Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ خو لکه څنګه چې مخکې په اسراییلو کې هم جعلي پیغمبران پیدا شوي وو، همداسې به ستاسو په منځ کې هم د دروغجن استاذان راپیدا شي. هغوی به په پټه تباه کوونکی او د غلطو عقیدو تعلیم ورکوي. حتی هغوی به د هغه بادار نه هم انکار کوي چې هغوی یې په بیه اخیستي دي او په خپلو ځانونو باندې به ډېر زر تباهي راولي. ۲ ډېر خلک به د هغوی په غیراخلاقي لارو روان شي او د هغوی له امله به د عدالت لاره بدنامه شي. ۳ دا دروغجن استاذان به د خپل حرص له امله د هغو کیسو په ویلو سره چې له ځانه یې جوړې کړې دي، ستاسو څخه ګټه واخلي. خو خدای لا د پخوا نه دا پرېکړه کړې ده چې هغوی ته سزا ورکړي او د هغوی په تباه کولو کې به ځنډ رامنځته نه شي.
۴ ځکه خدای هغه فرښتې چې ګناه یې کړې وه بېسزا پرېنښودلې، بلکې دوزخ ته یې ولېږلې او په تیارو کندو کې یې واچولې چې په هغه ځای کې د قضاوت تر ورځې پورې وساتل شي. ۵ همدارنګه په پخوا زمانه کې یعنې د نوح د توفان نه مخکې هم خدای څوک بېسزا پرېنښودل، بلکې د هغه وخت په بېدینه خلکو یې سېلاب راوست او یوازې نوح یې چې د خدای د عدالت وعظ کوونکی ؤ، د نورو اوو کسانو سره خوندي وساتل. ۶ وروسته بیا خدای د سدوم او عموره ښارونو ته سزا ورکړه او هغه یې په اور باندې له منځه یووړل او په ایرو یې بدل کړل، ترڅو د راتلونکې زمانې د بېدینه خلکو دپاره عبرت وي. ۷ خو خدای لوط چې نېک سړی ؤ او د بدکاره خلکو د غیر اخلاقي چلند څخه تنګ شوی ؤ، وژغوره. ۸ ځکه چې هغه نېک سړی چې د هغوی په منځ کې اوسېده، د هغه پاک زړه به هره ورځ د هغوی د بدو کارونو په لیدلو او اورېدلو ځورېده. ۹ نو څښتن پوهیږي چې څنګه دینداره خلک د خپلو ازمېښتونو څخه خلاص کړي او بدکاره خلکو ته د قضاوت تر ورځې پورې په پرله پسې توګه سزا ورکړي، ۱۰ په ځانګړې توګه هغه خلک چې د جسماني ناپاکو غوښتنو پسې ګرځي او د خدای واک او اختیار سپک ګڼي.
دا د دروغجنو استاذانو بېپروایي او غرور دی چې اسماني روحاني موجوداتو ته د کفر ویلو څخه نه وېریږي. ۱۱ سره له دې چې فرښتې د دې دروغجنو استاذانو څخه ډېرې قوي او غښتلې دي، خو د څښتن په حضور کې په سپکو خبرو سره هغوی نه ملامتوي. ۱۲ دا خلک د بېشعوره ځناورو په شان د دې دپاره پیدا شوي دي چې ونیول شي او ووژل شي. د کومو شیانو څخه چې خبر نه دي د هغو په هکله سپکې سپورې وایي. نو هغوی به د ځنګلي ځناورو په شان تباه شي. ۱۳ د نورو خلکو سره چې هغوی کومه بدي کړې ده نو په بدل کې به یې بدي وویني. هغوی په رڼا ورځ د عیاشۍ نه خوند اخلي. دروغجن استاذان بېشرمه او بېعزته خلک دي. کله چې هغوی ستاسو سره په مېلمستیا کې کښېني، نو ستاسو د بدنامۍ سبب ګرځي، ځکه چې هغوی په خپلې غولونې باندې خوشحالیږي. ۱۴ هغوی ښځو ته د زنا په سترګو ګوري او هېڅکله د ګناه څخه لاس نه اخلي. هغوی هغه کسان چې په خپل ایمان کې ټینګ نه دي، په دام کې رانیسي. د هغوی زړونه په حرص اموخته شوي دي او په هغوی د خدای لعنت دی. ۱۵ هغوی سمه لاره پریښې ده او بېلارې شوي دي او د بعور د زوی بلعام په لاره روان دي چا چې د هغو پیسو سره مینه لرله چې په بدو کارونو یې ګټلې. ۱۶ خو بلعام د خپلو بدو کارونو په خاطر ورټل شو. ځکه چې یو خره د انسان په ژبه خبرې وکړې او هغه نبي یې د لېونتوب د کارونو څخه منع کړ.
۱۷ دا خلک د وچو چینو په شان دي او د هغو ورېځو په شان دي چې باد یې وړي راوړي. خدای د هغوی دپاره په تورو تیارو کې ځای تیار کړی دی. ۱۸ هغوی لافې وهي او بېعقلې خبرې کوي. او د جسماني غوښتنو څخه په کار اخیستلو سره هغه خلک په دام کې رانیسي چې همدااوس د هغو خلکو څخه تښتېدلي دي چې په ګمراهۍ کې ژوند تېروي. ۱۹ هغوی ته د ازادۍ وعده ورکوي خو حال دا چې په خپله د فساد غلامان دي، ځکه څوک چې د کوم شي تابع وي، نو د هغه غلام هم دی. ۲۰ ځکه کله چې هغوی زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح د پېژندنې په وسیله د دې نړۍ د ناپاکیو څخه خلاص شول او بیا وروسته په هغو ناپاکیو کې راګېر او هغوی یې لاندې کړل، نو د هغوی وروستنی حال به د اول نه هم ډېر بد وي. ۲۱ ځکه چې د هغوی دپاره به دا ښه وای چې هېڅکله یې د عدالت لاره نه وای پېژندلې، له دې نه چې ویې پېژني او د هغه سپېڅلي حکم څخه مخ واړوي چې ورته ورکړل شوی دی. ۲۲ د هغوی سره چې څه وشول نو دا متل یې په هکله رښتیا کیږي: «سپی خپلې کانګې بېرته څټي.» او «لمبول شوی خوګ بېرته په خټو کې رغړي.»