0:00 / 0:00

د بادشاهانو دوېم کِتاب

لسم باب

د اخى‌اب د اولاد وژلے کېدل

۱ د اخى‌اب بادشاه اويا زامن د سامريه په ښار کښې اوسېدل. ياهُو يو خط وليکلو او د ښار حکمرانانو، د ښار مشرانو او د اخى‌اب د اولاد مشرانو له يې د دې نقلونه ولېږل. په خط کښې دا وئيلى شوى وُو، ۲ ”تاسو د بادشاه د زامنو مشران يئ او ستاسو حِفاظت د جنګى ګاډو، آسونو، وسلو او د پَخو دېوالونو د ښارونو سره کيږى. چې څنګه تاسو ته دا خط مِلاو شى، ۳ نو تاسو د بادشاه د زامنو نه يو ښۀ کس خوښ کړئ، هغه بادشاه جوړ کړئ او د هغۀ د حِفاظت دپاره جنګ کوئ.“ ۴ د سامريه حکمرانان ويرېدل. هغوئ ووئيل، ”يورام بادشاه او اخزياه بادشاه چې د ياهُو مخالفت نۀ شو کولے نو مونږ د هغۀ مخالفت څنګه وکړُو؟“ ۵ نو د محل آفسر او د ښار آفسر، سره د ښار د مشرانو او د بادشاه د زامنو محافظانو، ياهُو له دا پېغام ولېږلو، ”مونږ ستا خِدمت کوونکى يُو او چې تۀ څۀ وائې نو هغې ته تيار يُو. خو مونږ د هيچا نه هم بادشاه نۀ جوړوُو، چې څۀ تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“ ۶ ياهُو هغوئ ته يو بل خط وليکلو، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ او زما حُکمونو منلو ته تيار يئ، نو سبا دا وخت په يزرعيل کښې د اخى‌اب بادشاه د زامنو سرونه ما له راوړئ.“ د اخى‌اب بادشاه اويا زامن د سامريه ښار د مشرانو د حِفاظت لاندې لوئ شول. ۷ چې کله د ياهُو خط راورسېدو، نو د سامريه مشرانو د اخى‌اب هغه اويا واړه زامن ووژل، د هغوئ سرونه يې په ټوکرو کښې واچول او په يزرعيل کښې يې ياهُو له ولېږل. ۸ کله چې ياهُو خبر شو چې د اخى‌اب د زامنو سرونه راوړے شوى دى، نو هغۀ حُکم ورکړو چې د دې نه د ښار د دروازې په خولۀ کښې دوه ډيرى جوړ کړئ او تر سحر پورې دې هلته پرېښودلے شى. ۹ په سحر کښې، هغه د ښار دروازې له لاړو او چې کوم خلق هلته وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ هغه څوک يم چا چې د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، تاسو د هغې ذمه وار نۀ يئ. خو دا ټول چا ووژل؟ ۱۰ تاسو يقين وکړئ چې د مالِک خُدائ کوم پېغام د اخى‌اب د خاندان په حقله بيان شوے وو هغه به نۀ ناکام کيږى. مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى الياس په ذريعه دا اِعلان کړے وو چې داسې به کيږى.“ ۱۱ بيا ياهُو د اخى‌اب نور ټول خپلوان ووژل چې کوم په يزرعيل کښې اوسېدل او د هغۀ ټول آفسران، نزدې ملګرى او اِمامان هم، د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.

د اخزياه بادشاه د خپلوانو وژلے کېدل

۱۲ ياهُو سامريه ته روان شو. په لار کښې، د هغه ځائ سره چې نوم يې ”د شپانو ځائ“ وو، ۱۳ هغه د يهوداه د مړ بادشاه اخزياه د يو څو خپلوانو سره مِلاو شو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ د اخزياه خپلوان يُو، مونږ يزرعيل ته روان يُو چې د مَلِکه ايزبل او د شاهى خاندان د نورو کسانو درناوے وکړُو.“ ۱۴ ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”هغوئ ژوندى ونيسئ.“ نو هغوئ يې ونيول او هغوئ يې هلته د يوې کندې سره نزدې ووژل. هغوئ ټول دوه څلوېښت کسان وُو او د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.

د اخى‌اب د پاتې شوو ټولو خپلوانو وژلے کېدل

۱۵ ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو. ۱۶ او هغۀ ورته ووئيل، ”ما سره لاړ شه او په خپله وګوره چې زۀ د مالِک خُدائ څومره وفادار يم.“ او هغه يې په خپله جنګى ګاډۍ کښې بوتلو. ۱۷ کله چې هغوئ سامريه ته راغلل، نو ياهُو د اخى‌اب ټول پاتې شوى خپلوان ووژل، تر دې پورې چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ الياس ته کلام کړے وو.

د بعل عبادت کوونکى وژلے کېدل

۱۸ ياهُو د سامريه ټول خلق راغونډ کړل او ورته يې ووئيل، ”اخى‌اب بادشاه د بعل بُت لږ شان خِدمت کړے دے، خو زۀ به يې د هغۀ نه هم زيات خِدمت وکړم. ۱۹ د بعل ټول پېغمبران، د هغۀ ټول عبادت کوونکى او ټول اِمامان راغونډ کړئ. هيڅ څوک به غېر حاضر نۀ وى، زۀ بعل ته يوه لويه قربانى پېش کوم او چې څوک هم حاضر نۀ شى نو هغه به وژلے شى.“ خو د ياهُو مطلب دا وو چې داسې به د بعل عبادت کوونکى ووژنى. ۲۰ بيا ياهُو اِعلان وکړو، ”د بعل د درناوى دپاره د عبادت د ورځې اِعلان وکړئ.“ نو اِعلان وشو، ۲۱ او ياهُو د اِسرائيل ټول مُلک ته دا خبر ولېږلو، او د بعل عبادت کوونکى ټول راغلل نو يو کس هم پاتې نۀ شو چې غېر حاضر وى. هغوئ ټول د بعل عبادتخانې ته راغلل او د يو سر نه تر بل سره پورې يې عبادتخانه ډکه کړه. ۲۲ بيا ياهُو د مقدسو چُوغو مشر اِمام له حُکم ورکړو چې چُوغې راوړه او عبادت کوونکو له يې ورکړه. ۲۳ د هغې نه پس، ياهُو په خپله د ريکاب زوئ يوندب سره عبادتخانې ته دننه شو او خلقو ته يې هلته ووئيل، ”پام کوئ چې صِرف د بعل عبادت کوونکى حاضر وى او د مالِک خُدائ يو عبادت کوونکے هم نۀ وى راننوتلے.“ ۲۴ بيا هغه او يوندب دننه لاړل چې بعل ته قربانۍ او سوزېدونکې نذرانې پېش کړى. هغۀ اتيا سړى د عبادتخانې نه بهر ودرولى وُو او هغوئ ته يې وئيلى وُو، ”تاسو به دا ټول خلق وژنئ، چې د چا نه يو کس هم وتښتى نو د هغۀ په سر کښې به هغه وژلے شى.“ ۲۵ چې څنګه ياهُو نذرانې پېش کړې، نو هغۀ څوکيدارانو او آفسرانو ته ووئيل، ”دننه ورشئ او ټول ووژنئ، چې يو هم درنه خلاص نۀ شى.“ هغوئ تُورې راويستلې او دننه لاړل، ټول يې ووژل او د هغوئ لاشونه يې بهر راښکل. بيا هغوئ د عبادتخانې دنننى ځائ ته لاړل، ۲۶ چې هلته کومه مقدسه ستنه وه هغه يې راوويستله او وې سوزوله. ۲۷ نو هغوئ د عبادت ستنه او عبادتخانه تباه کړه او عبادتخانه په ټټۍ بدله شوه او تر نن ورځې پورې شته دے. ۲۸ نو ياهُو داسې د اِسرائيل نه د بعل عبادت ختم کړو، ۲۹ خو هغۀ د يربعام بادشاه ګناه بنده نۀ کړه، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو چې هغوئ د سرو زرو د هغه سخى عبادت وکړو چې هغۀ په بيت‌ايل او دان کښې لګولے وو. ۳۰ مالِک خُدائ ياهُو ته وفرمائيل، ”تا د اخى‌اب په اولاد باندې هم هغه څۀ وکړل چې ما درته فرمائيلى وُو. نو زۀ تا سره لوظ کوم چې ستا اولاد به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل بادشاهان وى.“ ۳۱ خو ياهُو د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک قانون نۀ منلو. هغه د يربعام د هغه ګناهونو نه نۀ راګرځېدو، چې په بنى اِسرائيلو باندې يې کړى وُو.

د ياهُو مرګ

۳۲ په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د اِسرائيل د علاقې کمول شروع کړل. د شام بادشاه حِزائيل د اِسرائيل ټوله علاقه فتح کړه ۳۳ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند په غاړه په جنوب کښې د عروعير ښار پورې، په دې کښې د جِلعاد او بسن علاقې هم شاملې وې، چرته چې د جاد، روبين او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې اوسېدې. ۳۴ نور هر څۀ چې ياهُو کړى وُو، سره د هغۀ د بهادرۍ د کارنامو، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۳۵ هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآخز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۳۶ ياهُو په سامريه کښې اتۀويشت کاله بادشاهى وکړه.