د دوهم سموییل کتاب

درېم فصل

۱ د شاوول د کورنۍ د پلویانو او د داود د پلویانو ترمنځ د اوږدې مودې دپاره جنګ روان ؤ. څنګه چې داود قوي کېده، هغومره د شاوول پلویان کمزوري کېدل.

د داود هغه زامن چې په حبرون کې زېږېدلي وو

۲ د داود هغه زامن چې په حبرون کې زېږېدلي وو: مشر یې امنون، د یزرعیلي اخینوعم زوی، ۳ دوهم یې کیلاب، د کرملي نابال د کونډې ابیجایل زوی او درېم یې ابشالوم، د معکې زوی چې د جشور د پاچا تلمای لور وه، ۴ څلورم یې ادونیا د حجیت زوی، پنځم یې شفطیا د ابیطال زوی ۵ او شپږم یې یترعام، د عجلې زوی ؤ. هغه هم د داود ښځه وه.

ابنیر د داود سره یوځای کیږي

۶ د داود او د شاوول د کورنیو ترمنځ د جګړې په دوران کې ابنیر د شاوول د پیروانو په منځ کې خپل دریځ قوي کاوه. ۷ یوه ورځ د شاوول زوی ایشبوشت په ابنیر باندې تور ولګاوه چې د شاوول د وینځو څخه د یوې وینځې سره چې رصفه نومېدله او د ایه لور وه، یوځای شوی دی. ۸ ابنیر په دې خبرې باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل: «ستا خیال دا دی چې زه به د شاوول سره خیانت وکړم؟ د شروع څخه زه ستا د پلار شاوول کورنۍ ته، د هغه ورونو او د هغه ملګرو ته وفادار وم. ته مې د داود لاس ته ونه سپارلې، خو سره له دې په ما باندې د دې ښځې سره د بد کار کولو تور لګوې! ۹‏-۱۰ څښتن د داود سره لوظ کړی ؤ چې هغه به د شاوول د کورنۍ څخه پاچاهي واخلي او داود به د اسراییلو او د یهودا پاچا کړي، هغه به د دان څخه تر بیرشبع پورې پاچاهي وکړي. نو څښتن دې ما ووژني که ما دا خبره رښتیا نه کړه!» ۱۱ ایشبوشت جرات ونه کړ چې ابنیر ته بله خبره وکړي، ځکه چې د هغه څخه وېرېده.

۱۲ نو ابنیر داود ته چې په هغه وخت کې په حبرون کې ؤ، استازي ولېږل چې داسې ورته ووایي: «پوهېږې چې د دې هېواد خاوند څوک دی؟ زما سره تړون وکړه او زه به ستا سره مرسته وکړم چې ټول اسراییل ستا خواته راواړوم.» ۱۳ داود ومنله او ویې ویل: «ډېر ښه، زه ستا سره تړون کوم، خو په یو شرط، ترڅو لومړی د شاوول لور میکال د ځان سره ماته رانه ولې، زه ستا سره نه مخامخ کېږم.» ۱۴ همدارنګه داود ایشبوشت ته هم استازي ولېږل چې ورته ووایي: «زما ښځه میکال بېرته ماته راکړه، ځکه چې ما د هغې سره د واده کولو په خاطر د سلو فلسطینیانو د سنتۍ پوستکي ورکړي دي.» ۱۵ نو ایشبوشت څو کسان ولېږل چې میکال د هغې د مېړه فلتییل څخه چې د لایش زوی ؤ، واخلي. ۱۶ فلتییل د بحوریم تر ښاره پورې په ټوله لاره کې ژړل او په هغې پسې روان ؤ. خو کله چې ابنیر وویل: «بېرته کور ته لاړ شه!» نو هغه بېرته خپل کور ته ستون شو.

۱۷ ابنیر د اسراییلو د مشرانو سره مشوره وکړه او ویې ویل: «تاسو د ډېرې مودې راهیسې غوښتل چې داود ستاسو پاچا شي. ۱۸ اوس دا موقع رارسېدلې ده، دا په یاد ساتئ چې څښتن د داود سره وعده کړې وه: زه به ستا په وسیله خپل قوم اسراییل د فلسطینیانو او د هغوی د نورو ټولو دښمنانو څخه وژغورم.» ۱۹ ابنیر د بنیامین د قبیلې د خلکو سره هم خبرې وکړې. له هغې وروسته هغه حبرون ته لاړ چې د بنیامین د خلکو او نورو اسراییلیانو پرېکړه داود ته ووایي.

۲۰ کله چې ابنیر د خپلو شلو کسانو سره داود ته چې په حبرون کې ؤ ورغی، داود هغوی ته مېلمستیا تیاره کړه. ۲۱ په هغه وخت کې ابنیر داود ته وویل: «اعلیحضرته! اجازه راکړئ چې لاړ شم او ټول اسراییلیان ستاسو حضور ته راټول کړم. هغوی به ستاسو سره یو تړون وکړي او تاسو به په ټول هېواد باندې پاچاهي وکړئ، څنګه چې تاسو یې غواړئ.» نو داود ابنیر رخصت کړ او هغه په سلامتۍ سره لاړ.

یوآب ابنیر قتلوي

۲۲ په همدې وخت کې یوآب او د داود عسکر د یرغل کولو څخه راستانه شول او هغوی ډېر لوی غنیمت د ځان سره راوړ. خو ابنیر نور د داود سره په حبرون کې نه ؤ، ځکه چې داود هغه په سلامتۍ سره استولی ؤ. ۲۳ کله چې یوآب د خپلو عسکرو سره راورسېد، هغه خبر شو چې ابنیر داود پاچا ته راغلی ؤ او پاچا هغه په سلامتۍ سره استولی دی. ۲۴ نو یوآب پاچا ته ورغی او ورته ویې وویل: «څه دې وکړل؟ ګوره، ابنیر تاته راغی تا ولې هغه پرېښود چې لاړ شي؟ اوس هغه تللی دی! ۲۵ ته ابنیر ښه پېژنې. هغه د دې دپاره راغلی ؤ چې تا وغولوي او ستا د ټولو حرکاتو او کارونو نه ځان خبر کړي.»

۲۶ بیا یوآب د داود څخه لاړ، په ابنیر پسې یې استازي ولېږل او هغه یې د سیره له څاه څخه بېرته راوست. خو داود خبر نه ؤ. ۲۷ نو کله چې ابنیر حبرون ته راستون شو، یوآب هغه د ښار په دروازه کې یوې خواته یووړ په دې بهانه چې د هغه سره پټې خبرې وکړي. هلته یوآب د خپل ورور عساهیل د وینې د بدل اخیستلو په خاطر د هغه ګېډه څیرې کړه او هغه یې په قتل ورساوه. ۲۸ کله چې داود دا خبر واورېد، ویې ویل: «څښتن پوهیږي چې زه او زما رعیت په پوره توګه د ابنیر د قتل څخه بې ګناه یو. ۲۹ د دې سزا دې په یوآب او د هغه په ټولې کورنۍ باندې راشي. زه ښېرا کوم چې د یوآب د اولادې څخه ځینې دې تل د سوزاک او یا د پوستکي په نورو مرضونو باندې اخته شي او یا هغوی دې ایزکان شي او یا دې په جنګ کې ووژل شي او یا دې له لوږې مړه شي.» ۳۰ په دې ډول یوآب او د هغه ورور ابیشای ابنیر قتل کړ، ځکه چې هغه د جبعون په جګړه کې د هغوی ورور عساهیل وژلی ؤ.

داود د ابنیر دپاره ویر کوي

۳۱ نو داود یوآب او د هغه ټولو کسانو ته امر وکړ: «خپل کالي وشلوئ، د ویر کالي واغوندئ او د ابنیر دپاره ویر وکړئ.» داود پاچا په خپله د جنازې پسې روان ؤ. ۳۲ هغوی ابنیر په حبرون کې ښخ کړ. پاچا په لوړ اواز سره د ابنیر په قبر باندې وژړل او نورو ټولو خلکو هم وژړل. ۳۳ داود پاچا د ابنیر دپاره دغه د ویر سندره وویله:

ولې دې مړ شي ابنیر د یو کم عقل په شان؟

۳۴ نه تړل شوي وو لاسونه ستا

او نه دې پښې وې تړل شوې زنځیرونو باندې

ته ووژل شوې د یو مجرم په شان

ټولو خلکو یوځل بیا د ابنیر دپاره وژړل.

۳۵ ټوله ورځ خلکو هڅه وکړه چې په داود باندې یو څه وخوري، خو هغه قسم وخوړ: «که زه د لمرپرېواته پورې څه شی وڅښم، نو خدای دې ما ووژني!» ۳۶ دې خبرو ته د خلکو پام شو او خوشحاله شول، په رښتیا سره څه چې پاچا کول ټول خلک په هغو باندې خوشحالېدل. ۳۷ نو په هغه ورځ د داود ټول کسان او د اسراییلو ټول قوم پوه شول چې پاچا د ابنیر په قتل کې لاس نه درلود. ۳۸ پاچا خپلو کسانو ته وویل: «ایا تاسو نه پوهېږئ چې نن په اسراییلو کې یو لوی مشر مړ شوی دی؟ ۳۹ که څه هم زه د خدای غوره کړای شوی پاچا یم، خو نن کمزوری یم. دا د زرویه زامن زما څخه ډېر زورور دي، څښتن دې دوی ته داسې سزا ورکړي لکه څنګه چې د هغې وړ دي!»