Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په اسراییلو کې د ایله د زوی هوشع د پاچاهۍ په دولسم کال، د آحاز زوی حزقیا د یهودا پاچا شو. ۲ حزقیا پنځه ویشت کلن ؤ چې پاچا شو او هغه نهه ویشت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم ابیا ؤ چې د زکریا لور وه. ۳ هغه لکه د خپل نیکه داود پاچا په شان هغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو. ۴ هغه سیمه ییز عبادتځایونه له منځه یووړل، د تیږو ستنې یې ماتې کړې او د اشیره بتان یې راوغورځول. همدارنګه یې هغه برنجي مار چې موسی جوړ کړی ؤ او د نحشتان په نوم یادېده، هم ټوټې ټوټې کړ. تر هغه وخته پورې د اسراییلو خلکو هغه ته د درناوي دپاره خوشبویي سوځولې. ۵ حزقیا د اسراییلو په څښتن خدای باندې باور درلود. د یهودا په ټولو پاچاهانو کې د هغه په شان نه د هغه څخه وروسته څوک ؤ او نه د هغه څخه مخکې. ۶ هغه څښتن ته پوره وفادار ؤ او د هغو قوانینو اطاعت یې کاوه چې څښتن موسی ته ورکړي وو. ۷ نو څښتن د هغه سره ؤ او هغه په خپلو ټولو کارونو کې بریالی ؤ. هغه د آشور د پاچا په وړاندې یاغي شو او هغه ته یې د تسلیمېدلو څخه انکار وکړ. ۸ هغه فلسطینیانو ته د غزې او د هغې د شاوخوا سیمو پورې ماتې ورکړه چې دا ماته د تر ټولو کوچني کلي څخه نیولې تر لوی دېوال لرونکي ښار پورې وه.
۹ د حزقیا د پاچاهۍ په څلورم کال چې په اسراییلو باندې د هوشع د پاچاهۍ اووم کال ؤ، د آشور پاچا شلمناسر په اسراییلو حمله وکړه او سامره یې کلابند کړه. ۱۰ د محاصرې د درېم کال په اخر کې آشوریانو سامره ونیوله. نو د حزقیا د پاچاهۍ په شپږم کال چې د هوشع د پاچاهۍ نهم کال ؤ، دا پېښه وشوه. ۱۱ د آشور پاچا اسراییلیان د اسیرانو په توګه آشور ته بوتلل. د هغو څخه یې ځینې د حلح په ښار کې، ځینې یې د خابور سیند ته نژدې د جوزان په سیمه کې او ځینې یې د ماد په ښارونو کې ځای په ځای کړل. ۱۲ سامریې ځکه سقوط وکړ چې اسراییلیانو د خپل څښتن خدای اطاعت نه کاوه، بلکې هغه لوظ یې مات کړ چې څښتن د هغوی سره کړی ؤ او د هغو ټولو قوانینو څخه یې سرغړونه وکړه چې د څښتن د خدمتګار موسی په وسیله ورکړل شوي وو. هغوی نه هغه حکمونه منل او نه یې په هغو باندې عمل کاوه.
۱۳ د حزقیا د پاچاهۍ په څوارلسم کال د آشور پاچا سناخاریب د یهودا په ټولو قوي شویو ښارونو باندې حمله وکړه او هغه یې ونیول. ۱۴ حزقیا دغه پیغام سناخاریب ته چې په لاخیش کې ؤ، ورولېږه: «ما غلط کار کړی دی، خپله حمله ودروئ او هرڅه چې تاسو غواړئ زه به یې درکړم.» د سناخاریب پاچا ځواب دا ؤ چې حزقیا باید لس ټنه سپین زر او یو ټن سره زر هغه ته ورولېږي. ۱۵ حزقیا هغه ټول سپین زر چې د څښتن په کور کې او د ماڼۍ په خزانه کې وو هغه ته ورولېږل. ۱۶ همدارنګه هغه د څښتن د کور د دروازو څخه سره زر او هم هغه سره زر چې په خپله یې د دروازو چوکاټونه ورباندې پوښ کړي وو، راوویستل او هغه ټول یې سناخاریب ته ورولېږل. ۱۷ د آشور پاچا یو لوی لښکر د خپلو درېو لوړ رتبه مامورینو سره د لاخیش څخه ولېږه چې په اورشلیم کې د حزقیا مخالفت وکړي. کله چې اورشلیم ته ورسېدل، هغوی د پاسني ډنډ د لښتي په غاړه چې د کالیو وینځونکو د پټي په لاره کې پرته ده، ودرېدل. ۱۸ هغوی حزقیا پاچا راوغوښت، خو د هغه درې درباریان دباندې راووتل چې د هغوی سره لیدنه کتنه وکړي. هغه درې درباریان دا وو: د حلقیا زوی الیاقیم چې د ماڼۍ مسوول ؤ، شبنا د دربار منشي او د اساف زوی یوآخ چې د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ.
۱۹ د آشور د منصبدارانو څخه یو تن هغوی ته وویل: «لوی پاچا غواړي په دې پوه شي چې حزقیا پاچا ولې دومره ډاډه دی؟ ۲۰ پاچا ته ووایئ: ایا ته فکر کوې چې یوازې خبرې کولای شي چې د عسکري پوهې او قدرت ځای ونیسي؟ ته په چا باندې تکیه کوې چې زما په وړاندې یاغي شوی یې؟ ۲۱ ګوره، ته په دې تمه یې چې مصر به درسره مرسته وکړي، خو هغه به د هغې کړکي په شان وي چې د امسا په توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي. هغه به مات شي، ستا په لاس کې به ننوځي او تا به ټپي کړي. نو هرڅوک چې د مصر په پاچا باندې تکیه وکړي، هغه به همداسې شي.» ۲۲ لوی پاچا تاسو درباریانو ته دا هم وایي: «کېدای شي ماته ووایئ چې مونږ په خپل څښتن خدای باندې تکیه کوو. ایا دا هغه څوک نه دی چې حزقیا د هغه د عبادت او د قربانۍ ځایونه له منځه یووړل او د یهودا او اورشلیم خلکو ته یې وویل چې تاسو د اورشلیم د قربانۍ د ځای په مخکې عبادت کوئ؟ ۲۳ زه به ستاسو سره د خپل بادار، یعنې د آشور د پاچا په استازیتوب یو شرط کېږدم. زه به تاسو ته دوه زره اسونه درکړم، خو که چېرې تاسو وکولای شئ چې همدومره کسان پیدا کړئ چې په هغو باندې سپاره شي. ۲۴ تاسو د جنګي ګاډیو او سپرو عسکرو په خاطر په مصر باندې تکیه کوئ! نو څنګه کولای شئ چې تاسو زما د بادار د خدمتګارانو څخه حتی یو ډېر کمزوری منصبدار په شا وتمبوئ؟ ۲۵ ایا تاسو فکر کوئ چې ما د څښتن د مرستې څخه پرته ستاسو په وطن باندې حمله کړې ده چې هغه وران کړم؟ څښتن په خپله ماته وویل چې په هغه باندې حمله وکړم او هغه له منځه یوسم.»
۲۶ په دې وخت کې الیاقیم، شبنا او یوآخ هغه لوړ رتبه مامور ته وویل: «مهرباني وکړئ، زمونږ سره د آرامۍ په ژبه خبرې وکړئ، ځکه چې مونږ په هغې باندې پوهېږو. د یهودا په ژبه خبرې مه کوئ، ځکه هغه ټول خلک چې په دېوال باندې ناست دي، ستاسو خبرو ته یې غوږ ایښی دی.» ۲۷ هغه ځواب ورکړ: «ایا تاسو فکر کوئ چې زما پاچا زه د دې دپاره رالېږلی یم چې دا ټولې خبرې یوازې تاسو او ستاسو پاچا ته وکړم؟ نه، زه د هغو خلکو سره هم خبرې کوم چې په دېوال باندې ناست دي. هغوی به هم ستاسو په شان خپل غایطه مواد وخوري او خپلې متیازې به وڅښي، په دې خاطر چې نور به د خوړلو او څښلو دپاره څه شی نه وي.»
۲۸ بیا هغه لوړ رتبه مامور ودرېده او په لوړ اواز یې د یهودا په ژبه وویل: «د آشوریانو د لوی پاچا پیغام واورئ! ۲۹ پاچا داسې وایي: حزقیا مه پرېږدئ چې تاسو وغولوي. هغه نه شي کولای چې تاسو زما د لاس څخه وژغوري. ۳۰ باور مه کوئ که هغه تاسو ته ووایي: په څښتن باندې باور ولرئ، هغه به تاسې وژغوري او دا ښار به د آشور پاچا ته په لاس ورنه کړل شي. ۳۱ د حزقیا خبرو ته غوږ مه نیسئ، ځکه چې د آشور پاچا داسې وایي: زما سره روغه جوړه وکړئ. راووځئ او ماته تسلیم شئ. نو تاسو هر یو به د خپلو تاکونو انګور وخورئ، د خپلو ونو څخه به انځر وخورئ او د خپلو ذخیرو څخه به اوبه وڅښئ. ۳۲ وروسته زه راځم او تاسو به هغه هېواد ته بوځم چې ستاسو د وطن په شان دی، په هغه هېواد کې چې ډېرې زیاتې غلې دانې، ډوډۍ، د انګورو شراب، د انګورو باغونه، د زیتونو ونې او شات دي. که چېرې تاسو هغه کار وکړئ چې زه یې درته امر کوم، تاسو به مړه نه شئ، بلکې ژوندي به پاتې شئ. د حزقیا خبرو ته غوږ مه نیسئ، هغه تاسو بې لارې کوي او وایي: څښتن به مونږ وژغوري. ۳۳ ایا کله د کوم قوم خدایانو خپل وطن د آشور پاچا له لاسه ژغورلی دی؟ ۳۴ چېرته دي د حمات او ارفاد خدایان؟ چېرته دي د سفروایم، هینع او عوا خدایان؟ ایا هغوی سامره زما د لاسونو څخه وژغورله؟ ۳۵ د دې ټولو هېوادونو د خدایانو څخه کوم یو دا توان درلود چې خپل هېواد زما څخه وژغوري؟ نو څښتن به څنګه وکولای شي چې اورشلیم زما د لاسونو څخه خلاص کړي؟»
۳۶ خو خلک غلي پاتې شول او په ځواب کې یې ورته هېڅ ونه ویل، ځکه چې حزقیا پاچا هغوی ته دا امر کړی ؤ چې ځواب ورنه کړي. ۳۷ نو الیاقیم، شبنا او یوآخ له غمه خپل کالي وشکول، حزقیا ته ورغلل او څه چې ورته هغه لوړ رتبه مامور ویلي وو، هغه یې حزقیا ته بیان کړل.