Previous chapter

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

اول باب

سلام

۱د پولوس د طرفه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ ورور تيموتيوس د طرفه د خُدائ پاک هغه جماعت په نوم کوم چې په کورنتوس کښې دے او ورسره د ټولو اخيه د مقدسينو په نوم، ۲زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.

د پولوس د تکليف نه وروستو د خُدائ پاک شُکر ګزارى

۳زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار ثنا دې وى چې د رحم نه ډک پلار او د هر قِسمه تسلۍ خُدائ پاک دے. ۴هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده. ۵د مسيح په وجه چې د څومره ډېرو تکليفونو سره مخامخ کيږُو نو ورسره خُدائ پاک په مسيح کښې زمونږ تسلى هم زياتوى. ۶کۀ مونږ د څۀ قسم مصيبتونو سره مخامخ کيږُو نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون دپاره او کۀ مونږ تسلى مومو نو دا ستاسو د تسلۍ دپاره دى چې تاسو هم هغه تکليفونه په صبر سره تېر کړئ کوم تکليفونه چې مونږه هم تېروو. ۷او زمونږ اُميد ستاسو په حقله ډېر کلک دے ځکه چې مونږ په دې پوهه يُو چې څنګه چې تاسو زمونږ په تکليفونو کښې شريک يئ، نو هم دغه شان تاسو زمونږ په تسلۍ کښې هم شريک يئ. ۸اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو دې د هغه مصيبت نه ناخبره پاتې شئ کوم چې د آسيه په صوبه کښې په مونږ راغلو، ځکه چې په مونږ دومره سخت دباؤ وو چې د برداشت نه بهر وو او مونږ د ژوند نه نا اُميده شوى وُو. ۹نو په حقيقت کښې مونږ خپل مرګ په خپلو سترګو وليدلو. خو مونږ بيا د خپل ځان په ځائ په هغه خُدائ پاک بهروسه وکړه څوک چې مړى راژوندى کوى. ۱۰خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى. ۱۱او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.

د پولوس د ملاقات اراده بدلول

۱۲دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه. ۱۳مونږ تاسو ته صفا خبره ليکُو په هغې کښې څۀ داسې ليکل نشته چې تاسو يې لوستلے نۀ شئ او يا پرې نۀ پوهېږئ، او زما اُميد دے چې يوه ورځ به تاسو پرې پوره پوهه شئ. ۱۴خو کۀ اوس تاسو زمونږ په خبرو نۀ پوهېږئ نو بيا کله چې مالِک عيسىٰ راشى، نو تاسو به په مونږ فخر کوئ او هم دغه شان به مونږ په تاسو فخر کوُو. ۱۵د کله نه چې زۀ ستاسو د پوهې او ايمان نه مطمئن وم نو ما غوښتل چې اول تاسو سره ملاقات وکړم د دې دپاره چې زما په دوباره درتلو سره ستا يو په دوه فائده وشى. ۱۶ما غوښتل چې د مِکدونيه په لار زۀ تاسو سره مِلاو شم او په واپسۍ کښې تاسو له راشم او تاسو به مې يهوديه ته رُخصت کړئ. ۱۷تاسو ما ته دا ووايئ چې ګنې ما خپله منصوبه داسې جوړه کړې وه څۀ؟ لکه د دُنياوى خلقو په شان په يوه اراده نۀ وى چې په يوه لحظه کښې ”آو“ او په بله لحظه ”نه“ وائى؟ ۱۸څنګه چې خُدائ پاک رښتينے دے دغه شان زمونږ خبره تاسو سره پخه ده، يعنې دا چې ”آو“ په ځائ ”آو“ او د ”نه“ په ځائ ”نه.“ ۱۹ځکه چې د خُدائ پاک زوئ عيسىٰ مسيح د چا زيرے چې مونږ، يعنې ما او سيلوانوس او تيموتيوس، په تاسو کښې خور کړے دے، په هغۀ کښې داسې خبرې نشته چې ”آو“ وکړى او بيا وائى ”نه“ بلکې هغه په خپله خبره کلک ولاړ وى. ۲۰ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ټولې وعدې ”آو“ دى، او هم دغه وجه ده چې د هغۀ په وسيله مونږ د خُدائ پاک جلال ته ”آمين“ وايو. ۲۱خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو. ۲۲هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو. ۲۳خُدائ پاک ګواه دے چې زۀ ستا د بچ کېدو دپاره کورنتوس ته واپس رانۀ غلم. ۲۴زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.

Previous chapter