Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ الیشع ځواب ورکړ: «د څښتن خبرو ته غوږ ونیسه، چې هغه ویلي دي: سبا به په همدې وخت په سامره کې یو من د غنمو اوړه یا دوه منه اوربشې په یو مثقال سپینو زرو باندې خرڅې شي.» ۲ د پاچا هغه منصبدار چې شخصي خدمتګار یې ؤ، الیشع ته وویل: «زه په دې باندې باور نه لرم! حتی که څښتن د اسمان څخه د غلو دانو باران هم ووروي، داسې به ونه شي.» الیشع ځواب ورکړ: «ته به په خپلو سترګو هغه ووینې چې داسې به وشي، خو ته به له هغو څخه هېڅ هم ونه خورې.»
۳ په همدې وخت کې څلور کسان چې په جذام باندې اخته وو، د سامرې د دروازې څخه دباندې وو. هغوی یو بل ته وویل: «مونږ ولې دلته کښېنو او مرګ ته انتظار وباسو؟ ۴ ښار ته ننوتل ګټه نه لري، ځکه چې مونږ به هلته له لوږې څخه مړه شو، خو که دلته پاتې شو، هم مړه کېږو. نو راځئ چې د سوریې کمپ ته ورشو، که هغوی زمونږ سره ډېر بد هم وکړي، نو مونږ به ووژني، خو کېدای شي چې هغوی مونږ ژوندي پرېږدي.» ۵ نو څنګه چې تیاره کېدله، هغوی د سوریې کمپ ته ورغلل، خو کله چې هغوی هلته ورسېدل، هلته هېڅوک نه ؤ. ۶ څښتن په سوریایانو باندې داسې اواز واوروه لکه چې یو لوی لښکر د اسونو او جنګي ګاډیو سره راروان وي. سوریایانو داسې فکر کاوه چې د اسراییلو پاچا د حیتیانو او مصریانو پاچاهان اجیران نیولي دي او د هغوی لښکرې به ورباندې حمله وکړي. ۷ نو په هماغه ماښام سوریایان د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر وتښتېدل. خپلې خېمې، اسونه او خره یې پرېښودل او کمپ یې لکه څنګه چې ؤ، هماغسې پرېښود. ۸ کله چې هغه څلور جذامیان د کمپ یوې ګوښې ته ورسېدل، هغوی یوې خېمې ته ورننوتل. هغوی وخوړل او ویې څښل او سپین زر، سره زر او کالي چې یې پیدا کړل، هغه یې د ځان سره یووړل او پټ یې کړل. بیا د دوهم ځل دپاره راغلل، بلې خېمې ته ورننوتل او هرڅه یې چې لاسته راوړل هغه یې د ځان سره یووړل او هغه یې هم پټ کړل.
۹ بیا هغوی یو بل ته وویل: «مونږ باید دا کار ونه کړو! مونږ ښه زېری لرو او هغه باید د خپلو ځانونو سره ونه ساتو. که چېرې مونږ غلي پاتې شو او تر سهاره پورې صبر وکړو، نو مونږ به د سزا وړ شو. راځئ چې همدا اوس لاړ شو او د پاچا درباریانو ته خبر ورکړو.» ۱۰ نو هغوی بېرته سامریې ته لاړل، د ښار د دروازې ساتونکو ته یې غږ وکړ او هغوی ته یې وویل: «مونږ همدا اوس د سوریایانو د لښکرو د کمپ څخه راغلو، ټول عسکر تللي وو! اسونه او خره تړلي پاتې شوي وو او خېمې هماغسې ولاړې وې. مونږ هېڅوک ونه لیده او نه مو د چا اواز واورېد.» ۱۱ ساتونکو د دې خبر اعلان وکړ او بیا وروسته د پاچا ماڼۍ ته دا خبر ورسېده. ۱۲ لا شپه وه، چې پاچا له خپلې بسترې څخه راپاڅېد او خپلو درباریانو ته یې وویل: «زه پوهېږم چې سوریایانو څه پلان جوړ کړی دی! هغوی خبر دي چې مونږ له لوږې څخه مړه کېږو، نو هغوی خپل کمپ پریښی او تللي دي او په بانډو کې پټ شوي دي. هغوی فکر کوي چې مونږ به د ډوډۍ پیدا کولو دپاره ښار پرېږدو. بیا به مونږ ژوندي ونیسي او ښار ته به راننوځي.» ۱۳ د هغه د درباریانو څخه یو تن وویل: «د دې ښار خلک هسې هم د هغو خلکو په شان چې پخوا مړه شوي دي، د مرګ په حال کې دي. پرېږدئ چې یو څو سړي د پاتې شویو اسونو څخه پنځه اسونه خوښ کړي، ترڅو هغوی ولېږو او دا معلوم کړو چې څه پېښ شوي دي.» ۱۴ هغوی یو څو کسان غوره کړل او پاچا هغوی په دوه جنګي ګاډیو کې ولېږل او امر یې ورته وکړ چې لاړ شي او دا خبره معلومه کړي چې د سوریې په لښکرو باندې څه شوي دي. ۱۵ هغه کسان د اردن د سیند پورې لاړل او هغوی په ټوله لاره کې ولیدل چې سوریایانو د تېښتې په وخت کې کالي او سامانونه غورځولي دي. بیا هغوی بېرته راستانه شول او پاچا ته یې راپور ورکړ.
۱۶ د سامرې خلک دباندې ووتل او د سوریایانو کمپ یې لوټ کړ. لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، یو من د غنمو اوړه یا دوه منه اوربشې په یو مثقال سپینو زرو باندې خرڅېدلې. ۱۷ د اسراییلو پاچا هغه منصبدار چې ځانګړی خدمتګار یې ؤ، د ښار د دروازې د مسوول په توګه وټاکه. لکه څنګه چې الیشع په هغه وخت کې چې پاچا د هغه د لیدلو دپاره ورغلی ؤ، پېشګویي کړې وه، نوموړی منصبدار د خلکو تر پښو لاندې شو او مړ شو. ۱۸ الیشع پاچا ته ویلي وو: «سبا په همدې وخت به په سامره کې یو من د غنمو اوړه او دوه منه اوربشې د سپینو زرو په یوې سکې باندې خرڅیږي.» ۱۹ هغه منصبدار په ځواب کې ویلي وو: «زه په دې باندې باور نه لرم! حتی که څښتن د اسمان څخه د غلو دانو باران هم ووروي، داسې به ونه شي.» او الیشع ځواب ورکړی ؤ: «ته به په خپلو سترګو هغه ووینې چې داسې به وشي، خو ته به له هغو څخه هېڅ هم ونه خورې.» ۲۰ او د الیشع پېشګویي رښتیا شوه - هغه منصبدار د ښار په دروازه کې د خلکو د پښو لاندې مړ شو.