چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ هغه وخت راورسېده چې څښتن الیاس په یو زورور باد کې اسمان ته پورته کړي. کله چې الیاس او الیشع د جلجال څخه وتل ۲ الیاس الیشع ته وویل: «څښتن غواړي چې زه بیت ییل ته لاړ شم، خو ته باید همدلته پاتې شې.» الیشع ځواب ورکړ: «زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم، هرڅه چې کیږي زه به تاسو یوازې پرېنږدم!» او هغه د الیاس سره بیت ییل ته لاړ. ۳ د نبیانو یوه ډله چې هلته اوسېدله، الیشع ته ورغله او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ته پوهېږې چې څښتن ستا بادار نن ستا څخه اخلي؟» الیشع ځواب ورکړ: «هو، زه پوهېږم، خو په دې هکله څه مه وایئ.»
۴ بیا الیاس وویل: «ای الیشع، اوس څښتن غواړي چې زه اریحا ته لاړ شم، خو ته باید دلته پاتې شې.» الیشع ځواب ورکړ: «زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم، چې هرڅه چې کیږي زه به تاسو یوازې پرېنږدم!» او هغه د الیاس سره اریحا ته لاړ. ۵ د نبیانو یوه ډله چې هلته اوسېدله، الیشع ته ورغله او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ته پوهېږې چې څښتن ستا بادار نن ستا څخه اخلي؟» الیشع ځواب ورکړ: «هو، زه پوهېږم، خو په دې هکله څه مه وایئ.» ۶ بیا الیاس الیشع ته وویل: «اوس څښتن غواړي چې زه د اردن سیند ته لاړ شم، خو ته باید دلته پاتې شې.» الیشع ځواب ورکړ: «زه د ژوندي څښتن او ستاسو په ژوند باندې قسم خورم چې تاسو به یوازې پرېنږدم!» نو دواړه یوځای سره روان شول. ۷ د نبیانو یوه پنځوس کسیزه ډله د اریحا څخه هغوی پسې روانه شوه. الیاس او الیشع د سیند په غاړه ودرېدل او هغه ډله لږ لېرې هغوی ته مخامخ ودرېدله. ۸ الیاس خپله چپنه وویستله، بیا یې هغه راتاوه کړه او اوبه یې ووهلې. په سیند کې لاره خلاصه شوه او دواړه په وچې پورې وتل.
۹ وروسته له دې چې هغوی د سیند بلې خواته تېر شول، الیاس وویل: «ای الیشع، مخکې له دې چې زه ستا څخه لېرې یووړل شم، ووایه چې ستا دپاره څه وکړم؟» الیشع ځواب ورکړ: «د خپل روح د قدرت څخه دې ماته داسې برخه راکړه چې ستا ځای ونیسم.» ۱۰ الیاس ځواب ورکړ: «دا اسانه هیله نه ده. دا به یوازې هغه وخت لاسته راوړې چې ته ما په خپلو سترګو ووینې چې زه ستا څخه لېرې یووړل کېږم. که ومې نه وینې، نو خپله هیله به لاسته رانه وړې.» ۱۱ الیاس او الیشع له یو بل سره خبرې کولې او روان وو چې ناڅاپه د هغوی په منځ کې اور لرونکې جنګي ګاډۍ د اور لرونکو اسونو سره راښکاره شوه. سمدلاسه یو باد الیاس اسمان ته پورته کړ. ۱۲ الیشع دغه صحنه ولیدله او په چیغو یې الیاس ته وویل: «پلاره! د اسراییلو جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر به ستا څخه پرته څه وکړي؟»
هغه یې نور ونه لید، بیا نو الیشع له غمه خپل کالي وشکول. ۱۳ بیا هغه د الیاس چپنه چې ورڅخه لوېدلې وه راپورته کړه، بېرته لاړ او د اردن د سیند په غاړه ودرېده. ۱۴ هغه اوبه په چپنې باندې ووهلې او ویې ویل: «څښتن د الیاس خدای چېرې دی؟» کله چې الیشع دا کار وکړ په اوبو کې یوه وچه لاره خلاصه شوه او هغه په کې تېر شو.
۱۵ کله چې د اریحا نبیانو دا پېښه ولیدله، هغوی یو بل ته وویل: «د الیاس روح په الیشع باندې نازل شو!» هغوی الیشع ته ورغلل او د درناوي په خاطر ورته په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل ۱۶ او ویې ویل: «مونږ پنځوس قوي کسان یو او ستاسو په خدمت کې حاضر یو. اجازه راکړئ چې ستاسو بادار ولټوو. کېدای شي چې د څښتن روح هغه کوم غره یا کومې درې ته وړی وي.» الیشع ځواب ورکړ: «نه، مه یې لټوئ.» ۱۷ خو هغوی دومره زارۍ وکړې، ترڅو چې الیشع مجبور شو چې هغوی ته اجازه ورکړي چې هغه ولټوي. هغوی درې ورځې الیاس ولټاوه، خو هغه یې پیدا نه کړ. ۱۸ هغوی بېرته اریحا ته راستانه شول او الیشع ورته وویل: «ما تاسو ته نه وو ویلي چې هغه مه لټوئ؟»
۱۹ یوه ورځ د اریحا خلکو وویل: «ای الیشع، تاسو وینئ چې زمونږ ښار په ډېر ښه ځای کې دی. خو زمونږ اوبه دومره خرابې دي چې ځمکه یې شاړه کړې ده.» ۲۰ هغه ځواب ورکړ: «په یوې نوې کاسې کې لږه مالګه واچوئ او ماته یې راوړئ.» هغوی الیشع ته کاسه د مالګې سره راوړله ۲۱ او هغه د ښار چینې ته لاړ، مالګه یې په اوبو کې واچوله او ویې ویل: «څښتن داسې وایي: زه به دا اوبه پاکې کړم. له دې نه وروسته به اوبه ستاسو د مرګ سبب ونه ګرځي او هېڅکله به ځمکه شاړه پاتې نه شي.» ۲۲ لکه څنګه چې الیشع ویلي وو، تر نن ورځې پورې اوبه پاکې دي.
۲۳ الیشع د اریحا څخه بیت ییل ته روان شو. په لاره کې څو هلکانو په هغه باندې ملنډې وهل پیل کړل او چیغې یې وهلې: «ای ګنجیه، لاړ شه! ای ګنجیه، لاړ شه!» ۲۴ الیشع مخ راواړاوه او هلکانو ته یې په ځیر سره وکتل. بیا یې په هغوی باندې د څښتن په نوم لعنت ووایه. نو د ځنګل څخه دوه اېږې راووتلې او د هلکانو څخه یې دوه څلوېښت تنه ټوټې ټوټې کړل.
۲۵ الیشع د کرمل غره ته لاړ او له هغې وروسته سامریې ته ستون شو.