Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څنګه چې عتلیا واورېدل چې د هغې زوی اخزیا پاچا وژل شوی دی، نو هغې پرېکړه وکړه چې د شاهي کورنۍ ټول غړي دې ووژل شي. ۲ یوازې د اخزیا زوی یوآش ژوندی پاتې شو. نژدې ؤ چې هغه هم د نورو سره ووژل شي، خو د یهورام پاچا د لور یهوشبع له خوا چې د اخزیا خور وه هغه وژغورل شو. هغې یوآش او د هغه دایي د عتلیا څخه د خدای د کور د خوب په کوټه کې پټ کړل، ځکه هغه ونه وژل شو. ۳ یوآش د یهوشبع سره د څښتن په کور کې د شپږو کالو دپاره چې ملکې عتلیا په یهودا کې پاچاهي کوله، پټ پاتې شو.
۴ د ملکې عتلیا د حکومت په اووم کال، یهویاداع کاهن د پاچا او د ماڼۍ د ساتونکو قوماندانان راوغوښتل. د هغوی سره یې د خدای په کور کې لیدنه کتنه وکړه او هغوی یې د قسم په ورکولو سره د خپل پلان دپاره رضا کړل. بیا یې یوآش د اخزیا زوی هغوی ته وروښود. ۵ هغوی ته یې امر وکړ: «ستاسو د ساتونکو درې ډلې به د سبت په ورځ په خپله دنده کې وي. زه غواړم چې یوه ډله د ماڼۍ ساتنه وکړي. ۶ بله ډله به د سور دروازه ساتي او درېمه ډله به د ماڼۍ دروازه ساتي او د ماڼۍ د ساتونکو پهره به بدلوي. ۷ د ساتونکو دوه نورې ډلې به د سبت په ورځ رخصت وي. خو زه غواړم چې دغه دوه ډلې دې دلته د خدای په کور کې د یوآش پاچا ساتنه وکړي. ۸ خپلې تورې تیارې کړئ او هرچا چې هڅه کوله پاچا ته ورنژدې شي، هغه ووژنئ. هر وخت او هر چېرې د پاچا سره اوسئ.»
۹ قوماندانانو د یهویاداع د امرونو څخه پیروي وکړه. هر یو خپل ساتونکي چې د سبت په ورځ دندې ته راتلل او یا د دندې څخه رخصتېدل، یهویاداع ته یې راټول کړل. ۱۰ یهویاداع هغه نېزې او سپرونه قوماندانانو ته ورکړل چې د داود پاچا وو او د څښتن په کور کې ساتل شوي وو. ۱۱ بیا د خدای د کور د جنوبي خوا څخه نیولې تر شمالي خوا پورې د پاچا د ساتلو دپاره ټول خلک په وسلو سمبال او د خدای د کور او قربانۍ د ځای شاوخوا ته ځای په ځای شول. ۱۲ یهویاداع یوآش دباندې راوویست، د هغه په سر یې تاج کېښود او د پاچاهۍ د قانون یو نقل یې ورته ورکړ. د هغه په سر باندې یې د زیتونو تېل واچول چې دا وښایي چې هغه اوس پاچا شو، په هغه وخت کې خلکو چکچکې وکړې او چیغې یې ووهلې: «ژوندی دې وي پاچا!»
۱۳ ملکې عتلیا چې د ساتونکو او خلکو شور واورېد، نو هغه د څښتن کور ته چې خلک په کې راټول شوي وو، ورغله. ۱۴ هغې ولیدل چې یوآش د هغې ستنې په څنګ کې ولاړ ؤ چې اکثره وخت به هغه ځای د پاچا دپاره ؤ. قوماندانان او سرني غږوونکي د هغه په خوا کې ولاړ وو او ټولو خلکو خوشحالي کوله او سرني یې غږول. عتلیا د ډېر قهر نه خپل کالي وشکول او چیغې یې ووهلې: «خیانت! خیانت!» ۱۵ یهویاداع سمدلاسه د لښکرو قوماندانانو ته امر وکړ: «هغه ووژنئ! هغه د لښکرو د قطارونو څخه دباندې وباسئ او هرڅوک چې د هغې سره دي، هغه هم ووژنئ! خو دا کار هېڅکله د خدای په کور کې ونه کړئ.» ۱۶ نو قوماندانانو عتلیا هغې دروازې ته راوویستله چې اسونه به په کې ماڼۍ ته ورننوتل او هلته یې ووژله.
۱۷ یهویاداع کاهن د څښتن او د یوآش پاچا او خلکو سره لوظ وکړ چې دوی به د څښتن خدمتګاران وي. هغه همدارنګه د پاچا او د خلکو ترمنځ یو تړون وکړ. ۱۸ بیا ټول خلک د بعل بتخانې ته ورغلل او هغه یې راوغورځوله. هغوی د قربانۍ ځایونه او بتان ټوټې ټوټې کړل او متان چې د بعل کاهن ؤ، هغه یې د قربانۍ ځایونو مخې ته وواژه. یهویاداع د څښتن د کور دپاره ساتونکي ودرول. ۱۹ وروسته بیا یهویاداع ټول قوماندانان، د پاچا او ماڼۍ ساتونکي او خلک یو ځای سره راوغوښتل. هغوی یوآش د څښتن د کور څخه د ساتونکو د دروازې په لاره باندې ماڼۍ ته یووړ. هغه په تخت باندې کښېناست او د یهودا پاچا شو. ۲۰ نو ټولو خلکو خوشحالي کوله او په ښار کې کراره کراري وه، ځکه چې عتلیا په ماڼۍ کې وژل شوې وه. ۲۱ یوآش اووه کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو.