د دوهم سموئیل کتاب

دریم فصل

۱د شائول د کورنۍ د پلویانو او د داود د پلویانو ترمنځ د اوږدې مودې دپاره جنګ روان ؤ. څنګه چې داود قوي کېده، هغومره د شائول پلویان کمزوري کېدل.

د داود هغه زامن چې په حبرون کې زېږېدلي وو

۲د داود هغه زامن چې په حبرون کې زېږېدلي وو: مشر یې، امنون، د یزرعیلي اخینوعم زوی، ۳دوهم یې، کیلاب، د کرملي نابال د کونډې ابیجایل زوی او دریم یې، ابشالوم، د معکې زوی چې د جشور د پادشاه تلمای لور وه، ۴څلورم یې، ادونیا د حجیت زوی، پنځم یې، شفطیا د ابیطال زوی ۵او شپږم یې، یترعام، د عجلې زوی ؤ. هغه هم د داود ښځه وه.

ابنیر د داود سره یوځای کیږي

۶د داود او د شائول د کورنیو ترمنځ د جګړې په دوران کې، ابنیر د شائول د پیروانو په منځ کې خپل دریځ قوي کاوه.

۷یوه ورځ د شائول زوی ایشبوشت په ابنیر باندې تور ولګاوه چې د شائول د وینځو څخه د یوې وینځې سره چې رزفه نومېدله او د ایه لور وه یوځای شوی دی. ۸ابنیر په دې خبرې باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل: <ستا خیال دا دی چې زه به د شائول سره خیانت وکړم؟ د پیل څخه زه ستا د پلار شائول کورنۍ ته، د هغه ورونو او د هغه ملګرو ته وفادار وم. ته مې د داود لاس ته ونه سپارلې، خو سره له دې په ما باندې د دې ښځې سره د بد کار کولو تور لګوې! ۹‏-۱۰څښتن د داود سره لوظ کړی ؤ چې هغه به د شائول د کورنۍ څخه پادشاهي واخلي او داود به د اسراییلو او د یهودا پادشاه کړي، هغه به د دان څخه تر بئرشبع پورې پادشاهي وکړي. نو څښتن دې ما ووژني که ما دا خبره رښتیا نه کړه!> ۱۱ایشبوشت جرأت ونه کړ چې ابنیر ته بله خبره وکړي، ځکه چې د هغه څخه وېرېده.

۱۲نو ابنیر له خپلې خوا څخه استازي ولېږل چې داود ته داسې ووایي: <پوهېږې چې د دې هېواد خاوند څوک دی؟ زما سره تړون وکړه او زه به ستا سره مرسته وکړم چې ټول اسراییل ستا خواته راواړوم.>

۱۳داود ومنله او ویې ویل: <ډېر ښه، زه ستا سره تړون کوم، ولې په یو شرط، ترڅو لومړی د شائول لور میکال د ځان سره ماته رانه ولې زه ستا سره نه مخامخ کېږم.> ۱۴همدارنګه داود ایشبوشت ته هم استازي ولېږل چې ورته ووایي: <زما ښځه میکال بېرته ماته راکړه. ځکه چې ما د هغې سره د واده کولو په خاطر د سلو فلسطینیانو د سنتۍ پوستکي ورکړي دي.> ۱۵نو ایشبوشت څو نفره ولېږل چې میکال د هغې د میړه فلتئیل څخه چې د لایش زوی ؤ واخلي. ۱۶فلتئیل د بحوریم تر ښاره پورې په ټوله لاره کې ژړل او په هغې پسې روان ؤ. مګر کله چې ابنیر وویل: <بېرته کور ته لاړ شه!> نو هغه بېرته خپل کور ته ستون شو.

۱۷ابنیر د اسراییلو د مشرانو سره مشوره وکړه او ویې ویل: <تاسو د ډېرې مودې راهیسې غوښتل چې داود ستاسو پادشاه شي. ۱۸اوس دا موقع رارسېدلې ده، دا په یاد ساتئ چې څښتن د داود سره وعده کړې وه: زه به ستا په وسیله خپل قوم اسراییل د فلسطینیانو او د هغوی د نورو ټولو دښمنانو څخه وژغورم.> ۱۹ابنیر د بنیامین د قبیلې د خلکو سره هم خبرې وکړې. وروسته بیا هغه حبرون ته لاړ چې د بنیامین د خلکو او نورو اسراییلیانو تصمیم داود ته ووایي.

۲۰کله چې ابنیر د خپلو شلو نفرو سره داود ته چې په حبرون کې ؤ ورغی، داود هغوی ته میلمستیا تیاره کړه. ۲۱په هغه وخت کې ابنیر داود ته وویل: <اعلیحضرته! اجازه راکړئ چې لاړ شم او ټول اسراییلیان ستاسو حضور ته راټول کړم. هغوی به ستاسو سره یو تړون وکړي او تاسو به په ټول هېواد باندې پادشاهي وکړئ څنګه چې تاسو یې غواړئ.> نو داود ابنیر رخصت کړ او هغه په سلامتۍ سره لاړ.

یوآب ابنیر قتلوي

۲۲په همدې وخت کې یوآب او د داود عسکر د یرغل کولو څخه راستانه شول او هغوی ډېر لوی غنیمت له ځان سره راوړ. مګر ابنیر نور د داود سره په حبرون کې نه ؤ، ځکه چې داود هغه په سلامتۍ سره استولی ؤ. ۲۳کله چې یوآب د خپلو عسکرو سره راورسېد، هغه خبر شو چې ابنیر داود پادشاه ته راغلی ؤ او پادشاه هغه په سلامتۍ سره استولی دی. ۲۴نو یوآب پادشاه ته ورغی او ورته یې وویل: <څه دې وکړل؟ ګوره، ابنیر تاته راغی تا ولې هغه پرېښود چې لاړ شي؟ اوس هغه تللی دی! ۲۵ته ابنیر ښه پېژنې. هغه د دې دپاره راغلی ؤ چې تا وغولوي او ستا د ټولو حرکاتو او کارونو نه ځان خبر کړي.>

۲۶بیا یوآب د داود څخه لاړ، په ابنیر پسې یې استازي ولېږل او هغه یې د سیره له کوهي څخه بېرته راوست. مګر داود خبر نه ؤ. ۲۷نو کله چې ابنیر حبرون ته راستون شو، یوآب هغه د ښار په دروازه کې یوې خواته یووړ په دې بهانه چې د هغه سره پټې خبرې کوي. هلته یوآب د خپل ورور عساهیل د وینې د بدل اخیستلو په خاطر د هغه ګېډه څیري کړه او هغه یې په قتل ورساوه. ۲۸کله چې داود دا خبر واورېد ویې ویل: <څښتن پوهیږي چې زه او زما رعیت په بشپړه توګه د ابنیر د قتل څخه بې ګناه یو. ۲۹د دې سزا دې په یوآب او د هغه په ټولې کورنۍ باندې راشي. زه ښېرا کوم چې د یوآب د اولادې څخه ځینې دې تل د سوزاک او یا د پوستکي په نورو مرضونو باندې اخته شي او یا هغوی دې یزک شي او یا دې په جنګ کې ووژل شي او یا دې په لوږه اخته شي.> ۳۰په دې ډول یوآب او د هغه ورور ابیشای، ابنیر قتل کړ ځکه چې هغه د جبعون په جګړه کې د هغوی ورور عساهیل وژلی ؤ.

۳۱نو داود یوآب او د هغه ټولو نفرو ته امر وکړ: <خپل کالي وشلوئ، د ویر کالي واغوندئ او د ابنیر دپاره ویر وکړئ.> داود پادشاه په خپله د جنازې پسې روان ؤ. ۳۲هغوی ابنیر په حبرون کې ښخ کړ. پادشاه په لوړ اواز سره د ابنیر په قبر باندې وژړل او نورو ټولو خلکو هم وژړل. ۳۳داود پادشاه د ابنیر دپاره دغه د ویر سندره وویله:

<ولې دې مړ شي ابنیر د یو احمق په شانتې؟

۳۴نه ستا لاسونه تړل شوي وو

او نه دې پښې په ځنځیرونو تړل شوې وې

ووژل شوې ته د یو مجرم په څېر>

ټولو خلکو یو ځل بیا د ابنیر دپاره وژړل.

۳۵ټوله ورځ خلکو هڅه وکړه چې په داود باندې یو څه وخوري، مګر هغه قسم وخوړ: <که زه د لمرپرېواته پورې څه شی وڅکم نو خدای دې ما ووژني!> ۳۶خلک دې خبرې ته متوجه شول او خوشاله شول، په رښتیا سره څه چې پادشاه کول ټول خلک په هغو باندې خوشالېدل. ۳۷نو په هغه ورځ د داود ټول نفر او د اسراییلو ټول قوم پوه شول چې پادشاه د ابنیر په قتل کې لاس نه درلود. ۳۸پادشاه خپلو نفرو ته وویل: <آیا تاسو نه پوهېږئ چې نن په اسراییلو کې یو لوی مشر مړ شوی دی؟ ۳۹که څه هم زه د خدای غوره کړای شوی پادشاه یم، خو نن کمزوری یم. دا د زرویه زامن زما څخه ډېر زوراور دي، څښتن دې دوی ته داسې سزا ورکړي لکه څنګه چې د هغې وړ دي!>