فصل قبلی

د پطروس رسول دوهم لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱دا لیک د شمعون پطروس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګار او رسول دی، هغو خلکو ته چې زمونږ د خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د عدالت په وسیله یې زمونږ په شان قیمتي ایمان تر‌لاسه کړی دی.

۲د خدای او زمونږ د څښتن عیسی د پېژندلو له امله دې په تاسو باندې ډېر زیات فضل او سلامتي وي.

د خدای بلنه او غوره کول

۳د څښتن الهي قدرت مونږ ته هرڅه چې د دیندارۍ د ژوند تېرولو دپاره ورته اړتیا لرو، راکړي دي. مونږ دا هرڅه د هغه چا په پېژندلو سره تر‌لاسه کړي دي چې مونږ یې د خپل جلال او نېکۍ په وسیله رابللي یو. ۴د همدې شیانو په وسیله هغه زمونږ سره ډېرې لویې او ارزښتناکې وعدې کړې دي چې د دې وعدو په وسیله تاسو کولای شئ د هغه فساد څخه چې په نړۍ کې شته او د بدو غوښتنو څخه پیدا کیږي، وتښتئ او د هغه په الهي ذات کې شریک شئ. ۵له دې امله پوره کوښښ وکړئ چې خپل ایمان په نېکۍ او په نېکۍ سره د خدای پېژندنه، ۶او د خدای په پېژندې سره په خپل نفس باندې واک لرل او په خپل نفس باندې په واک لرلو سره په صبر او زغم، صبر او زغم په دیندارۍ، ۷او دینداري د ورورولۍ په مینه او د ورورولۍ مینه په پاکه مینه کامله کړئ. ۸که چېرې په تاسو کې دا صفتونه موجود وي او په هغو کې وده وکړئ، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په پېژندګلوۍ کې به اغېزناک او ګټور اوسئ. ۹خو که په چا کې دا صفتونه نه وي، نو هغه لنډ نظری او ړوند دی او د خپلو پخوانیو ګناهونو څخه پاکېدل یې هېر کړي دي. ۱۰نو ای خویندو او ورونو! ډېر کوښښ وکړئ چې دا ثابته کړئ چې تاسو په رښتیا سره د هغو خلکو څخه یئ چې خدای رابللي او غوره کړي دي. که داسې وکړئ، نو تاسو به هېڅکله بې‌ایمانه نه شئ او ګناه به نه کوئ. ۱۱نو په دې ډول به تاسو زمونږ د څښتن او خلاصوونکی عیسی مسیح تلپاتې پاچاهۍ ته په عزت سره وردننه شئ.

۱۲نو زه به تل تاسو ته دا شیان در په یادوم، سره له دې چې تاسو ورباندې پوهېږئ او په هغه حقیقت باندې چې تاسو ته ښودل شوی دی، ټینګ ولاړ یئ. ۱۳نو ځکه زه لازم ګڼم چې ترڅو پورې چې ژوندی یم، نو تاسو به هڅوم چې دا شیان په یاد وساتئ. ۱۴زه پوهېږم چې ډېر زر به خپل فاني وجود له لاسه ورکړم لکه څنګه چې زمونږ څښتن عیسی مسیح ماته ښکاره ویلي دي. ۱۵نو زه به پوره کوښښ وکړم چې زما د مرګ نه وروسته به تاسو تل دا خبرې په یاد وساتئ.

د مسیح د جلال شاهدان

۱۶کله چې مونږ تاسو خبر کړئ چې زمونږ څښتن عیسی مسیح به څنګه په قدرت سره راځي، نو مونږ هغو نکلونو پسې چې په ځیرکۍ سره جوړ شوي دي ونه ګرځېدلو، بلکې مونږ په خپلو سترګو د هغه لویي لیدلې ده. ۱۷کله چې پلار خدای هغه ته عزت او جلال ورکړ، مونږ هلته وو. په هغه وخت کې د خدای د بې‌شانه جلال څخه یو اواز راغی چې ویل یې: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.» ۱۸کله چې مونږ د هغه سره په سپېڅلي غره کې وو، نو دا اواز مو واورېد چې د اسمان نه راغی.

۱۹نو زمونږ باور په هغه پیغام باندې چې د پیغمبرانو له خوا اعلان شوی ؤ، نور هم زیات شو. نو دا به ښه وي چې تاسو هغه پیغام ته زیات پام وکړئ، ځکه چې دا د هغې ډېوې په شان دی چې په تیاره کې ځلیږي، ترڅو سهار شي او د سهار ستوری ستاسو په زړونو کې وځلیږي. ۲۰خو د هرڅه نه مخکې باید په دې پوه شئ چې هېڅ پیغمبر نه شي کولای چې له خپله ځانه د خدای د کلام څخه کوم پیغام تفسیر کړي. ۲۱ځکه چې د پیغمبرانو پیغام د انسان په اراده نه دی راغلی، بلکې هغوی د روح القدس تر اغیزې لاندې د خدای له خوا خبرې کړې دي.

فصل قبلی