فصل قبلی

د دوهم سموییل کتاب

لومړی فصل

داود د شاوول د مړینې څخه خبریږي

۱ د شاوول د مړینې څخه وروسته داود عمالیقیانو ته د ماتې ورکولو څخه راستون شو او دوه ورځې په صقلغ کې پاتې شو. ۲ په درېمه ورځ د شاوول د کمپ څخه یو ځوان سړی چې کالي یې شلېدلي او په سر باندې یې خاورې شیندلې، راغی. کله چې هغه داود ته ورغی، نو هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۳ داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: «د کوم ځای نه راغلې؟» هغه ځواب ورکړ: «زه د اسراییلو د نظامي کمپ څخه راتښتېدلی یم.» ۴ داود پوښتنه وکړه: «ماته ووایه چې په جګړه کې څه پېښ شول؟» هغه وویل: «اسراییلیان له جګړې څخه تښتېدلي دي، د هغوی څخه یو زیات شمېر ووژل شول. شاوول او د هغه زوی یوناتان هم ووژل شول.» ۵ نو داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ته څنګه پوه شوې چې شاوول او یوناتان مړه دي؟» ۶ هغه ځوان ځواب ورکړ: «زه د جلبوع په غره کې وم او ناڅاپه مې ولیدل چې شاوول په خپلې نېزې باندې تکیه کړې وه او د دښمن جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر هغه ته نژدې کېدل. ۷ په دې وخت کې هغه مخ راواړاوه، زه یې ولیدلم او ماته یې نارې کړې. ما ځواب ورکړ: امر وکړئ، ښاغلیه! ۸ هغه زما څخه پوښتنه وکړه: ته څوک یې؟ ما ځواب ورکړ: زه یو عمالیقی یم. ۹ هغه زما څخه هیله وکړه او وویل: راشه ما ووژنه او د دې رنځ نه مې خلاص کړه، سره له دې چې ډېر سخت درد لرم لا هم ژوندی یم. ۱۰ نو زه ورغلم او هغه مې وواژه، ځکه زه پوهېدم چې هغه سخت ژوبل دی او په هر حال هغه مړ کیږي. وروسته مې د هغه د سر څخه تاج او د مټ څخه کړۍ راواخیستل او ای باداره، تاسو ته مې راوړل.»

۱۱ نو داود او د هغه ټولو کسانو له غمه خپل کالي وشکول. ۱۲ هغوی د شاوول، یوناتان او د څښتن د قوم یعنې د اسراییلو دپاره ویر وکړ، ویې ژړل او تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله، ځکه چې په جګړه کې ډېر زیات کس وژل شوي وو. ۱۳ داود د هغه ځوان څخه چې ده ته یې خبر راوړی ؤ، پوښتنه وکړه: «ته د کوم ځای یې؟» هغه ځواب ورکړ: «زما پلار عمالیقی دی خو مونږ ستاسو په هېواد کې اوسېږو.» ۱۴ داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: «تا څنګه دا جرات کړی دی چې د څښتن غوره شوی پاچا ووژنې؟» ۱۵ بیا داود د خپلو کسانو څخه یو تن راوغوښت او ورته ویې ویل: «هغه ووژنه!» نو هغه یې وواهه او مړ شو. ۱۶ داود هغه عمالیقي ته وویل: «ستا خون دې ستا په خپله غاړه وي. تا په خپله ژبه اقرار وکړ چې د څښتن غوره شوی پاچا دې وواژه.»

د شاوول او یوناتان دپاره د داود د ویر سندره

۱۷ داود د شاوول او د هغه د زوی یوناتان دپاره دغه د ویر سندره وویله ۱۸ او امر یې وکړ چې د یهودا خلکو ته دې دغه د ویر سندره ورزده کړای شي چې د لیندې د ویر په نوم یادیږي. (دا سندره د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده.) سندره داسې ده:

۱۹ د اسراییلو په غونډیو باندې

له منځه لاړل زمونږ مشران

څنګه راپرېوتل هغه زړور عسکر

۲۰ مه کوئ جت کې دا اعلان

دا مه خپروئ د اشقلون کوڅو کې

هسې نه چې شي خوشحاله د فلسطینیانو ښځې

هسې نه چې شي خوشحاله د کافرانو لوڼې

۲۱ ای د جلبوع غرونو

ودې نه اوري په تاسو باندې پرخه یا باران

ستاسو پټي دې غلې دانې ونه کړي

ځکه چې هلته دی سپک شوی

د زړور جنګیالي سپر

نور به په تېلو نه شي غوړ د شاوول سپر

۲۲ وه وژونکې لینده د یوناتان

وه بې رحمه توره د شاوول

زورور یې مړه کول، دښمنان به یې وژل

۲۳ څومره ښکلي او څومره ګران وو

شاوول او یوناتان

ژوند او مرګ کې هم یوځای وو

وو تېز له عقابانو

وو قوي له زمریانو

۲۴ وژاړئ ای د اسراییلو ښځو د شاوول دپاره

هغه اغوستل تاسو ته ښکلي سره کالي

او سینګارول یې هغه د سرو زرو په ګاڼو

۲۵ څنګه مړه دا جنګیالي شول

هغوی ووژل شول جنګ کې

په غونډیو کې مړ پروت دی یوناتان

۲۶ یوناتانه زما وروره، ستا دپاره زه غمجن یم

ته په ما باندې ډېر ګران وې

عجیبه ستا محبت ؤ زما دپاره

ؤ محبت دې ډېر زیات تر محبت د ښځو

۲۷ څنګه دي راپرېوتلي جنګیالي

له منځه تللي دي وسلې د هغوی

فصل قبلی