Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ له دې وروسته داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: «ایا زه د یهودا د ښارونو څخه یو ښار ته لاړ شم؟» څښتن ځواب ورکړ: «هو.» داود پوښتنه وکړه: «کوم یو ښار ته لاړ شم؟» څښتن وویل: «حبرون ته.» ۲ نو داود خپلې دوه ښځې، یزرعیلي اخینوعم او د نابال کرملي کونډه ابیجایل له ځان سره واخیستلې او حبرون ته لاړ. ۳ همدارنګه داود خپل کسان او د هغوی کورنۍ د ځان سره بوتلې او هغوی د حبرون په شاوخوا ښارونو کې ځای په ځای شول. ۴ وروسته د یهودا سړي حبرون ته راغلل او هلته یې داود د یهودا د پاچا په توګه غوره کړ.
کله چې داود واورېدل چې د جلعاد د یابیش خلکو شاوول ښخ کړی دی، ۵ هغه استازي ولېږل چې هغوی ته داسې ووایي: «څښتن دې تاسو ته برکت درکړي، ځکه چې تاسو خپله وفاداري خپل پاچا ته وښودله چې هغه مو ښخ کړ. ۶ څښتن دې ستاسو سره تلپاتې مینه او وفاداري وکړي او د هغه کار په خاطر چې تاسو کړی دی زه به هم ستاسو سره نېکي وکړم. ۷ اوس چې ستاسو پاچا شاوول مړ شوی دی او د یهودا خلکو زه د خپل پاچا په توګه غوره کړی یم، نو قوي او زړور اوسئ!»
۸ په دې وخت کې د شاوول د لښکرو قوماندان د نیر زوی ابنیر د شاوول زوی ایشبوشت د محنایم ښار ته چې د اردن د سیند بلې خواته ؤ، راوست. ۹ په هغه ځای کې ابنیر ایشبوشت د جلعاد، یزرعیل، اشیر، افرایم او بنیامین په سیمو باندې، یعنې په ټولو اسراییلو یې پاچا کړ. ۱۰ هغه د څلوېښتو کالو په عمر ؤ چې د اسراییلو پاچا شو او دوه کاله یې پاچاهي وکړه. خو د یهودا قبیله داود ته وفاداره وه. ۱۱ داود په حبرون کې د یهودا په قبیلې باندې اووه نیم کاله پاچاهي وکړه.
۱۲ ابنیر د ایشبوشت د کسانو سره یوځای د محنایم څخه جبعون ښار ته لاړل. ۱۳ د داود کسان د زرویه زوی یعنې یوآب په مشرۍ ووتل او دواړه ډلې د جبعون د ډنډ سره یو د بل سره مخامخ شوې. یوه ډله د ډنډ یوې خواته او بله ډله د ډنډ بلې خواته کښېناستله. ۱۴ ابنیر یوآب ته وړاندیز وکړ: «راځئ چې د دواړو خواو څخه ځوانان راولو چې زمونږ په مخکې وجنګیږي، هر سړی د بل سړي په وړاندې.» یوآب ځواب ورکړ: «سمه ده.» ۱۵ نو ځوانان ودرېدل او وشمېرل شول، دولس تنه د بنیامین د قبیلې او د ایشبوشت څخه او دولس تنه د داود د کسانو څخه. ۱۶ هر سړي خپل سیال له ویښتانو رانیوه او خپله توره یې د هغه په اړخ کې منډله، ترڅو هغه ټول څلورویشت تنه سره یوځای وغورځېدل او مړه شول. نو هغه ځای د تورو د میدان په نوم یاد شو. ۱۷ د دې پسې بله جګړه ډېره سخته وه، د ابنیر او د اسراییلو عسکرو ته د داود د عسکرو له خوا ماتې ورکړای شوه.
۱۸ د زرویه درې زامن، یعنې یوآب، ابیشای او عساهیل په هغه ځای کې وو. عساهیل چې د هوسۍ په شان تېزې منډې وهلې ۱۹ د ابنیر په تعقیبولو یې پیل وکړ او په مستقیمه توګه یې په هغه پسې منډې وهلې. ۲۰ ابنیر شاته وکتل او ویې ویل: «ای عساییله، دا ته یې؟» هغه ځواب ورکړ: «هو.» ۲۱ ابنیر وویل: «بس کړه! ما مه تعقیبوه! د عسکرو څخه یو راونیسه او وسلې او زغره ورڅخه واخله.» خو عساهیل د هغه د تعقیبولو څخه لاس وانخیست. ۲۲ ابنیر یوځل بیا عساهیل ته خبرداری ورکړ: «بس کړه! ما مه تعقیبوه! زه نه غواړم تا ووژنم. زه به څنګه ستا ورور یوآب ته وګورم؟» ۲۳ خو عساهیل د هغه خبره ونه منله، نو بیا ابنیر د خپلې نېزې بېخ د عساهیل په ګېډه ورننه ایست او نېزه د هغه له شا څخه ووتله. هغه هلته پرېوت او ځای په ځای مړ شو او هر سړی چې به هغه ځای ته چې عساهیل په کې مړ پروت ؤ راغی، نو وبه درېده.
۲۴ خو یوآب او ابیشای په ابنیر پسې شول. څنګه چې هغوی د امه غونډۍ ته چې جیح ته مخامخ وه او د جبعون د دښتې په لاره کې وه ورسېدل، لمر پرېوت. ۲۵ د بنیامین د قبیلې خلک یوځل بیا د ابنیر په شاوخوا راټول شول او د یوې غونډۍ دپاسه ودرېدل. ۲۶ ابنیر یوآب ته نارې کړې: «ایا مونږ به تل جنګېږو؟ ایا ته نه پوهېږې چې دا به په تریخوالي پای ته ورسیږي او پای به یې ښه نه وي؟ ولې خپلو کسانو ته امر نه کوې چې د خپلو ورونو د تعقیبولو څخه لاس واخلي؟» ۲۷ یوآب ځواب ورکړ: «زه د ژوندي خدای په نوم قسم خورم که دا خبره دې نه وای کړې، نو زما کسانو به تر سبا سهاره پورې تاسو تعقیبولئ.» ۲۸ نو یوآب خپلو کسانو ته د نښې په توګه سرنی وواهه چې د اسراییلیانو د تعقیبولو څخه لاس واخلي، نو جنګ ودرېده.
۲۹ ابنیر او د هغه کسانو هغه ټوله شپه د اردن په دره کې مزل وکړ. هغوی د اردن له سیند څخه تېر شول، په راتلونکې ورځ یې تر غرمې پورې لاره ووهله او بېرته محنایم ته ورسېدل. ۳۰ کله چې یوآب د ابنیر تعقیبول پرېښودل، خپل ټول کسان یې راټول کړل. پرته له عساهیل څخه د داود د کسانو نولس تنه ورک شوي وو. ۳۱ خو د داود کسانو د بنیامین د قبیلې درې سوه شپېته تنه چې د ابنیر سره وو، وژلي وو. ۳۲ یوآب او د هغه کسانو د عساهیل مړی واخیست او په بیت لحم کې یې د هغه د پلار په هدیره کې ښخ کړ. بیا هغوی ټوله شپه لاره ووهله او سهار وختي حبرون ته ورسېدل.