0:00 / 0:00

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

نهم باب

دَ پاکانو دَ پاره چنده

۱څۀ چنده چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى دَ هغے په باب کښے زما تاسو ته څۀ ليکل عبث دى. ۲ځکه چه زَۀ ستاسو دَ شوق نه خبر يم چه دَ هغے په وجه دَ مِکدونيه دَ خلقو دَ وړاندے زَۀ په تاسو فخر کوم چه دَ اخيه خلق دَ تير کال نه تيار دى اَؤ ستاسو جوش ډير خلق راوپارول. ۳خو زما دَ دے ورُوڼو دَ درليږلو مقصد دا دے چه مُونږ په دے باب کښے چه په تاسو کُوم فخر کوُو، هغه بے مقصده پاتے نۀ شى بلکه تاسو زما دَ وينا په مُطابق تيار اوسئ لکه څنګه چه ما هغوئ ته ستاسو په باب کښے وينا کړے ده. ۴ځکه چه که زۀ دَ مِکدونيه نه دَ ځان سره خلق راولم اَؤ هغوئ تاسو تيار ونۀ مُومى نو دا به زمُونږ اَؤ ستاسو دَ پاره هم څومره شرمندګى وى ځکه چه مُونږ په تاسو باور ښوولے دے. ۵دَ دے دَ پاره ما دا ضرورى وګڼل چه دے ورُوڼو ته ووايم چه کورنتيانو ته اول لاړ شى چه ستاسو هغهَ دَ ورکړے لوظ چه کړے دے، دَ آګاهو نه تيار وساتى، نو بيا به دا چنده دَ ورکړے په طور وى، نۀ چه دَ زبردستئ په طور.

۶خو ياد لرئ چه څوک چه لږه کرونده کوى هغه به لږه ريبى، اَؤ چه څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته ريبى. ۷اَؤ هر چا چه څومره په زړۀ کښے مُقرر کړى دى، هغه هومره به ورکوى اَؤ نۀ په مجبورئ اَؤ نۀ دَ فرض په طور ځکه چه خُدائے په خوشحالئ ورکوُونکى سره مينه لرى. ۸اَؤ خُدائے تاسو له دَ حاجت نه زيات درکولے شى دَ پاره دَ دے چه تاسو سره تل هر څۀ زيات وى اَؤ داسے دَ هر نيک کار دَ پاره دِ تاسو سره زيات وى ۹اَؤ صحيفے دَ داسے سړى په باب کښے وائى چه : 

”هغه خوارانو له په سخاوت ورکوى،

دَ هغۀ خيرات به تل تر تله باقى وى.“

۱۰نو چه خُدائے دَ کرونده کرُونکى دَ پاره تُخم اَؤ دَ خوراک دَ پاره ډوډئ ورکوى، هم هغه به تاسو ته تُخم درکوى اَؤ په هغے کښے به زياتوالے اچوى اَؤ ستاسو چندے به زياتوى. ۱۱اَؤ تاسو به هر يو څيز زيات بيا مُومئ چه هر قِسم سخاوت به کولے شئ، اَؤ دَ دے نيتجه به دا وى چه ډير خلق به ستاسو چنده زمُونږ په وسيله مُوندلو سره دَ خُدائے شکر ګذاری وکړى. ۱۲ولے چه دَ دے په کولو به نۀ تش دَ پاکانو ضرورتُونه پُوره شى بلکه دَ ډيرو خلقو له خوا به دَ خُدائے ډيره شکر ګذاری کيږى. ۱۳ځکه چه دے خدمت نه به خلقو ته ثابت شى چه تاسو نۀ يواځے دَ مسيح زيرے منئ بلکه دَ هغۀ تابعدارى هم کوئ، هغوئ به دَ دے دَ پاره دَ خُدائے شکر کوى اَؤ دَ دے دَ پاره هم چه تاسو نۀ يواځے دَ هغوئ بلکه دَ ټولو خلقو مدد دَ زړۀ دَ اِخلاصه وکړلو. ۱۴ځکه چه په تاسو دَ خُدائے دَ لوئے فضل په سبب چه په تاسو شوے دے، ستاسو ليواله دى اَؤ ډير په مينه ستاسو دَ پاره دُعا غواړى. ۱۵شکر دے دَ خُدائے دَ هغه بخښنے چه دَ بيان نه بهر ده.