د پطروس رسول دوېم خط

دوېم باب

دروغژن نبيان او اُستاذان

۱خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى. ۲نو بيا ډېر به د خپلې شهوت پرستۍ په لار روان شى او د دې اُستاذانو په وجه به د حق د لارې بدنامى کيږى. ۳او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده. ۴نو بيا خُدائ پاک فرښتې پرې نۀ ښودې کله چې هغوئ ګناه وکړه بلکې هغوئ يې په دوزخ کښې واچولې او په تورو تيارو کندو کښې يې په زنځيرونو وتړلې چې د قيامت د ورځې پورې به هلته وى. ۵نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بې‌دينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل. ۶او هغۀ د سدوم او عموره ښارونه تباه کړل او وې سيزل او ايره يې کړل، او د راتلونکې زمانې د بې‌دينو دپاره يې د عبرت مقام وګرځولو. ۷ځکه هغۀ لوط هم بچ کړو چې صادق انسان وو کله چې هغه د بې‌دينه خلقو د ناپاک چال چلن نه ډېر تنګ شوے وو. ۸هغه يو صادق انسان چې په هغوئ کښې اوسېدلو هره ورځ د هغه صادق ژوند د هغوئ د بې‌شرعې کارونو د ليدلو او اورېدلو په وجه په عذابېدو. ۹نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى، ۱۰خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى. ۱۱سره د دې چې فرښتې اګر کۀ په طاقت او په قُدرت کښې د هغوئ نه لوئې دى، د مالِک په وړاندې د هغوئ خلاف د بدرد وئيلو اِلزام نۀ لګوى. ۱۲خو دا خلق د ځنګلى مخلوق په شان دى چې بې‌ضميره دى او د رانيولو او هلاکولو دپاره پېدا شوى دى. د کومو خبرو په حقله چې ناخبره دى، د هغوئ په حقله په نورو بدرد وائى، هغوئ به د ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى. ۱۳کوم نقصان چې هغوئ نورو له ورکړے دے د هغې سزا به ورته مِلاو شى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بې‌عزته او بې‌شرمه دى. هغوئ د خپلې دوکه بازۍ نه مزه اخلى کۀ څۀ هم تاسو سره په يو دسترخوان خوراک څښاک کوى. ۱۴هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى. ۱۵هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بې‌لارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله. ۱۶خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بې‌ژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو. ۱۷دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے. ۱۸ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى. ۱۹هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى. ۲۰او چې کله هغوئ زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د پېژندګلو په وسيله د دُنيا د سخاتوب نه خلاص شول او هغوئ په کښې بيا ګېر شول او د هغوئ نه مغلوب شول، نو د هغوئ وروستونے حال د وړومبنى نه هم ډېر بد شو. ۲۱نو بيا د هغوئ دپاره به دا ښۀ وه چې چرې هم هغوئ د صداقت لار پېژندلے نۀ وے هسې نه چې د پېژندلو نه وروستو يې هغه حُکم رد کړى کوم چې ورته د صادقه ژوند تېرولو دپاره ورکړے شوے وو. ۲۲او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“