د پاچاهانو دویم کتاب

دویم فصل

ایلیا اسمان ته خېژول کیږي

۱هغه وخت راورسېده چې څښتن ایلیا په یوې زوروره سیلۍ کې اسمان ته پورته کړي. کله چې ایلیا او الیشع د جلجال څخه وتل ۲ایلیا الیشع ته وویل: <څښتن غواړي چې زه بیت ییل ته لاړ شم، مګر ته باید همدلته پاتې شې.>

الیشع ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم هرڅه چې کیږي زه به تاسو یواځې پرېنږدم!> او هغه د ایلیا سره بیت ییل ته لاړ.

۳د نبیانو یوه ډله چې هلته اوسېدله الیشع ته ورغله او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا ته پوهېږې چې څښتن ستا بادار نن ستا څخه اخلي؟>

الیشع ځواب ورکړ: <هو، زه پوهېږم، مګر په دې هکله څه مه وایئ.>

۴بیا ایلیا وویل: <ای الیشع، اوس څښتن غواړي چې زه اریحا ته لاړ شم، مګر ته باید دلته پاتې شې.>

الیشع ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم، چې هرڅه چې کیږي زه به تاسو یواځې پرېنږدم!> او هغه د ایلیا سره اریحا ته لاړ.

۵د نبیانو یوه ډله چې هلته اوسېدله الیشع ته ورغله او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا ته پوهېږې چې څښتن ستا بادار نن ستا څخه اخلي؟>

الیشع ځواب ورکړ: <هو، زه پوهېږم، مګر په دې هکله څه مه وایئ.>

۶بیا ایلیا الیشع ته وویل: <اوس څښتن غواړي چې زه د اردن سیند ته لاړ شم، مګر ته باید دلته پاتې شې.>

الیشع ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم چې تاسو به یواځې پرېنږدم!> نو دواړه یوځای سره روان شول.

۷د نبیانو یوه پنځوس کسیزه ډله د اریحا څخه د هغوی پسې روانه شوله. ایلیا او الیشع د سیند په غاړه ودرېدل او هغه ډله لږ لیرې هغوی ته مخامخ ودرېدله. ۸ایلیا خپله چپنه وویستله، بیا یې هغه راتاوه کړه او اوبه یې ووهلې. په سیند کې لاره خلاصه شوه او دواړه په وچې پورې وتل.

۹وروسته له دې چې هغوی د سیند بلې خواته تېر شول، ایلیا وویل: <ای الیشع، مخکې له دې چې زه ستا څخه لیرې یوړل شم، ووایه چې ستا دپاره څه وکړم؟>

الیشع ځواب ورکړ: <د خپل روح د قدرت څخه دې ماته داسې برخه راکړه چې ستا ځای ونیسم.>

۱۰ایلیا ځواب ورکړ: <دا اسانه هیله نه ده. دا به یواځې هغه وخت لاس ته راوړې چې ته ما په خپلو سترګو ووینې چې زه ستا څخه لیرې یوړل کېږم. که ومې نه وینې نو خپله هیله به لاس ته رانه وړې.>

۱۱ایلیا او الیشع له یو بل سره خبرې کولې او روان وو، چې یوناڅاپه د هغوی په منځ کې لمبه لرونکې جنګي ګاډۍ د اور لرونکو آسونو سره راښکاره شوه. سمدستي یوې سیلۍ ایلیا اسمان ته پورته کړ. ۱۲الیشع دغه صحنه ولیدله او په چیغو یې ایلیا ته وویل: <پلاره! د اسراییلو جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر به ستا څخه پرته څه وکړي؟> هغه یې نور ونه لید، بیا نو الیشع له غمه خپل کالي وشلول.

۱۳بیا هغه د ایلیا چپنه چې ورڅخه لوېدلې وه راپورته کړه، بېرته لاړ او د اردن د سیند په غاړه ودرېد. ۱۴هغه اوبه په چپنې باندې ووهلې او ویې ویل: <څښتن د ایلیا خدای چېرې دی؟> کله چې الیشع دا کار وکړ په اوبو کې یوه وچه لاره خلاصه شوه او هغه پکې تېر شو.

۱۵کله چې د اریحا نبیانو دا پېښه ولیدله، هغوی یو بل ته وویل: <د ایلیا روح په الیشع باندې نازل شو!> هغوی الیشع ته ورغلل او د درناوي په خاطر ورته ټیټ شول ۱۶او ویې ویل: <مونږ پنځوس قوي نفر یو او ستاسو په خدمت کې حاضر یو. اجازه راکړئ چې ستاسو بادار ولټوو. کېدای شي چې د څښتن روح هغه کوم غره یا کومې درې ته وړی وي.>

الیشع ځواب ورکړ: <نه، مه یې لټوئ.>

۱۷هغوی دومره زارۍ وکړې ترڅو چې الیشع مجبور شو چې هغوی ته اجازه ورکړي چې هغه ولټوي. هغوی درې ورځې ایلیا ولټاوه مګر هغه یې پیدا نه کړ. ۱۸هغوی بېرته اریحا ته راستانه شول او الیشع ورته وویل: <ما تاسو ته نه وو ویلي چې هغه مه لټوئ؟>

د الیشع معجزه

۱۹یوه ورځ د اریحا خلکو وویل: <ای الیشع، تاسو وینئ چې زمونږ ښار په ډېر ښه ځای کې دی. مګر زمونږ اوبه دومره خرابې دي چې ځمکه یې شاړه کړې ده.>

۲۰هغه ځواب ورکړ: <په یوې نوې کاسې کې لږه مالګه واچوئ او ماته یې راوړئ.>

هغوی الیشع ته کاسه د مالګې سره راوړله ۲۱او هغه د ښار چینې ته لاړ، مالګه یې په اوبو کې واچوله او ویې ویل: <څښتن داسې فرمایي: زه به دا اوبه پاکې کړم. له دې نه وروسته به اوبه ستاسو د مرګ سبب ونه ګرځي او هېڅکله به ځمکه شاړه پاتې نه شي.>

۲۲لکه څنګه چې الیشع ویلي وو تر نن ورځې پورې اوبه پاکې دي.

په الیشع باندې د هلکانو ملنډې

۲۳الیشع د اریحا څخه بیت ییل ته روان شو. په لاره کې څو هلکانو په هغه باندې ملنډې وهل پیل کړل او چیغې یې وهلې: <ای ګنجیه، لاړ شه! ای ګنجیه، لاړ شه!> ۲۴الیشع مخ راواړاوه او هلکانو ته یې په ځیر سره وکتل. بیا یې په هغوی باندې د څښتن په نامه لعنت ووایه. نو د ځنګل څخه دوه ایږې راووتلې او د هلکانو څخه یې دوه څلوېښت تنه ټوټې ټوټې کړل.

۲۵الیشع د کرمل غره ته لاړ او وروسته بیا سامرې ته ستون شو.