فصل بعدی

د پطروس رسول دوهم لیک

درېم فصل

د څښتن د راتللو ورځ

۱ګرانو دوستانو! دا دوهم لیک دی چې تاسو ته یې لیکم. په دواړو لیکونو کې مې هڅه کړې ده چې د دې شیانو په یادولو سره ستاسو په ذهنونو کې پاک خیالونه رابېدار کړم. ۲زه غواړم تاسو ته هغه خبرې چې مخکې سپېڅلو پیغمبرانو درته کړې دي او زمونږ د څښتن او خلاصوونکي هغه حکم در په یاد کړم چې د خپلو رسولانو په وسیله یې درکړی دی. ۳د هرڅه نه مخکې باید تاسو خبر شئ چې په اخرنیو ورځو کې به داسې مسخره خلک راپیدا شي چې د خپلو بدو غوښتنو سره سم به ژوند تېروي او په تاسو باندې به ملنډې وهي. ۴هغوی به وایي: «هغه چا چې وعده کړې ده چې راځي، هغه وعده څه شوه؟ ځکه د کوم وخت نه چې زمونږ نیکونه مړه شوي دي، نو هرڅه هماغسې روان دي لکه څنګه چې د نړۍ د پیدایښت له وخته روان وو.» ۵هغوی په قصدي ډول دا هېروي چې ډېر پخوا خدای حکم وکړ او اسمانونه پیدا شول. او د خدای د حکم په وسیله ځمکه د اوبو څخه بېل شوه او د اوبو نه وچه ځمکه رامنځته شوه. ۶همدارنګه د اوبو یعنې د سېلاب د اوبو په وسیله هغه پخوانۍ نړۍ د اوبو لاندې ډوبه او تباه شوه. ۷خو موجوده اسمانونه او ځمکه د خدای د هماغه حکم په وسیله ساتل شوي دي، ترڅو هغه د اور په وسیله له منځه یوسي. هغه اسمانونه او ځمکه به تر هغې ورځې پورې وساتل شي چې د بې‌دینه خلکو په هکله قضاوت وشي او هغوی تباه شي.

۸خو ګرانو دوستانو! یوه خبره مه هېروئ چې د څښتن په نظر کې یوه ورځ د زرو کلونو او زر کلونه د یوې ورځې په شان دي. ۹څښتن په خپله وعده کې ځنډ یا سستي نه کوي لکه څنګه چې ځینې خلک یې ځنډ ګڼي. هغه تاسو ته صبر کوي، ځکه نه غواړي چې څوک تباه شي، بلکې غواړي چې ټول د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي. ۱۰خو د څښتن ورځ به لکه د غل د راتلو په شان راځي. په هغه ورځ به اسمانونه په یو هیبتناکه اواز له سترګو پناه شي، اسماني موجودات به وسوځي او له منځه به لاړ شي او ځمکه او هرڅه چې په هغې کې دي هغه به له منځه لاړ شي. ۱۱نو څرنګه چې دا ټول شیان په دې ډول له منځه تلونکي دي نو تاسو باید څه ډول اوسئ؟ تاسو باید پاک او په دیندارۍ کې ژوند تېر کړئ. ۱۲د خدای د ورځې راتګ ته سترګې په لاره اوسئ چې زر راشي. په هغه ورځ به اسمانونه وسوځي او له منځه به لاړ شي او اسماني موجودات به د ګرمۍ له لاسه ویلي شي. ۱۳خو مونږ د خدای د وعدې له مخې د نویو اسمانونو او ځمکې انتظار کوو چې په هغو کې به عدالت ټینګ شي.

۱۴نو ګرانو دوستانو! څرنګه چې تاسو د هغې ورځې انتظار کوئ، نو ډېر کوښښ وکړئ چې د خدای په نظر کې پاک او بې‌عیبه اوسئ او په سوله او سلامتي کې خپل ژوند تېر کړئ. ۱۵زمونږ د څښتن صبر یو خلاصون وګڼئ، لکه څنګه چې زمونږ ګران ورور پولوس هم د هغه حکمت له مخې چې خدای ورته ورکړی دی تاسو ته لیکلي دي. ۱۶هغه په خپلو ټولو لیکونو کې د دې شیانو په هکله خبرې کوي. په هغو کې ځینې داسې خبرې شته چې پوهېدل ورباندې ګران دي او ناپوهه او بدلېدونکي خلک هغه د پیغمبرانو د نورو لیکنو په شان غلط تعبیروي، نو هغوی په خپلو ځانونو باندې تباهي راولي.

۱۷ګرانو دوستانو! خو تاسو له مخکې نه خبر یئ، نو پام کوئ، هسې نه چې د بې‌اصوله خلکو د غلط تعلیم له امله بې‌لارې شئ او خپل استقامت او په ایمان کې ټینګوالی د لاسه ورکړئ. ۱۸بلکې زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح په فضل او پېژندنه کې پرمختګ وکړئ. ثنا دې وي هغه ته اوس او تل ترتله. امین!

فصل بعدی