0:00 / 0:00

د بادشاهانو دوېم کِتاب

يوولسم باب

د يهوداه مَلِکه عتلياه

۱ څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى. ۲ صِرف د اخزياه زوئ يوآس وتښتېدو. هغه هم د نورو سره وژلے کېدو، خو يهوسبع هغه بچ کړو، يهوسبع د يهورام لور او د اخزياه ناسکه خور وه. هغې يوآس او د هغۀ دايڼه د مالِک خُدائ په کور کښې د خوب کوټې ته بوتلل او د عتلياه نه يې پټ کړو، نو هغه ونۀ وژلے شو. ۳ شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه. ۴ خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو ۵ او هغوئ له يې دا حُکم ورکړو، ”کله چې تاسو د سبت په ورځ خپل کار له راشئ، نو ستاسو درېمه حِصه کسان به د محل څوکيدارى کوى، ۶ بله درېمه حِصه به د صور په دروازه کښې د څوکيدارۍ دپاره ودريږى او بله درېمه حِصه به د نورو څوکيدارانو وروستو د دروازې سره د څوکيدارۍ دپاره ودريږى. ۷ هغه دواړه ډلې چې د سبت په ورځ يې چُټى وى نو هغه به د مالِک خُدائ په کور د بادشاه د څوکيدارۍ دپاره ودريږى. ۸ تاسو به د يوآس بادشاه نه ګېرچاپېره ولاړ يئ او تُورې به مو راويستلې وى او چې چرته هم ځى نو ورسره ځئ. هر څوک چې تاسو له نزدې راځى نو هغه دې وژلے شى.“ ۹ آفسرانو د يهويدع په خبرو عمل وکړو او هغوئ هغه سړى ورله راوستل چې د سبت په ورځ په چُټۍ تلل او چې کوم څوکيدارۍ له راتلل. ۱۰ هغۀ آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو، ۱۱ او هغۀ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې ګېرچاپېره د بادشاه د حِفاظت دپاره سړى ودرول چې تُورې يې په لاس کښې وې. ۱۲ بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زنده‌باد.“ ۱۳ مَلِکه عتلياه د څوکيدارانو او خلقو شور واورېدو، نو هغه د مالِک خُدائ کور ته تېزه لاړه، چرته چې خلق راغونډ وُو. ۱۴ هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“ ۱۵ يهويدع نۀ غوښتل چې عتلياه د مالِک خُدائ د کور سره ووژنى، نو هغۀ فوجى آفسرانو له حُکم ورکړو، ”هغه د څوکيدارانو د صفونو په مينځ کښې وباسئ او هغه هر يو کس ووژنئ چې د هغې د بچ کولو کوشش وکړى.“ ۱۶ هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله.

د يهويدع اِصلاحات کول

۱۷ يهويدع اِمام د يوآس بادشاه او د خلقو نه د مالِک خُدائ په نوم يو لوظ واخستلو چې هغوئ به د مالِک خُدائ تابعدار اوسى، هغۀ د بادشاه او د خلقو په مينځ کښې هم يو لوظ وکړو. ۱۸ بيا خلق د بعل عبادتخانې ته لاړل او راوې غورزوله، هغوئ قربان‌ګاه او بُتان ټوټې ټوټې کړل او د بعل اِمام متان يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو. يهويدع د مالِک خُدائ په کور باندې څوکيداران ودرول، ۱۹ او بيا هغۀ، آفسرانو، شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو بادشاه د مالِک خُدائ د کور نه محل ته بوتلو، چې ټول خلق ورپسې روان وُو. يوآس د څوکيدارانو په دروازه ننوتلو او په تخت باندې په خپل ځائ کښېناستو. ۲۰ ټول خلق خوشحاله وُو او په ښار کښې امن وو، ځکه چې عتلياه په محل کښې وژلے شوې وه. ۲۱ يوآس د اوو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو.