Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د اخاب د مړینې څخه وروسته موآبیان د اسراییلیانو په وړاندې یاغي شول.
۲ یوه ورځ اخزیا پاچا په سامره کې د خپلې ماڼۍ د دوهم پوړ د کوټې د کړکۍ د جالۍ څخه راولوېد او سخت ټپي شو. نو د عقرون ښار ته یې استازي ولېږل چې د هغو د خدای یعنې بعل زبوب څخه پوښتنه وکړي چې هغه به روغ شي او که نه. ۳ په همدې وخت کې د څښتن فرښتې، الیاس نبي چې د تشبې څخه ؤ، د پاچا استازو ته ولېږه چې د هغوی سره وګوري او داسې ووایي: «تاسو ولې د عقرون د خدای بعل زبوب سره مشوره کوئ؟ ایا په اسراییلو کې خدای نشته؟ ۴ اخزیا ته داسې ووایئ: په دې خاطر چې داسې کار دې کړی دی، نو ته به د ناروغۍ د بسترې څخه پورته نه شې او هرومرو به مړ شې!» څنګه چې الیاس ته ویل شوي وو، هماغسې یې وکړل.
۵ کله چې استازي بېرته پاچا ته راستانه شول هغه ورڅخه پوښتنه وکړه: «ولې دومره زر بېرته راغلئ؟» ۶ هغوی ځواب ورکړ: «په لاره کې یو سړی زمونږ سره مخامخ شو او هغه مونږ ته وویل: راستانه شئ او خپل پاچا ته چې تاسو یې رالېږلي یئ، ووایئ چې څښتن داسې وایي: ایا په اسراییلو کې خدای نشته چې ته د عقرون د خدای بعل زبوب سره مشوره وکړې؟ نو ځکه ته به د ناروغۍ د بسترې نه پورته نه شې او هرومرو به مړ شې.» ۷ اخزیا پوښتنه وکړه: «هغه سړی څنګه ښکاره کېده؟» ۸ هغوی ځواب ورکړ: «هغه ببر ویښتان درلودل او د څرمنې کمربند یې په ملا پورې تړلی ؤ.» اخزیا په ځواب کې وویل: «هغه الیاس دی چې د تشبي څخه دی.»
۹ نو هغه یو عسکري منصبدار د پنځوسو عسکرو سره ولېږه چې الیاس راولي. په دې وخت کې الیاس د غونډۍ دپاسه ناست ؤ. عسکري منصبدار هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: «ای د خدای نبي، پاچا امر کړی دی چې راښکته شه.» ۱۰ الیاس ځواب ورکړ: «که چېرې زه د خدای نبي یم، نو خدای دې په تا او ستا په پنځوسو عسکرو باندې اور رانازل کړي.» ناڅاپه د اسمان څخه اور نازل شو او هغه عسکري منصبدار او د هغه کسان یې وسوځول.
۱۱ اخزیا یو بل منصبدار او نور پنځوس عسکر الیاس ته ورولېږل. هغه منصبدار وویل: «ای د خدای نبي، پاچا امر کړی دی چې زر راښکته شه.» ۱۲ الیاس ځواب ورکړ: «که چېرې زه د خدای نبي یم، نو خدای دې په تا او ستا په پنځوسو عسکرو باندې اور رانازل کړي.» او خدای له اسمان څخه په هغه او د هغه په کسانو باندې اور نازل کړ.
۱۳ اخزیا د درېم ځل دپاره یو عسکري منصبدار د نورو پنځوسو عسکرو سره ولېږه. هغه منصبدار غونډۍ ته وروخوت، الیاس ته په ګونډو شو او زارۍ یې ورته وکړې: «ای د خدای نبي، په ما او په خپلو پنځوسو خدمتګارانو باندې رحم وکړئ او مونږ ژوندي پرېږدئ! ۱۴ هغه دوه نور منصبداران او د هغوی عسکر چې مخکې ستاسو حضور ته راغلي وو، هغه اور چې د اسمان څخه رانازل شوی ؤ هغوی یې له منځه یووړل، خو په ما باندې رحم وکړئ!» ۱۵ د څښتن فرښتې الیاس ته وویل: «مه وېرېږه، د هغه سره لاړ شه.» نو الیاس پاڅېد او د هغه منصبدار سره پاچا ته روان شو. ۱۶ کله چې الیاس ورورسېده، اخزیا ته یې وویل: «څښتن داسې وایي چې تا ولې د عقرون د خدای بعل زبوب څخه د پوښتنې دپاره استازي لېږلي وو؟ ایا په اسراییلو کې خدای نشته؟ نو ځکه ته به د ناروغۍ د بسترې نه پورته نه شې او هرومرو به مړ شې.»
۱۷ لکه څنګه چې څښتن د الیاس په وسیله ویلي وو، اخزیا مړ شو. خو په دې خاطر چې اخزیا زوی نه درلود، نو د هغه ورور یورام د هغه په ځای پاچا شو. دا پېښه د یهودا د پاچا یهوشافاط د زوی یهورام د پاچاهۍ په دوهم کال کې وشوه. ۱۸ د اخزیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.