Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په اسراییلو کې د رملیا د زوی فقح د پاچاهۍ په اوولسم کال د یوتام زوی آحاز د یهودا پاچا شو. ۲ آحاز شل کلن ؤ چې پاچا شو او شپاړس کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره نه کړه او داسې کارونه یې ونه کړل چې د هغه د څښتن خدای په نظر کې ښه وو. ۳ آحاز د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. حتی هغه خپل زوی هم د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. دا د هغو قومونو ناوړه رواج ؤ چې څښتن د اسراییلو د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. ۴ آحاز په سیمه ییزو عبادت ځایونو، غونډیو او د هرې سیوري لرونکې ونې لاندې قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.
۵ د سوریې پاچا رزین او د اسراییلو پاچا فقح په اورشلیم باندې حمله وکړه او هغه یې کلابند کړ، خو هغوی ونه شو کولای چې آحاز ته ماتې ورکړي. ۶ په همدې وخت کې رزین د ایلت د ښار واک بیا تر لاسه کړ او هغه د یهودا خلک چې هلته اوسېدل له هغه ځای څخه وشړل. ادومیان په ایلت کې ځای په ځای شول او تر نن ورځې پورې هلته اوسیږي. ۷ آحاز د آشور پاچا تغلت فلاسر ته یو پیغام ورولېږه چې په کې ویل شوي وو: «تاسو زما بادار او د پلار په ځای یئ. د سوریې او اسراییلو پاچاهانو په ما باندې حمله کړې ده، هیله لرم چې راشئ او د هغوی څخه مې وژغورئ.» ۸ آحاز د څښتن د کور او د ماڼۍ د خزانې څخه سپین او سره زر واخیستل او د سوغات په توګه یې د آشور پاچا ته ولېږل. ۹ څنګه چې تغلت فلاسر پیغام تر لاسه کړ، هغه د خپلو لښکرو سره سوریې ته روان شو. هغه دمشق ونیوه، رزین پاچا یې وواژه او د هغه ځای خلک یې د اسیرانو په توګه قیر ته بوتلل.
۱۰ کله چې آحاز پاچا دمشق ته لاړ چې د تغلت فلاسر سره لیدنه کتنه وکړي، هلته هغه د قربانۍ ځای ولیده او اوریا کاهن ته یې کټ مټ هماغسې نقشه ورولېږله. ۱۱ نو اوریا کاهن د قربانۍ ځای د هماغې نقشې له مخې جوړ کړ چې آحاز پاچا د دمشق څخه رالېږلې وه. نو مخکې له دې چې آحاز د دمشق څخه راستون شي، د هغه کار یې سرته ورساوه. ۱۲ کله چې پاچا د دمشق څخه راورسېد، د قربانۍ ځای یې ولیده، نژدې ورغی او په هغه ځای کې یې قربانۍ وړاندې کړې. ۱۳ هغه سوځېدونکې او د غلو دانو نذرانې وړاندې کړې او په هغه ځای باندې یې د څښلو نذرانه تویه کړه او د سلامتۍ د نذرانې وینې یې وشیندلې. ۱۴ هغه د قربانۍ برنجي ځای چې د څښتن دپاره وقف شوی ؤ، د قربانۍ د نوي ځای او د څښتن د کور ترمنځ ؤ. آحاز هغه لېرې کړ او هغه یې د قربانۍ د نوي ځای شمال خواته کېښود. ۱۵ آحاز پاچا اوریا کاهن ته امر وکړ: «په دې لوی او نوي د قربانۍ ځای باندې دا نذرانې وړاندې کړه: سهارنۍ سوځېدونکې نذرانې او د غلو دانو ماښامنۍ نذرانې، د پاچا سوځېدونکې نذرانې او د هغه د غلو دانو نذرانې، د دې خاورې د ټولو خلکو سوځېدونکې نذرانې، د هغوی د غلو دانو نذرانې او د هغوی د څښلو نذرانې. د قربانۍ په ځای باندې د سوځېدونکو نذرانو او قربانیو ټوله وینه وشینده. خو د قربانۍ برنجي ځای زما دپاره وساته چې د خپلې ځانګړې سلا مشورې دپاره ورڅخه کار واخلم.» ۱۶ نو څنګه چې پاچا امر کړی ؤ، اوریا هماغسې وکړل.
۱۷ آحاز پاچا هغه برنجي ګاډۍ چې د څښتن په کور کې ورڅخه کار اخیستل کېده، بېلې بېلې کړلې او هغه تشتونه چې په هغه باندې وو، لېرې کړل. همدارنګه هغه د دولسو برنجي غویانو د شا څخه برنجي ټانکۍ واخیستله او هغه یې د تیږو په بنیاد باندې کېښوده. ۱۸ آحاز هغه ځانګړې خېمه هم لېرې کړه چې په سبت کې به ورڅخه د عبادت دپاره کار اخیستل کېده او هغه شخصي دروازه یې هم بنده کړه چې د یهودا پاچا به د څښتن کور ته د ننوتلو دپاره ورڅخه کار اخیست. دا ټول کارونه هغه د دې دپاره وکړل چې د آشور پاچا تغلت فلاسر خوشحاله کړي.
۱۹ د آحاز د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۰ آحاز مړ شو او د داود په ښار کې ښخ شو او د هغه زوی حزقیا د هغه په ځای پاچا شو.