0:00 / 0:00

د بادشاهانو دوېم کِتاب

نهم باب

ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کېدل

۱ په دې دوران کښې اليشع پېغمبر د پېغمبرانو د قبيلې يو کس راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ملا وتړه او رامات‌جِلعاد ته لاړ شه. د زيتُونو د تېلو دا لوښے ځان سره يوسه، ۲ او چې کله تۀ هلته ورسېږې نو د نِمسى نمسے او د يهوسفط زوئ ياهُو ولټوه. او هغه د خپلو ملګرو نه يو کوټې ته بوځه، ۳ د لوښى دا تېل د هغۀ په سر باندې واچوه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ دا اِعلان کوى چې هغه تا د اِسرائيل بادشاه مقرروى. بيا دروازه کولاو کړه او زر زر وتښته.“ ۴ نو هغه زلمے پېغمبر رامات‌جِلعاد ته لاړو، ۵ هلته يې د فوج آفسران وليدل چې راغونډ وُو. هغۀ وفرمائيل، ”صاحِبه، ما سره ستا دپاره يو پېغام دے.“ ياهُو ورته ووئيل، ”تۀ په مونږ کښې چا ته وائې؟“ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”د فوج مشره، تا ته وايم.“ ۶ نو هغوئ دواړه دننه لاړل او هغه زلمى پېغمبر د ياهُو سر د زيتُونو په تېلو غوړ کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا اِعلان کوى چې زۀ تا په خپلو خلقو اِسرائيل باندې بادشاه مقرروم. ۷ تۀ به د خپل نېک د اخى‌اب کورنۍ تباه کوې، نو داسې به زۀ ايزبل له سزا ورکړم ځکه چې هغې زما پېغمبران او زما نور خِدمت کوونکى وژلى وُو. ۸ د اخى‌اب مکمل خاندان او اولاد به مرى، زۀ به د هغۀ په خاندان کښې هر يو نارينه ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى. ۹ زۀ به د هغۀ د خاندان سره هم هغه شان سلوک وکړم لکه څنګه سلوک مې چې د اِسرائيل د بادشاهانو د نباط زوئ يربعام او د اخياه زوئ بعشا سره کړے وو. ۱۰ ايزبل به هيڅ څوک نۀ ښخوى، او د يزرعيل په علاقه کښې به سپى د هغې لاش وخورى.“ بيا هغه ځوان پېغمبر دروازه کولاو کړه او منډه يې کړه. ۱۱ ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو له واپس لاړو، چې هغوئ ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے؟ هغه ليونے تا له د څۀ دپاره راغلے وو؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې هغه څنګه سړے دے او څنګه خبرې کوى.“ ۱۲ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته رښتيا خبره وکړه چې هغۀ څۀ وفرمائيل.“ نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغۀ ما ته وفرمائيل چې، مالِک خُدائ اِعلان کوى چې تا زۀ د اِسرائيل بادشاه مقرروم.“ ۱۳ نو سمدستى د ياهُو ملګرو آفسرانو خپلې چُوغې د پوړۍ دپاسه خورې کړې چې ياهُو ورباندې ودريږى، بيګلې يې وغږولې او چغه يې کړه، ”ياهُو بادشاه دے.“

د اِسرائيل د بادشاه يورام قتل

۱۴‏-۱۵ بيا ياهُو د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، چې هغه په يزرعيل کښې وو، چې هلته د دې دپاره تلے وو چې هغه زخمونه يې روغ شى چې هغه د شام بادشاه حِزائيل خِلاف په جنګ کښې زخمى شوے وو. نو ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ، نو چې هيڅ څوک هم د رامات‌جِلعاد نه ونۀ تښتئ چې په يزرعيل کښې خلق خبر کړئ.“ ۱۶ بيا هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته روان شو. يورام تر اوسه پورې روغ شوے نۀ وو او د يهوداه بادشاه اخزياه د هغۀ تپوس له ورغلے وو. ۱۷ په يزرعيل کښې د څوکيدارۍ په برج کښې يو محافظ وو چې هغۀ ياهُو او د هغۀ فوجيان وليدل چې راروان وُو. هغۀ چغه کړه، ”ما يو څو سړى وليدل چې راروان دى.“ يورام ورته ووئيل، ”په آس سور يو سړے ورولېږه چې دا معلوم کړى چې خېر خو دے.“ ۱۸ پېغام وړونکے ياهُو له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه معلومول غواړى چې خېر خو دے څنګه راغلے يئ؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“ محافظ دا خبر ورکړو چې پېغام وړونکے هغه قبيلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو. ۱۹ نو بادشاه په آس سور دوېم سړے ورولېږلو. کله چې هغه هغوئ له ورَغلو نو ورته يې ووئيل، ”بادشاه داسې وائى، خېر خو دے څنګه راغلے يې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“ ۲۰ محافظ يو ځل بيا خبر ولېږلو چې پېغام وړونکے هغه قبيلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو. او هغۀ دا هم ووئيل، ”هغه خپله جنګى ګاډۍ د ليونى په شان چلوى، لکه چې ياهُو وى.“ ۲۱ يورام بادشاه حُکم وکړو، ”زما جنګى ګاډۍ تياره کړئ.“ نو هغوئ تياره کړه او هغه او اخزياه بادشاه روان شول، دواړه د ياهُو سره مِلاوېدو دپاره په خپله خپله جنګى ګاډۍ کښې سوارۀ وُو او د نبوت په پټى کښې ورسره مِلاو شول. ۲۲ يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړې دى؟“ ۲۳ يورام چغه کړه، ”اخزياه، دا سازش دے.“ نو هغۀ سمدستى خپله جنګى ګاډۍ راتاو کړه او هغه روان شو چې وتښتى. ۲۴ ياهُو خپله لينده راوويسته او پوره يې راښکله او د يورام د ولو مينځ يې په غشى وويشتو او د هغۀ زړۀ يې سورے کړو. يورام په خپله جنګى ګاډۍ کښې مړ پرېوتو، ۲۵ او ياهُو خپل آفسر بِدقر ته ووئيل، ”د هغۀ لاش اوچت کړه او په هغه پټى کښې يې وغورزوه چې د نبوت دے. هغه راپه ياد کړه چې کله تۀ او زۀ د يورام بادشاه پلار اخى‌اب پسې روان وُو، نو مالِک خُدائ د اخى‌اب خِلاف دا کلام وکړو، ۲۶ ما د نبوت او د هغۀ د زامنو قتل پرون وليدو. زۀ دا قسم کوم چې زۀ به تا له هم په دې پټى کښې سزا درکړم.“ نو ياهُو خپل آفسر له حُکم ورکړو چې، ”د يورام لاش اوچت کړه او په هغه پټى کښې يې واچوه چې کوم د نبوت دے، نو چې د مالِک خُدائ قسم پوره شى.“

د يهوداه بادشاه اخزياه وژل

۲۷ اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيت‌هګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ.“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو، خو تر هغې پورې روان وو چې د مِجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو. ۲۸ د هغۀ خپلو آفسرانو د هغۀ لاش په جنګى ګاډۍ کښې واپس يروشلم ته يوړو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې يې ښخ کړو. ۲۹ اخزياه د اخى‌اب د زوئ يورام د بادشاهۍ په يوولسم کال د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو.

د مَلِکه ايزبل وژلے کېدل

۳۰ ياهُو يزرعيل ته ورسېدو. نو چې ايزبل خبر شوه، نو رانجۀ يې پورې کړل، وېښتۀ يې سم کړل او په محل کښې د يوې کړکۍ سره ودرېده او بهر يې کتل. ۳۱ څنګه چې ياهُو دروازې ته راورسېدو، نو هغې ورته آواز وکړو، ”تۀ د زِمرى په شان يې، تۀ د خپل نېک قاتِل يې، تۀ څنګه دلته په خېر سره راغلې؟“ ۳۲ ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا درېو خصيانو هغۀ ته لاندې وکتل، ۳۳ او ياهُو هغوئ ته ووئيل، ”هغه لاندې راوغورزوئ.“ نو هغوئ هغه لاندې راوغورزوله او آسونو د هغې لاش د پښو لاندې کړو او د هغې په وينو باندې دېوال او آسونه لت پت شول. ۳۴ بيا ياهُو لاړو او د خوراک څښاک نه پس هغۀ ووئيل، ”دا لعنتى ښځه بوځئ او ښخه يې کړئ، کۀ څۀ هم وى خو د بادشاه لور خو ده کنه.“ ۳۵ خو چې سړى د هغې ښخېدلو له ورغلل نو هغوئ د هغې کوپړۍ، پښو او د هغې د لاسونو نه بغېر هيڅ هم ونۀ موندل. ۳۶ کله چې هغوئ ياهُو د دې نه خبر کړو، نو هغۀ ووئيل، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې داسې به کيږى، کله چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى الياس په ذريعه دا کلام کړے وو يعنې، د يزرعيل په علاقه کښې به سپى د ايزبل لاش وخورى. ۳۷ د ايزبل لاش د يزرعيل په مُلک کښې په يو پټى کښې به په زمکه باندې د سوټو په شان خور ورو پروت وى او څوک به هم نۀ وى چې هغه وپېژنى.“