0:00 / 0:00

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دريم باب

دَ نوى لوظ خادمان

۱آيا مُونږ بيا خپله نيکنامى ښکاره کول غواړُو؟ يا مُونږ ته دَ بعضو په شان دَ نيکنامئ خطُونه ستاسو په لور دَ راوړلو يا ستاسو نه دَ آخستو حاجت دے؟ ۲زمُونږ خط چه زمُونږ په زړُونو کښے ليکلے شوے دے، هغه تاسو يئ اَؤ ټول خلق ئے پيژنى اَؤ لولى ئے. ۳ښکاره ده چه تاسو دَ مسيح هغه خط يئ کُوم چه مُونږ دَ خادمانو په طور ليکلے دے، په سياهى نه، بلکه دَ ژوندى خُدائے په رُوح سره، دَ ګټے په تختو نه بلکه په زړۀ باندے. ۴مُونږ دَ مسيح په معرفت په خُدائے داسے باور لرُو، ۵په دے نه چه ګنى په خپله مُونږ دَ دے جوګه يُو چه دَ خپله انده څۀ خيال هم وکړو بلکه زمُونږ لياقت دَ خُدائے دَ لوريه دے، ۶چا چه مُونږ دَ نوى لوظ دَ خادم کيدو جوګه کړى يُو، نۀ دَ ليکلى شريعت دَ لوظ نه، بلکه دَ رُوح دَ لوظ، ځکه چه ليکلے شريعت وژل کوى خو رُوح ژوندے کوى. ۷اَؤ هر کله چه دَ مرګ هغه لوظ حرفُونه چه په ګټو ليکلى شوى وُو دَ دومره جلال وُو چه بنى اِسرائيل دَ مُوسىٰ په مخ دَ هغه جلال په سبب کُوم چه دَ هغۀ په مخ وو په غور سره هغۀ ته ونۀ کتلے شول، سره دَ دے چه په کميدو وو، ۸نو دَ رُوح لوظ خو به بے شکه دَ دے نه زيات دَ جلال سره وى! ۹ځکه چه که چرے مجرموُونکے لوظ دَ جلال وو نو دَ صادقوُونکى لوظ خو به ضرور دَ دے نه زيات جلالى وى! ۱۰هغه جلال چه دَ څۀ وخت دَ پاره جلالى وو نو اوس دَ جلالى څيز په مخکښے هيڅ شے نۀ ښکارى. ۱۱ولے چه هر کله چه فنا کيدُونکى څيزُونه جلالى وُو نو پاتے کيدُونکے څيز خو به خامخا جلالى وى.

۱۲نو بيا مُونږ په دے اُميد ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو، ۱۳اَؤ دَ مُوسىٰ په شان نه، چا چه دَ دے دَ پاره په خپل مخ نقاب اچولے وو چه بنى اِسرائيل دَ هغۀ دَ فانى جلال اَنجام ونۀ ليدے شى. ۱۴خو دَ هغوئ زړُونه سخت شول ځکه چه تر دے ورځے دَ زوړ عهد لوستلو په وخت دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته ده اَؤ دا پړده يواځے دَ مسيح په وسيله پورته کيږى. ۱۵خو تر دے ورځے چه کله هم دَ مُوسىٰ کتاب لوستلے کيږى دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته وى. ۱۶خو چه کله هم دَ هغوئ زړۀ دَ مالِک طرف ته راوګرزى نو دغه پړده پورته کيږى. ۱۷اَؤ مالِک رُوح دے اَؤ چرته چه دَ مالِک رُوح دے، هلته آزادى ده. ۱۸اَؤ هر کله چه زمُونږ دَ ټولو په بے نقابه مخونو کښے لکه دَ آئنے دَ مالِک جلال داسے څرګنديږى، نو دَ هغه مالِک په وسيله دَ هغه جلالى ذات څوک چه رُوح دے، مُونږ درجه په درجه دَ هغۀ په شان کيږو.