د پاچاهانو دویم کتاب

درېم فصل

د اسراییلو او موآب ترمنځ جګړه

۱د یهودا د پاچا یهوشافاط د پاچاهۍ په اتلسم کال، یورام د اخاب زوی د اسراییلو پاچا شو. یورام په سامره کې دولس کاله پاچاهي وکړه. ۲هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه، مګر د خپل مور او پلار په شان ګناهکار نه ؤ. یورام هغه بت راوغورځاوه، چې د هغه پلار د بعل د عبادت دپاره جوړ کړی ؤ. ۳مګر هغه داسې د ګناه څخه ډک کارونه کول چې د نباط زوی یروبعام په اسراییلو باندې کړي وو. یورام دا بد کارونه پرېنښودل.

۴د موآب پاچا میشع پسونه ساتل، نو هغه به هر کال د باج په توګه د اسراییلو پاچا ته سل زره وري او د سلو زرو پسونو وړۍ ورکولې. ۵مګر کله چې اخاب مړ شو، میشع د اسراییلو په مقابل کې یاغي شو.

۶په دې خاطر یورام د سامرې څخه روان شو او د اسراییلو ټول لښکر یې سره راغونډ کړ. ۷هغه د یهودا پاچا یهوشافاط ته دا پیغام ورولېږه: <د موآب پاچا زما په ضد یاغي شوی دی. آیا زما سره به لاړ شې چې د هغه سره وجنګېږو؟>

یهوشافاط په ځواب کې وویل: <هو، زه به درسره لاړ شم. زه ستا پلوي کوم او زما عسکر او آسونه ستا په خدمت کې دي. ۸مګر په کومه لاره به لاړ شو؟>

یورام ځواب ورکړ: <د ادوم د دښتې په لار به لاړ شو.>

۹نو د اسراییلو، یهودا او ادوم پاچاهان د خپلو لښکرو سره روان شول. مګر وروسته له اوو ورځو د غیر مستقیمې لارې څخه د هغوی او د هغو د څارویو دپاره د څښلو اوبه پاتې نه شوې. ۱۰یورام پاچا پوښتنه وکړه: <اوس څه وکړو؟ څښتن مونږ درې پاچاهان د دې دپاره دلته راوستو چې د موآب لښکرو ته مو په لاس ورکړي.>

۱۱یهوشافاط پوښتنه وکړه: <آیا د څښتن کوم نبي دلته شته چې مونږ د هغه په وسیله د څښتن څخه مشوره وغواړو؟>

د یورام د منصبدارانو څخه یو تن ځواب ورکړ: <د شافاط زوی الیشع دلته دی. هغه د ایلیا مرستیال ؤ.>

۱۲یهوشافاط ځواب ورکړ: <هغه د څښتن رښتینی نبي دی.>

درې واړه پاچاهان الیشع ته ورغلل. ۱۳الیشع د اسراییلو له پاچا یورام څخه پوښتنه وکړه: <ماته ولې راغلې؟ ورشه او د خپل پلار او مور د نبیانو سره مشوره وکړه.>

یورام ځواب ورکړ: <نه، دا څښتن ؤ چې مونږ درې پاچاهان یې دلته راوستلو چې د موآب لښکرو ته مو په لاس ورکړي.>

۱۴الیشع هغه ته وویل: <زه د هغه ژوندي څښتن په نوم چې زه یې خدمت کوم قسم خورم که یهوشافاط پاچا، چې زه د هغه درناوی کوم، درسره نه وای نو تاته به مې کتلي هم نه وای.> ۱۵بیا الیشع وویل: <داسې یو څوک راوغواړه چې رباب غږولی شي.>

رباب غږوونکي په رباب غږولو باندې پیل وکړ. د څښتن قدرت په الیشع باندې نازل شو ۱۶او هغه وویل: <څښتن فرمایي چې د دې وچ خوړ په هرځای کې لښتي وباسئ. ۱۷که څه هم تاسو به نه باد ووینئ او نه باران، مګر دا وچ خوړ به د اوبو څخه ډک شي او ستاسو او ستاسو د څارویو دپاره به دلته اوبه پرېمانه وي. ۱۸د څښتن دپاره دا یو ساده کار دی، هغه به ستاسو سره دا مرسته هم وکړي چې د موآب لښکرو ته ماتې ورکړئ. ۱۹تاسو به د هغوی دېوال لرونکي ښارونه او مهم ښارګوټي ونیسئ. تاسو به د هغوی ښې ونې ووهئ او د اوبو ټولې چینې به یې بندې کړئ، د هغوی حاصلخېزې ځمکې به له تیږو څخه ډکې کړئ او هغه به له حاصله وغورځوئ.> ۲۰په بله ورځ د سهارنۍ قربانۍ د وړاندې کولو په وخت کې، یوناڅاپه د ادوم له خوا څخه اوبه راوبهیدلې او ځمکه د اوبو څخه ډکه شوه.

۲۱د موآب خلکو واورېدل چې درې پاچاهان د هغوی خواته راروان دي چې په دوی باندې برید وکړي. نو هغوی خپل ټول هغه کسان چې جګړه کولای شي د ځوانه څخه نیولې تر زاړه پورې سره راغونډ کړل او د هغوی لښکرې د هېواد په پوله کې د جګړې دپاره تیارې شوې. ۲۲کله چې موآبیان سهار راپاڅېدل په اوبو باندې لمر لګېده او اوبه ورته لکه د وینو په شان سرې ښکاره کېدلې. ۲۳هغوی وویل: <هغو وینو ته وګورئ! د هغو درې پاچاهانو لښکرې په خپل منځ کې سره جنګېدلې دي او یو او بل یې سره وژلي دي. راځئ چې ورشو او د هغوی کمپ لوټ کړو.>

۲۴مګر کله چې هغوی د اسراییلو کمپ ته ورسېدل، اسراییلي عسکر راووتل او په هغوی باندې یې تر هغه وخته پورې برید وکړ ترڅو چې هغوی په شا شول او وتښتېدل. د اسراییلو لښکرو هغوی بېرته تر موآبه پورې تعقیب کړل او په تللو تللو کې یې له منځه یوړل. ۲۵اسراییلیانو د موآبیانو ښارونه وران کړل. کله چې هر اسراییلی د حاصلخېزه پټي څخه تېرېده په هغه باندې به یې تیږه غورځوله ترڅو ټول پټي په تیږو باندې پټ شول. همدارنګه یې ښې ونې ووهلې او د اوبو چینې یې بندې کړې.

په پای کې یواځې د هغوی پایتخت د قیر حارست ښار جوړ پاتې شو، مګر هغو عسکرو چې مچنوغزې ورسره وې نوموړی ښار کلابند کړ او برید یې ورباندې وکړ. ۲۶کله چې د موآب پاچا میشع ولیدل چې ماتې خوري، نو اووه سوه عسکر یې چې تورې ورسره وې د ځانه سره یوړل او هڅه یې وکړه چې د جګړې هغه کرښه ماته کړي چې ادومي لښکرې پکې ځای په ځای شوې وې، مګر هغه ناکام شو. ۲۷نو هغه خپل مشر زوی چې د هغه څخه وروسته باید پاچا شوی وای ونیوه او هغه یې د ښار په دېوال باندې د نذرانې په توګه قرباني کړ. د اسراییلي لښکرو زړونه د دې کار په لیدلو سره دومره د نفرت څخه ډک شول چې ښار یې پرېښود او بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.