کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د پطروس رسول دوهم لیک
دوهم فصل
جعلي پیغمبران او استاذان
۱ خو لکه څنګه چې مخکې په اسراییلو کې هم جعلي پیغمبران پیدا شوي وو، همداسې به ستاسو په منځ کې هم دروغجن استاذان راپیدا شي. هغوی به په پټه تباه کوونکی او د غلطو عقیدو تعلیم ورکوي. حتی هغوی به د هغه بادار نه هم انکار کوي چې هغوی یې په بیه اخیستي دي او په خپلو ځانونو باندې به ډېر زر تباهي راولي. ۲ ډېر خلک به د هغوی په غیراخلاقي لارو روان شي او د هغوی له امله به د عدالت لاره بدنامه شي. ۳ دا دروغجن استاذان به د خپل حرص له امله د هغو کیسو په ویلو سره چې له ځانه یې جوړې کړې دي، ستاسو څخه ګټه واخلي. خو خدای لا د پخوا نه دا پرېکړه کړې ده چې هغوی ته سزا ورکړي او د هغوی په تباه کولو کې به ځنډ رامنځته نه شي.
۴ ځکه خدای هغه فرښتې چې ګناه یې کړې وه بېسزا پرېنښودلې، بلکې دوزخ ته یې ولېږلې او په تیارو کندو کې یې واچولې چې په هغه ځای کې د قضاوت تر ورځې پورې وساتل شي. ۵ همدارنګه په پخوا زمانه کې یعنې د نوح د توفان نه مخکې هم خدای څوک بېسزا پرېنښودل، بلکې د هغه وخت په بېدینه خلکو یې سېلاب راوست او یوازې نوح یې چې د خدای د عدالت وعظ کوونکی ؤ، د نورو اوو کسانو سره خوندي وساتل. ۶ وروسته بیا خدای د سدوم او عموره ښارونو ته سزا ورکړه او هغه یې په اور باندې له منځه یووړل او په ایرو یې بدل کړل، ترڅو د راتلونکې زمانې د بېدینه خلکو دپاره عبرت وي. ۷ خو خدای لوط چې نېک سړی ؤ او د بدکاره خلکو د غیر اخلاقي چلند څخه تنګ شوی ؤ، وژغوره. ۸ ځکه چې هغه نېک سړی چې د هغوی په منځ کې اوسېده، د هغه پاک زړه به هره ورځ د هغوی د بدو کارونو په لیدلو او اورېدلو ځورېده. ۹ نو څښتن پوهیږي چې څنګه دینداره خلک د خپلو ازمېښتونو څخه خلاص کړي او بدکاره خلکو ته د قضاوت تر ورځې پورې په پرله پسې توګه سزا ورکړي، ۱۰ په ځانګړې توګه هغه خلک چې د جسماني ناپاکو غوښتنو پسې ګرځي او د خدای واک او اختیار سپک ګڼي.
دا د دروغجنو استاذانو بېپروایي او غرور دی چې اسماني روحاني موجوداتو ته د کفر ویلو څخه نه وېریږي. ۱۱ سره له دې چې فرښتې د دې دروغجنو استاذانو څخه ډېرې قوي او غښتلې دي، خو د څښتن په حضور کې په سپکو خبرو سره هغوی نه ملامتوي. ۱۲ دا خلک د بېشعوره ځناورو په شان د دې دپاره پیدا شوي دي چې ونیول شي او ووژل شي. د کومو شیانو څخه چې خبر نه دي د هغو په هکله سپکې سپورې وایي. نو هغوی به د ځنګلي ځناورو په شان تباه شي. ۱۳ د نورو خلکو سره چې هغوی کومه بدي کړې ده، نو په بدل کې به یې بدي وویني. هغوی په رڼا ورځ د عیاشۍ نه خوند اخلي. دروغجن استاذان بېشرمه او بېعزته خلک دي. کله چې هغوی ستاسو سره په مېلمستیا کې کښېني، نو ستاسو د بدنامۍ سبب ګرځي، ځکه چې هغوی په خپلې غولونې باندې خوشحالیږي. ۱۴ هغوی ښځو ته د زنا په سترګو ګوري او هېڅکله د ګناه څخه لاس نه اخلي. هغوی هغه کسان چې په خپل ایمان کې ټینګ نه دي، په دام کې رانیسي. د هغوی زړونه په حرص اموخته شوي دي او په هغوی د خدای لعنت دی. ۱۵ هغوی سمه لاره پریښې ده او بېلارې شوي دي او د بعور د زوی بلعام په لاره روان دي چا چې د هغو پیسو سره مینه لرله چې په بدو کارونو یې ګټلې. ۱۶ خو بلعام د خپلو بدو کارونو په خاطر ورټل شو. ځکه چې یو خره د انسان په ژبه خبرې وکړې او هغه نبي یې د لېونتوب د کارونو څخه منع کړ.
۱۷ دا خلک د وچو چینو په شان دي او د هغو ورېځو په شان دي چې باد یې وړي راوړي. خدای د هغوی دپاره په تورو تیارو کې ځای تیار کړی دی. ۱۸ هغوی لافې وهي او بېعقلې خبرې کوي. او د جسماني غوښتنو څخه په کار اخیستلو سره هغه خلک په دام کې رانیسي چې همدااوس د هغو خلکو څخه تښتېدلي دي چې په ګمراهۍ کې ژوند تېروي. ۱۹ هغوی ته د ازادۍ وعده ورکوي، خو حال دا چې په خپله د فساد غلامان دي، ځکه څوک چې د کوم شي تابع وي، نو د هغه غلام هم دی. ۲۰ ځکه کله چې هغوی زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح د پېژندنې په وسیله د دې نړۍ د ناپاکیو څخه خلاص شول او بیا وروسته په هغو ناپاکیو کې راګېر او هغوی یې لاندې کړل، نو د هغوی وروستنی حال به د اول نه هم ډېر بد وي. ۲۱ ځکه چې د هغوی دپاره به دا ښه وای چې هېڅکله یې د عدالت لاره نه وای پېژندلې، له دې نه چې ویې پېژني او د هغه سپېڅلي حکم څخه مخ واړوي چې ورته ورکړل شوی دی. ۲۲ د هغوی سره چې څه وشول نو دا متل یې په هکله رښتیا کیږي: «سپی خپلې کانګې بېرته څټي.» او «لمبول شوی خوګ بېرته په خټو کې رغړي.»