Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په اسراییلو کې د ییهو د پاچاهۍ په اووم کال، یوآش د یهودا پاچا شو او په اورشلیم کې یې څلوېښت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیه د بیرشبع د ښار څخه وه. ۲ په خپل ټول عمر کې یې هغه څه وکړل چې څښتن پرې خوشحالېده، ځکه چې یهویاداع کاهن ورته لارښوونه کوله. ۳ که څه هم سیمه ییز عبادتځایونه وران نه شول او خلکو هلته د قربانۍ کولو او د خوشبویۍ سوځولو ته ادامه ورکړه.
۴ یوآش کاهنانو ته وویل: «هغه ټولې پیسې راټولې کړئ چې د سپېڅلو نذرانو په ډول د څښتن کور ته راوړل کیږي، یعنې هغه پیسې چې په سر شمېرنه کې راټولیږي، هغه چې د شخصي نذرونو څخه تر لاسه کیږي او هغه پیسې چې په داوطلبانه توګه راوړل کیږي. ۵ هر یو کاهن به پیسې اخلي او د اړتیا له مخې به یې د څښتن د کور په بیا جوړونې کې کاروي.»
۶ د یوآش د پاچاهۍ درویشتم کال راورسېده، خو کاهنانو لا هم د څښتن د کور بېرته جوړول تر سره نه کړل. ۷ نو یوآش، یهویاداع او نور کاهنان راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو ولې په دې پیسو باندې د څښتن د کور د بیا جوړونې کار نه کوئ؟ نورې پیسې مه اخلئ. له هغو څخه باید یوازې په بیا جوړونه کې کار واخیستل شي.» ۸ کاهنانو دا خبره ومنله چې نه به نور د خلکو څخه پیسې راټولوي او نه به هم د څښتن د کور د بیا جوړونې مسوولیت په غاړه اخلي.
۹ یهویاداع د لرګي یو صندوق راپیدا کړ، د هغه سر یې سوری کړ او د قربانۍ د ځای ښي خواته یې کېښود، چېرته چې خلک د څښتن کور ته ننوتل. کله چې چا به د څښتن د کور دپاره پیسې ورکولې، هغو کاهنانو چې د دروازې ساتنه کوله، پیسې به یې په دې صندوق کې اچولې. ۱۰ چې کله به صندوق د پیسو څخه ډک شو، د پاچا منشي او لوی کاهن به دا پیسې شمېرلې او په کڅوړو کې به یې تړلې. ۱۱ بیا به یې هغو خلکو ته ورکولې چې د څښتن د کور د بیا جوړونې د کار څارنه یې کوله. ځینې پیسې به معمارانو ته ورکول کېدلې، ځینې به نجارانو ته ورکول کېدلې، ۱۲ ځینې به د تیږو پرېکوونکو ته ورکول کېدلې او ځینې پیسې به ګلکارانو ته ورکول کېدلې. په ځینو پیسو باندې به لرګي او تیږې اخیستل کېدل او ځینې به د څښتن د کور د بیا جوړونې په نورو لګښتونو باندې لګېدلې. ۱۳ هغه پیسې چې د څښتن د کور دپاره ورکړل شوې وې، هغه د سپینو زرو د کاسو په جوړولو، د پلتو په پاکوونکو، د شیندلو په کاسو، په سرنیو یا د سرو یا د سپینو زرو په شیانو باندې نه مصرفېدلې. ۱۴ هغه یوازې د بیا جوړونې په کار باندې مصرفېدلې. ۱۵ د کارونو مسوولان صادق سړي وو، نو دې ته اړتیا نه وه چې د هغوی څخه د پیسو حساب وغوښتل شي. ۱۶ کومې پیسې چې د تاوان او ګناه د نذرانو په نامه ورکول کېدلې د څښتن د کور دپاره نه، بلکې دا پیسې یوازې د کاهنانو دپاره وې.
۱۷ په هماغه وخت کې د سوریې پاچا حزاییل د جت په ښار باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه. بیا هغه پرېکړه وکړه چې په اورشلیم باندې حمله وکړي. ۱۸ نو یوآش د یهودا پاچا، د خپلو ځانګړو سوغاتونو په شمول، هغه ټول شیان راټول کړل چې د هغه پلار او نیکونو، یعنې اخزیا، یهوشافاط او یهورام څښتن ته وقف کړي وو او پرته له دې هغه سپین او سره زر چې د څښتن د کور او د ماڼۍ په خزانو کې وو. هغه دا ټول حزاییل د سوریې پاچا ته د سوغات په توګه ورولېږل او کله چې حزاییل دا تر لاسه کړل، خپل لښکرو ته یې امر وکړ چې اورشلیم پرېږدي.
۱۹ د یوآش د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۰ د هغه د پاچاهۍ په پای کې د هغه ځینې درباریان د ده په وړاندې یاغي شول. یوآش یې د اورشلیم په ختیځ کې هغې لارې ته نژدې چې سلې ته تللې وه، د ملو په کور کې په قتل ورساوه. ۲۱ د هغو قاتلانو نومونه دا دي: د شمعت زوی یوزاکار او د شومیر زوی یهوزاباد.
یوآش د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو او د هغه زوی امصیا د هغه په ځای پاچا شو.