Previous chapter

د پطروس رسول دوېم خط

اول باب

دُعا او سلام

۱د شمعون پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح غلام او رسول دے، د هغه خلقو په نوم چې زمونږ د خُدائ پاک او د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښې يې زمونږ په شان قيمتى ايمان موندلے دے. ۲زمونږ د خُدائ پاک او مالِک عيسىٰ د پېژندګلو په وجه دې په تاسو ډېر ډېر فضل او سلامتى وى.

د ايماندار رابلل او غوره کول

۳خُدائ پاک د خپل الٰهى قُدرت په وسيله مونږ له هر هغه څۀ راکړل کوم چې د ديندارۍ ژوندون تېرولو دپاره ضرورى دى. دا هر څۀ مونږ ته د هغۀ د پېژندګلو په وجه راکړے شوى دى، يعنې هغه چا چې مونږ د خپل خاص جلال او نېکۍ په وسيله راوبللو. ۴او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى. ۵په دې وجه تاسو خپل پوره کوشش وکړئ چې په خپل ايمان کښې نېکى زياته کړئ، او په نېکۍ کښې عِلم، ۶او په عِلم کښې پرهيزګارى، او په پرهيزګارۍ کښې صبر، او په صبر کښې ديندارى، ۷او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ. ۸ځکه کۀ دا خبرې په تاسو کښې وى او زياتيږى نو دا تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په پېژندګلو کښې بې‌کاره او بې‌مېوې کېدو نه بچ کوى. ۹خو په چا کښې چې دا خويونه نۀ وى، نو د هغۀ نظر دومره کم دے چې ړندېدو ته نزدې دے او د خپلو وړومبو ګناهونو نه پاک کېدل يې هېر کړى دى. ۱۰نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ. ۱۱په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ. ۱۲په دې وجه به زۀ تاسو ته همېشه دا خبرې دريادوم، اګر کۀ تاسو د مخکښې نه د دې نه خبر يئ او په هغه حق خبرې قائم يئ چې تاسو ته وئيلے شوې وه. ۱۳او ترڅو چې زۀ ژوندے يم، تاسو ته په دريادولو او پارولو دا خبره په خپل ځان ضرورى ګڼم. ۱۴ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى. ۱۵او زۀ به خپل پوره کوشش کوم چې زما د مرګ نه پس به تاسو ته همېشه دا خبرې يادې وى.

د حضرت عيسىٰ مسيح جلال او د نبوت کلام

۱۶ځکه چې مونږ په هغه قيصو پسې نه ځو چې په چالاکۍ سره جوړې شوې دى کله چې مونږ تاسو د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د قدرت او د راتلو په حقله خبر کړئ، بلکې مونږ د هغۀ جلال په خپلو سترګو ليدلے دے. ۱۷کله چې هغۀ ته د خُدائ پلار عزت او جلال حاصل شو نو ورته د هغه بهتر جلال نه آواز راغلو چې، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم.“ ۱۸مونږ په خپله دا آواز د آسمان نه واورېدو، کله چې مونږ د هغۀ سره په مقدس غرۀ باندې وُو. ۱۹نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى. ۲۰خو د هر څۀ نه اول تاسو ته په دې خبره پوهېدل په کار دى چې د کِتاب مقدس يوه پېشګوئې هم د نبى خپل سوچ نۀ دے. ۲۱ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.

Previous chapter