Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ نو یوشیا پاچا د یهودا او اورشلیم ټول سپین ږیري خپل حضور ته راوغوښتل. ۲ هغه د یهودا د کلیو او ښارګوټو خلکو، د اورشلیم د ښار خلکو، کاهنانو، نبیانو او نورو ټولو خلکو سره چې شتمن او غریب په کې شامل وو، د څښتن کور ته لاړ. پاچا د ټولو په مخکې په لوړ اواز سره د لوظ هغه ټول کتاب ولوست چې د څښتن په کور کې موندل شوی ؤ. ۳ پاچا د شاهي ستنې سره ودرېده او د څښتن سره یې لوظ وکړ چې د هغه اطاعت به کوي، د زړه له کومي به د هغه د قوانینو او حکمونو څخه پیروي کوي او هغه غوښتنې به عملي کوي چې په لوظنامې پورې تړلې دي او په دې کتاب کې لیکل شوې دي. ټول قوم وعده وکړه چې په دې لوظنامې باندې به ټینګ ودریږي.
۴ بیا پاچا لوی کاهن حلقیا، د هغه مرستیالو کاهنانو او د څښتن د کور د دروازې ساتونکو ته امر وکړ چې هغه ټول شیان چې د بعل، د اشیره د بتانو او ستورو ته په عبادت کولو کې ورڅخه کار اخیستل کېده، د څښتن د کور څخه راوباسي. وروسته پاچا دا ټول شیان د ښار څخه دباندې د قدرون په دره کې وسوځول او د هغو ایرې یې بیت ییل ته یووړلې. ۵ هغه کاهنان یې له کاره ګوښه کړل چې د یهودا د پاچاهانو له خوا د دې دپاره ټاکل شوي وو چې د یهودا د ښارونو او د اورشلیم په شاوخوا عبادتځایونو کې خوشبویي وسوځوي. همدارنګه یې هغه ټول کاهنان چې بعل، لمر، سپوږمۍ او ستورو ته یې خوشبویي سوځولې، لېرې کړل. ۶ هغه د څښتن د کور څخه د اشیره بت لېرې کړ، هغه یې د ښار څخه وویست او د قدرون درې ته یې یووړ. هلته یې هغه وسوځاوه، د هغې ایره یې په ګرد باندې بدله کړه او په عمومي هدیره باندې یې وشیندله. ۷ یوشیا هغه ودانۍ ورانې کړې چې د څښتن په کور کې وې او لواطت کارانو په هغې کې کار کاوه او هم په هغه ځای کې به ښځو د اشیره د بت دپاره چپنې ګنډلې. ۸ هغه کاهنان چې د یهودا په ښارونو کې اوسېدل، یوشیا هغوی اورشلیم ته راوستل. هغه په ټول وطن کې یعنې په شمال کې د جبع څخه نیولې په جنوب کې تر بیرشبع پورې هغه سیمه ییز عبادت ځایونه ناپاکه وګرځول چې هلته به کاهنانو خوشبویي سوځولې. یوشیا هغه سیمه ییز عبادت ځایونه وران کړل چې د ښار د والي یوشع د دروازې په خوله کې او د ښار د دروازې چپ خواته وو. ۹ که څه هم دغو کاهنانو ته اجازه نه وه چې په اورشلیم کې څښتن ته د قربانۍ په ځای کې خدمت وکړي، خو هغوی کولای شول چې هغه فطیره ډوډۍ وخوري چې د نورو کاهنانو دپاره پخېدله. ۱۰ همدارنګه یوشیا پاچا د توفت د قربانۍ ځای هم ناپاکه وګرځاوه چې د حنوم د زوی په دره کې ؤ، ترڅو هېڅوک ونه شي کولای چې خپل زوی یا خپله لور د سوځېدونکې نذرانې په توګه د مولک بت ته قرباني کړي. ۱۱ یوشیا د اسونو هغه مجسمې هم لېرې کړې چې د یهودا پاچاهانو لمر ته د عبادت کولو دپاره وقف کړې وې او هغه جنګي ګاډۍ یې وسوځولې چې په دې عبادت کې به ورڅخه کار اخیستل کېده. (دا مجسمې د څښتن د کور په حوېلۍ کې د هغې دروازې تر څنګ چې د یو لوړ رتبه درباري نتنملک د اوسېدلو ځای ته نژدې وه، ساتل شوې وې.) ۱۲ یوشیا پاچا د قربانۍ هغه ځایونه چې د یهودا پاچاهانو د ماڼۍ په بام یعنې د آحاز پاچا په کوټې باندې جوړ کړي وو، د قربانۍ د هغو ځایونو سره یوځای وران کړل چې منسي پاچا د خدای د کور په دوو حوېلیو کې جوړ کړي وو. هغه دا د قربانۍ ځایونه ټوټې ټوټې کړل او د قدرون په دره کې یې وغورځول. ۱۳ یوشیا د قربانۍ هغه ځایونه ناپاک وګرځول چې سلیمان پاچا د اورشلیم په ختیځ کې او د فساد یعنې د ګناه د غره په جنوب کې یې د ناوړه بتانو د عبادت دپاره جوړ کړي وو، یعنې د صیدون د خلکو بت عشتاروت، د موآب د خلکو بت کموش او د عمون د خلکو بت مولک دپاره. ۱۴ یوشیا پاچا د تیږو ستنې ټوټې ټوټې کړې، د اشیره بتان یې وران کړل او هغه ځمکه چې دغه بتان په کې ودرول شوي وو، هغه یې د انسانانو په هډوکو باندې پټه کړه.
۱۵ پرته له دې یوشیا هغه د قربانۍ ځای هم وران کړ چې په بیت ییل کې ؤ او د نباط د زوی یروبعام پاچا له خوا چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ، جوړ شوی ؤ. یوشیا د قربانۍ ځای راوغورځاوه، د هغه تیږې یې ټوټې ټوټې کړې او په خاورو یې بدلې کړې. هغه د اشیره بت هم وسوځاوه. ۱۶ بیا یوشیا شاوخوا وکتل او په غونډۍ باندې یې یوه هدیره ولیدله. د هغو څخه یې هډوکي راوویستل، د قربانۍ په ځای کې یې وسوځول او په دې ډول هغه د قربانۍ ځای ناپاکه کړ. لکه څنګه چې د خدای نبي یروبعام ته پېشګویي کړې وه، کټ مټ هماغسې وشول. ۱۷ یوشیا پاچا یو قبر ولید او پوښتنه یې وکړه: «هغه څه شی دی؟» د بیت ییل خلکو ځواب ورکړ: «دا د هغه نبي زیارت دی چې د یهودا څخه راغلی ؤ او د هغو کارونو پېشګویي یې کړې وه چې تا د قربانۍ د دې ځای سره وکړل.» ۱۸ یوشیا امر وکړ: «هغه په خپل حال پرېږدئ، د هغه هډوکي دې بېځایه نه شي.» نو نه د هغه نبي هډوکي بېځایه شول او نه د هغه بل نبي هډوکي چې د سامرې څخه راغلی ؤ. ۱۹ یوشیا پاچا په هر ښار کې هغه بتخانې ورانې کړې چې د اسراییلو د پاچاهانو له خوا جوړې شوې وې او د هغو په سبب یې د څښتن قهر راپارولی ؤ. هغه د قربانیو د دې ټولو ځایونو سره داسې کار وکړ لکه څنګه چې هغه په بیت ییل کې کړی ؤ. ۲۰ هغه د بتخانو هغه ټول کاهنان چې هلته یې خدمت کاوه د قربانیو په ځایونو باندې ووژل او د قربانۍ په ټولو ځایونو باندې یې د انسان هډوکي وسوځول. بیا هغه اورشلیم ته ستون شو.
۲۱ یوشیا خلکو ته امر وکړ: «لکه څنګه چې د لوظ په کتاب کې لیکل شوي دي، د خپل څښتن خدای د عزت په خاطر د فسحې اختر ولمانځئ.» ۲۲ له هغه وخت راهیسې چې قاضیانو په قوم باندې حکومت کاوه، د اسراییلو او یهودا د پاچاهانو په وخت کې هېڅ کله دا اختر په دې ډول نه ؤ لمانځل شوی. ۲۳ خو د یوشیا د پاچاهۍ په اتلسم کال د فسحې اختر په اورشلیم کې ولمانځل شو.
۲۴ د دې دپاره چې د هغه کتاب لیکل شوي قوانین عملي شي چې لوی کاهن حلقیا د څښتن په کور کې موندلی ؤ، نو یوشیا پاچا د اورشلیم او یهودا څخه ټول جادوګران او فال کتونکي، ټول کورني خدایان، بتان او د بت پرستۍ ټول شیان له منځه یووړل. ۲۵ یوشیا پاچا د زړه له کومي او په خپل ټول فکر او قوت سره د څښتن خدمت وکړ او د موسی د ټول شریعت څخه یې اطاعت وکړ. د هغه څخه نه مخکې داسې پاچا ؤ او نه وروسته.
۲۶ خو د هغو کارونو په سبب چې منسي پاچا کړي وو، څښتن په یهودا باندې ډېر په قهر شوی ؤ او لا هم د هغه قهر سوړ شوی نه ؤ. ۲۷ څښتن وویل: «زه به د یهودا سره هغه کار وکړم چې ما د اسراییلو سره کړی ؤ. زه به د یهودا خلک د خپل حضور څخه وشړم او زه به اورشلیم یعنې هغه ښار چې ما غوره کړی ؤ او خپل کور یعنې هغه ځای چې ما ویلي وو چې هلته باید زما عبادت وشي پرېږدم او هغه به رد کړم.»
۲۸ د یوشیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۹ هغه وخت چې یوشیا پاچا ؤ، د مصر فرعون نیکو د خپل لښکر سره د فرات سیند ته لاړ چې د آشور پاچا سره مرسته وکړي. یوشیا پاچا لاړ چې د هغه سره جګړه وکړي، خو فرعون نیکو د هغه سره مخامخ شو او هغه یې په مجدو کې وواژه. ۳۰ د هغه درباریانو د هغه مړی په جنګي ګاډۍ کې کېښود، بېرته یې اورشلیم ته یووړ او په خپله هدیره کې یې ښخ کړ. د یهودا خلکو د یوشیا زوی یهوآحاز سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې خپل پاچا وټاکه.
۳۱ یهوآحاز درویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او درې میاشتې یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور حموطل نومېدله او د ارمیا لور وه چې د لبنه د ښار څخه ؤ. ۳۲ هغه د خپلو نیکونو لاره غوره کړه او د څښتن په وړاندې یې ګناه وکړه. ۳۳ د مصر فرعون نیکو، یهوآحاز د حمات د خاورې په ریبله کې په زندان کې واچاوه. په دې ډول د یهوآحاز پاچاهي پای ته ورسېدله. بیا نیکو د یهودا خلک مجبور کړل چې هغه ته درې زره او څلور سوه کیلو ګرامه سپین زر او څلوردېرش کیلو ګرامه سره زر باج ورکړي. ۳۴ فرعون نیکو، الیاقیم د یوشیا بل زوی د خپل پلار په ځای پاچا وټاکه او د الیاقیم نوم یې په یهویاقیم باندې بدل کړ. یهوآحاز د نیکو له خوا مصر ته یووړل شو او هلته مړ شو.
۳۵ یهویاقیم پاچا سپین او سره زر د مصر پاچا نیکو ته د باج په توګه ورکړل. د غوښتل شویو پیسو د راټولولو دپاره یې د هېواد د خلکو څخه د هغوی د شتمنۍ په تناسب مالیه راټوله کړه. ۳۶ یهویاقیم پنځه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یوولس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیده نومېدله او د فدایا لور وه چې د رومه د ښارګوټي څخه ؤ. ۳۷ یهویاقیم د خپلو نیکونو لاره غوره کړه او د څښتن په وړاندې یې ګناه وکړه.