د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

دوېم باب

۱نو ما په خپل زړۀ کښې دا اراده وکړه چې تاسو ته د بل غم درکولو په وجه نۀ درځم. ۲ځکه کۀ چرې زۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى، بغېر د هغوئ نه څوک چې زما په وجه غمژن شوى دى. ۳او ما چې څۀ وکړل هغه مې وليکل نو چې کله زۀ درشم چې زۀ د هغوئ نه غمژن نۀ شم چا ته چې په کار دى چې ما خوشحاله کړى، ځکه چې زما په تاسو ټولو باور دے چې زما خوشحالى به ستاسو د ټولو خوشحالى وى. ۴ما د ډېر مصيبت او د خفګان په حالت کښې په ډېرو اوښکو سره دا ځکه تاسو ته وليکل د دې دپاره نه چې تاسو دې غمژن شئ بلکې د دې دپاره چې تاسو ته د هغه بې‌حده مينې پته ولګى، کومه چې زما تاسو سره ده.

قصوروار ته معافى ورکول

۵زۀ دا خبره اوږدول نۀ غواړم، خو کۀ چا ما له تکليف راکړو نو دا يې صرف ما له نه بلکې تاسو ټولو له يې درکړو. ۶د داسې سړى دپاره دغه سزا کافى ده کومه چې هغۀ د ډېرو خلقو نه وموندله. ۷نو اوس د دې په ځائ تاسو ته په کار دى چې د هغۀ قصور معاف کړئ او تسلى ورکړئ هسې نه چې هغه د ډيرې پرېشانۍ په وجه غرق شى. ۸نو د دې دپاره زۀ تاسو ته خواست کوم چې هغۀ ته خپله مينه بيا ښکاره کړئ. ۹ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه. ۱۰هر څوک چې تاسو معاف کوئ هغه زۀ هم معاف کوم، ځکه څۀ چې ما معاف کړل دا ما ستاسو دپاره د مسيح په اختيار معاف کړل، ۱۱او دا د دې دپاره کوُو چې د شېطان په چال کښې راګېر نۀ شُو ځکه چې مونږ د هغۀ د منصوبو نه ناخبره نۀ يُو.

په ترواس ښار کښې د پولوس اندېښنه

۱۲کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه، ۱۳خو زما روح آرام ونۀ موندو ځکه چې ما خپل ورور تيطوس هلته ونۀ ليدلو، نو د هغوئ نه مې رُخصت راواخستو او مِکدونيه ته لاړم. ۱۴خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو. ۱۵مونږ د هر هغه چا دپاره چې خلاصون مومى او يا هلاک کيږى د خُدائ پاک دپاره د مسيح خوشبوئى يُو. ۱۶مونږ هغوئ ته څوک چې مړۀ کيږى د هلاکېدو بوئ يُو او هغوئ څوک چې ژوندى کيږى ورته د ژوندون بوئ يُو. او دغه شان کار څوک کولے شى؟ ۱۷ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.