د پاچاهانو دوهم کتاب

نهم فصل

ییهو د اسراییلو پاچا ټاکل کیږي

۱ په دې دوران کې الیشع د نبیانو د ډلې څخه یو نبي راوغوښت او ورته ویې ویل: «په جلعاد کې د راموت ښار ته د تګ دپاره تیار شه. دا د زیتونو د تېلو بوتل د ځان سره واخله او هلته لاړ شه. ۲ کله چې هلته ورسېدلې، د یهوشافاط زوی او د نمشي لمسی ییهو راپیدا کړه. هغه یو داسې کوټې ته بوځه چې د خپلو ملګرو څخه بېل وي، ۳ بیا د هغه په سر باندې د زیتونو تېل واچوه. هغه ته داسې ووایه: څښتن وایي چې ته مې د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کړی یې. کله چې دا کار سرته ورسېده، پرته له ځنډه دروازه خلاصه کړه او د هغه ځای څخه وتښته!»

۴ بیا هغه نبي راموت ته لاړ. ۵ کله چې هغه هلته ورسېده، د لښکرو منصبدارانو غونډه درلودله. هغه وویل: «ای ښاغلیه، زه ستا دپاره یو پیغام لرم.» ییهو پوښتنه وکړه: «زمونږ څخه د کوم یو دپاره؟» نبي ځواب ورکړ: «ای ښاغلیه، ستاسو دپاره.» ۶ نو ییهو راپاڅېده او دننه لاړ. نبي د ییهو په سر باندې د زیتونو تېل واچول او هغه ته یې وویل: «د اسراییلو څښتن خدای اعلانوي چې زه تا د خپل قوم اسراییلو د پاچا په توګه غوره کوم. ۷ څښتن زیاتوي: زه غواړم چې ته د خپل بادار یعنې د اخاب کورنۍ له منځه یوسې، نو ایزابل ته به د نبیانو او زما د نورو خدمتګارانو د وژلو په خاطر سزا ورکړل شي. ۸ د اخاب ټوله کورنۍ او اولاده به مړه شي، زه به د هغه په کورنۍ کې هر یو نارینه له منځه یوسم که هغه غلام وي او که ازاد. ۹ زه به د اخاب کورنۍ د اسراییلو د پاچاهانو د نباط زوی یروبعام او د اخیا زوی بعشا د کورنۍ په سرنوشت اخته کړم. ۱۰ د ایزابل د مړي غوښې به د یزرعیل په سیمه کې سپي وخوري او څوک به هغه ښخه نه کړي.» نبي دا وویل، دروازه یې خلاصه کړه او وتښتېد.

۱۱ ییهو بېرته خپلو منصبدارانو ته ورغی او هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: «خیریت دی؟ هغه لېوني نبي ستا څخه څه غوښتل؟» ییهو په ځواب کې وویل: «تاسو داسې سړی پېژنئ او پوهېږئ چې هغه څرنګه خبرې کوي.» ۱۲ هغوی پوښتنه وکړه: «نه، مونږ نه پوهېږو. هغه څه وویل؟» ییهو ځواب ورکړ: «نبي وویل: د اسراییلو څښتن خدای اعلانوي چې زه تا د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کوم.» ۱۳ هغوی سمدلاسه خپلې چپنې راواخیستلې او په هغو زینو باندې یې وغوړولې چې ییهو ورباندې ولاړ ؤ. یو کس سرنی وواهه او هر یو دا چیغې وهلې: «ییهو پاچا دی!»

د یورام او اخزیا وژنه

۱۴‏-۱۵ نو ییهو د یورام پاچا په وړاندې چې په یزرعیل کې ؤ، یوه دسیسه جوړه کړه. یورام هلته د دې دپاره تللی ؤ چې د هغو ټپونو څخه روغ شي چې په راموت کې د سوریې د پاچا حزاییل سره په جګړه کې ورته پیدا شوي وو. نو ییهو خپلو ملګرو منصبدارانو ته وویل: «که تاسو غواړئ چې زه پاچا شم، نو هېڅوک مه پرېږدئ چې د دې ښار څخه ووځي. کېدای شي چې هغه یزرعیل ته لاړ شي او یورام خبر کړي.» ۱۶ نو ییهو په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور او یزرعیل ته روان شو. یورام لا روغ شوی نه ؤ او په همدې وخت کې د یهودا پاچا اخزیا د هغه د لیدلو دپاره راغلی ؤ.

۱۷ کله چې د یزرعیل د څارنې د برج پهره دار ولیدل چې ییهو او د هغه کسان راروان دي، هغه پاچا ته غږ وکړ: «زه وینم چې یوه ډله خلک دې خواته راروان دي.» یورام امر وکړ: «یو سپور استازی ولېږه او دا معلومه کړه چې هغوی د سولې دپاره راځي یا د جګړې دپاره.» ۱۸ یو په اس باندې سپور استازی ورووت او ییهو ته یې وویل: «یورام پاچا غواړي په دې پوه شي چې ایا ته د سولې دپاره راځې؟» ییهو ځواب ورکړ: «دا تا پورې اړه نه لري، زما پسې راځه!» په همدې وخت کې د څارنې د برج ساتونکي وویل: «ای اعلیحضرته، استازی ورورسېده، خو بېرته راستون نه شو.» ۱۹ نو یورام یو بل سپور استازی ولېږه، هغه ییهو ته ورغی او ویې ویل: «یورام پاچا غوښتل چې په دې پوه شي ایا ته د سولې دپاره راځې؟» ییهو ځواب ورکړ: «دا تا پورې اړه نه لري، زما پسې راځه!» ۲۰ د څارنې د برج ساتونکي وویل: «ای اعلیحضرته، استازی هلته ورسېده، هغه هم بېرته راستون نه شو. دا سړی لکه د یو لېوني په شان ګاډۍ چلوي. هغه به خامخا ییهو وي!»

۲۱ یورام امر وکړ: «زما ګاډۍ تیاره کړئ» او ګاډۍ تیاره شوه. بیا هغه او اخزیا په خپلو ګاډیو کې سپاره شول او د ییهو د لیدلو دپاره ورووتل. هغوی د نابوت یزرعیلي په ځمکه کې د هغه سره لیدنه وکړه. ۲۲ یورام پوښتنه وکړه: «ایا د سولې دپاره راځې؟» ییهو ځواب ورکړ: «تر هغه وخته پورې چې ستا د مور بت پرستي او کوډګري دوام ولري زما او ستا په منځ کې سوله شونې نه ده.» ۲۳ یورام غږ وکړ: «ای اخزیا، دا خیانت دی!» د دې له ویلو سره یورام خپله ګاډۍ راوګرځوله او وتښتېد. ۲۴ ییهو په خپل ټول قوت سره لینده راکش کړه او یو غشی یې ګوزار کړ. غشی د یورام د اوږو په منځ کې ولګېده او بیا د هغه په زړه کې ورننوت. هغه په خپلې ګاډۍ کې راولوېد او مړ شو. ۲۵ ییهو خپل مرستیال بیدکار ته وویل: «د هغه مړی واخله او په هغه ځمکه کې یې وغورځوه چې د نابوت پورې یې اړه درلودله. یاد لره چې کله ما او تا یوځای د یورام پاچا د پلار اخاب پسې ګاډۍ ځغلوله، څښتن د اخاب په ضد داسې وویل: ۲۶ ما د نابوت او د هغه د زامنو قتل پرون ولیده. نو ځکه زه وعده کوم چې تاته به هم په همدې ځمکه کې سزا درکړم.» بیا ییهو خپل مرستیال ته امر وکړ: «د یورام مړی واخله او په هغه ځمکه کې یې وغورځوه چې په نابوت پورې یې اړه درلودله، چې د څښتن وعده پوره شي.»

۲۷ اخزیا پاچا دا پېښه ولیدله او هڅه یې وکړه چې د بیت هګان ښارګوټي ته وتښتي، خو ییهو ورورسېد او امر یې وکړ: «هغه هم ووژنئ!» نو کله چې اخزیا یبلعام ته نژدې د جور کلي ته چې په لوړه کې ؤ روان ؤ، د ییهو لښکرو هغه په غشي باندې وویشت. هغه تر مجدو پورې لاړ او هلته مړ شو. ۲۸ د اخزیا منصبدارانو د هغه مړی په جنګي ګاډۍ کې واچاوه، بېرته یې اورشلیم ته یووړ او هغه یې د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ کړ.

۲۹ اخزیا د اخاب د زوی یورام د پاچاهۍ په یوولسم کال د یهودا پاچا شوی ؤ.

د ایزابل وژنه

۳۰ ییهو د یزرعیل خواته روان شو او کله چې ایزابل واورېدل چې ییهو راروان دی، رانجه یې په سترګو باندې ووهل او خپل ویښتان یې ږمنځ کړل. بیا په کړکۍ کې ودرېدله او دباندې یې کتل. ۳۱ څنګه چې ییهو د ښار د دروازې څخه تېر شو، هغې ورته نارې کړې: «ای زیمریه! ته قاتل یې! تا پاچا وواژه. ته دلته د سولې دپاره راغلی یې؟» ۳۲ هغه پورته کړکۍ ته وکتل او پوښتنه یې وکړه: «ایا دلته زما د پلویانو څخه څوک شته؟» د ماڼۍ دوه درې خصي شویو سړیو خپل سرونه له کړکۍ څخه راوویستل ۳۳ او ییهو هغوی ته وویل: «هغه د کړکۍ څخه لاندې راوغورځوئ!» درباریانو ایزابل لاندې راوغورځوله او د هغې وینه په دېوال او اسونو باندې وشیندل شوه. بیا اسونو د هغې مړی تر پښو لاندې کړ. ۳۴ ییهو دننه ماڼۍ ته ننوت چې یو څه وخوري او وڅښي. بیا هغه وویل: «که څه هم هغه یوه لعنتي ښځه وه، خو هغه د پاچا لور وه، نو هغه دې په ښې طریقې سره ښخه کړای شي.» ۳۵ خو کله چې هغوی د هغې د مړي د ښخولو دپاره ووتل، هغوی یوازې د هغې کوپړۍ، لاسونه او پښې راپیدا کړې. ۳۶ کله چې هغوی ییهو ته خبر ورکړ هغه وویل: «دا هغه څه پېښ شوي دي چې څښتن د خپل خدمتګار د تشبي الیاس په وسیله ویلي وو: سپي به د ایزابل مړی په یزرعیل کې وخوري. ۳۷ د هغې مړی به لکه د خوشایي په شان خپور شي چې هېڅوک یې ونه شي پېژندلی.»