د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

يوولسم باب

پولوس رسول او د دروغو رسولان

۱ زما خواهش دے چې تاسو ما سره لږ شان بې‌وقوفى وزغمئ. آو، تاسو يې ما سره زغمئ. ۲ زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک په شان غېرت محسوسوم، ځکه چې ما يو خاوند سره ستاسو د وادۀ کولو او مسيح ته تاسو د يوې پاکې پېغلې په شان د حاضرولو وعده کړې ده. ۳ خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بى‌بى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى. ۴ ځکه کۀ تاسو ته څوک هم راشى او هغه د بل عيسىٰ پېغام درکوى، او کۀ څۀ هم چې د هغۀ پېغام او زمونږ کښې فرق هم وى، يا تاسو ته د روحُ القُدس په ځائ څۀ بل روح درکړے شى، يا چې تاسو کوم زيرے قبول کړے دے د هغې نه علاوه بل زيرے درکړى، نو بيا خو هغه تاسو ډېر په خوشحالۍ اورئ. ۵ زۀ خو خپل ځان ستاسو د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه کم نۀ ګڼم. ۶ دا ده چې زۀ په تقرير کولو کښې ماهر نۀ يم خو په عِلم کښې هم کم نۀ يم، مونږ په هر حال او په ټولو خبرو کښې تاسو ته دا وښودل. ۷ ولې ما دا ګناه وکړه چې مې تاسو ته د خُدائ پاک زيرے مفت در ورسولو او ځان مې لاندې کړو د دې دپاره چې تاسو اوچت شئ؟ ۸ ستاسو په خيال چې ما ستاسو د خِدمت دپاره د نورو جماعتونو نه په چنده حاصلولو د هغوئ نه غلا وکړه. ۹ او کله چې زۀ تاسو سره وم او حاجتمند وم نو ما په چا بوج وانۀ چولو ځکه چې د مِکدونيه نه وروڼه راغلى وُو او زما حاجت يې پوره کړو او ما په هره خبره کښې په تاسو د بوج اچولو نه ځان ساتلے دے او ساتم به يې هم. ۱۰ څنګه چې د مسيح حقيقت په ما کښې دے نو د اخيه په علاقه کښې به هيڅوک ما د دې فخر نه منع نۀ کړى. ۱۱ دا ولې؟ ځکه چې زۀ تاسو سره مينه نۀ کوم؟ خو خُدائ پاک ته پته ده چې زۀ تاسو سره مينه کوم. ۱۲ خو زۀ به خپل کار لکه د مخکښې په شان جارى ساتم. زما دا کار به هغه خلق د دې نه منع کړى چې څوک چې د دې موقعې پسې ګرځى چې په خپلو کارونو زمونږ د خِدمت په شان فخر وکړى. ۱۳ ځکه چې داسې خلق دروغژن رسولان دى او دوکه مار دى او ځانونه يې د مسيح د رسولانو په شان کړى وى. ۱۴ په دې کښې څۀ حېرانتيا نشته، ځکه چې شېطان هم خپل ځان د يو نُورانى فرښتې په شان جوړوى. ۱۵ نو بيا کۀ د شېطان خادِمان د صادقانو خادِمانو په شان ځان جوړ کړى نو دا څۀ غټه خبره نۀ ده. خو د هغوئ اَنجام به د هغوئ د کارونو په شان وى.

د پولوس رسول تکليفونه

۱۶ زۀ بيا وايم چې ما دې څوک بې‌وقوف ونۀ ګڼى خو کۀ ګڼى مې نو د بې‌وقوف په شان مې قبول کړئ نو چې زۀ هم لږ شان فخر وکړم. ۱۷ زۀ چې د دې فخر او جرأت په حقله څۀ وايم هغه د مالِک په اختيار نه بلکې د بې‌وقوف په شان وايم. ۱۸ ځکه چې ډېر خلق په انسانى طور فخر کوى، زۀ به يې هم کوم. ۱۹ ځکه چې تاسو په خپله عقلمند يئ نو په خوښه بې‌وقوفان زغمئ. ۲۰ ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى. ۲۱ زۀ په شرم سره وايم چې په دې کولو کښې مونږ ډېر کمزورى وُو. خو کۀ څوک فخر کوى نو زۀ به هم فخر کوم، زۀ دا د يو بې‌وقوف په طور وايم. ۲۲ ولې هغوئ عبرانيان دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ بنى اِسرائيل دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ د اِبراهيم د نسل نه دى؟ نو زۀ هم يم. ۲۳ ولې هغوئ د مسيح خادِمان دى؟ زما وينا لکه د ليونى په شان ده، خو زۀ د هغوئ نه زيات بهتر يم، په محنت کښې زيات، په قېد کښې زيات، په کوړو خوړلو کښې د حد نه زيات، او څو څو ځله د مرګ سره مخامخ شوے يم. ۲۴ ما د يهوديانو نه پينځۀ ځله يو کم څلوېښت کوړې وخوړلې، ۲۵ درې ځله زۀ په چُوکو ووهلے شوم، يو ځلې سنګسار کړے شوم، درې ځلې راباندې د اوبو جهازونه تباه شول او يوه شپه او ورځ سمندر په مخه کړے وم. ۲۶ زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېر‌يهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم، ۲۷ د سخت محنت او د زيات مشقت په وجه څو څو شپې شوګيره شوے يم. څو څو ځله په لوږو او تندو نارنهور ګرځېدلے يم، څو څو ځله د جامو د کمى په وجه د يخنۍ نه کوکله شوے يم. ۲۸ د دې خبرو نه علاوه، چې په ما کوم د روزانه غم دے هغه د ټولو جماعتونو دپاره زما په زړۀ کښې سوچ دے. ۲۹ د هغوئ په کمزورتياو زۀ کمزورے کېږم نه څۀ؟ د هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟ ۳۰ کۀ فخر کول ضرورى وى نو په کار دے چې زۀ په هغه څيزونو فخر وکړم چې زما کمزورۍ ښکاره کوى. ۳۱ د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم. ۳۲ چې زۀ په دمشق کښې وم نو د ارِتاس بادشاه ګورنر د ټول ښار نه چاپېره څوکۍ کښېنولې وه چې ما ګرفتار کړى. ۳۳ خو زۀ د ښار د دېوال د کړکۍ نه په ټوکرۍ کښې کوز کړے شوم او د هغۀ د پنجې نه بچ شوم.