما ګرفتار کړى. ۳۳اَؤ زَۀ دَ کړکئ په لاره په ټوکرئ کښے کُوز کړے شوم اَؤ دَ هغوئ دَ لاسه بچ شوم.