Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ داسې وشول چې په جلجال کې یو لوچک سړی ؤ چې شبع نومېده او د بنیامیني بکري زوی ؤ. هغه سرنی وغږاوه او چیغې یې ووهلې:
برخه نه لرو مونږ په داود کې
میراث نه لرو مونږ زوی د یسي کې
ای اسراییلیانو لاړ شئ خپل کورونو ته
۲ نو ټولو اسراییلیانو داود پرېښود او د شبع پسې لاړل، خو د یهودا خلک د داود سره پاتې شول او د اردن د سیند څخه تر اورشلیمه پورې په هغه پسې روان وو.
۳ کله چې داود پاچا خپلې ماڼۍ یعنې اورشلیم ته ورسېده، هغه لس وینځې چې د ماڼۍ د ساتنې دپاره یې پریښې وې، هغوی یې په یو کور کې تر څارنې لاندې وساتلې. د هغوی اړتیاوې به یې پوره کولې، خو د هغوی سره یوځای نه شو. هغوی د مرګ تر ورځې پورې بندیانې وې او لکه د کونډو په شان اوسېدلې.
۴ پاچا عماسا ته حکم وکړ: «د یهودا سړي راوغواړه چې په درېو ورځو کې ماته راشي او ته خپله هم د هغوی سره حاضر شه.» ۵ نو عماسا لاړ چې د یهودا سړي راټول کړي، خو عماسا په هغه وخت چې پاچا ورته ټاکلی ؤ حاضر نه شو. ۶ نو پاچا ابیشای ته وویل: «شبع به مونږ ته د ابشالوم څخه زیات زیان ورسوي. زما کسان واخله او ورپسې لاړ شه، داسې نه شي چې هغه د قوي دېوالونو ځینې ښارونه ونیسي او زمونږ څخه وتښتي.» ۷ نو د یوآب سړي، کریتیان او فلیتیان چې د پاچا ساتونکي وو او ټول زړور جنګیالي د ابیشای تر امر لاندې ووتل. هغوی د اورشلیم څخه د شبع د تعقیبولو دپاره روان شول. ۸ کله چې هغوی په جبعون کې لوی ګټ ته ورسېدل، عماسا د دوی سره مخامخ شو. یوآب خپل عسکري کالي اغوستي وو او د کالیو دپاسه یې د هغې تورې تسمه چې په پوښ کې وه، تر ملا تړلې وه. څنګه چې هغه مخکې ورغی توره د پوښ څخه ووتله او ولوېدله. ۹ یوآب عماسا ته وویل: «ای وروره، ته څنګه یې؟» بیا یوآب په ښي لاس د عماسا ږیره ونیوله چې ښکل یې کړي. ۱۰ خو عماسا هغې تورې ته پام ونه کړ چې یوآب په بل لاس کې نیولې وه. یوآب توره د ده په ګېډه ومنډله او د هغه کلمې په ځمکه باندې توی شوې او عماسا په دې لومړي ګوزار سره ژوند له لاسه ورکړ.
بیا یوآب او د هغه ورور ابیشای د شبع پسې روان شول. ۱۱ د یوآب د کسانو څخه یو تن د عماسا په څنګ کې ودرېده او غږ یې وکړ: «هرڅوک چې د یوآب او داود پلویان دي هغوی دې د یوآب پسې روان شي!» ۱۲ عماسا په وینو کې رغړېده او د لارې په منځ کې پروت ؤ. د یوآب یو کس ولیدل چې هرڅوک چې به عماسا ته رسېده، نو هلته به ودرېده. نو هغه یې د لارې څخه پټي ته راوړ او پرده یې ورباندې واچوله. ۱۳ وروسته له دې چې عماسا د لارې څخه لېرې کړای شو، ټول کسان د یوآب سره روان شول چې شبع تعقیب کړي.
۱۴ شبع د اسراییلو د ټولو قبیلو د سیمو څخه تېر شو او د آبل بیت معکې ښار ته راغی. د بکریانو د طایفې ټول غړي سره راټول شول او د هغه سره ښار ته ننوتل. ۱۵ یوآب د خپلو ټولو لښکرو سره راغی او شبع یې په آبل بیت معکه کې کلابند کړ. هغوی د بهرني دېوال په وړاندې د خاورو ډېرۍ جوړې کړې او همدارنګه د دې دپاره چې هغوی دېوال راوغورځوي د دېوال لاندېنۍ برخه یې وکیندله. ۱۶ په هغه ښار کې یوه هوښیاره ښځه وه چې د دېوال څخه یې غږ وکړ: «واورئ! واورئ! یوآب ته ووایئ چې دلته راشي، زه غواړم چې هغه ته یوه خبره وکړم.» ۱۷ یوآب ورغی او هغې ورڅخه پوښتنه وکړه: «ایا یوآب تاسو یئ؟» هغه ځواب ورکړ: «هو، زه یم.» هغې وویل: «باداره! زما خبره واورئ.» هغه ځواب ورکړ: «زه یې اورم.» ۱۸ هغې وویل: «په پخوا زمانه کې به یې داسې ویل: لاړ شه او خپل ځواب د آبل په ښار کې تر لاسه کړه او موضوع به حل کېدله. ۱۹ زمونږ ښار په اسراییلو کې یو ډېر سوله ییز ښار دی او خلک یې وفادار دي. تاسو ولې د دې کوښښ کوئ چې داسې ښار له منځه یوسئ چې په اسراییلو کې د مور په شان دی؟ ایا تاسو غواړئ هغه څه چې د څښتن دي هغه وران کړئ؟» ۲۰ یوآب ځواب ورکړ: «هېڅکله نه! زه به هېڅکله ستاسو ښار وران نه کړم او نه به یې له منځه یوسم! ۲۱ دا زمونږ پلان نه دی. یو سړی چې شبع نومیږي او د بکري زوی دی او د افرایم د غرنۍ سیمې څخه دی د داود پاچا په وړاندې یاغي شوی دی. یوازې همدا یو سړی راوسپارئ، نو زه به ښار پرېږدم.» هغې وویل: «ډېر ښه، مونږ به د هغه سر د دېوال څخه تاسو ته درګوزار کړو.» ۲۲ بیا هغه ښځه د خپلې حکیمانه مشورې سره د ښار خلکو ته ورغله او هغوی د شبع سر پرې کړ او هغه یې یوآب ته وروغورځاوه. نو یوآب سرنی وغږاوه چې د هغه کسان ښار پرېږدي. هر یو خپل کور ته ستون شو، یوآب هم بېرته اورشلیم ته ستون شو او پاچا ته ورغی.
۲۳ یوآب د اسراییلو د ټولو لښکرو قوماندان ؤ او د یهویاداع زوی بنایاه د داود د ساتونکو مشر، یعنې د کریتیانو او فلیتیانو قوماندان ؤ. ۲۴ ادورام د بېګارۍ کارونو مشر ؤ او یهوشافاط د اخیلود زوی د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ. ۲۵ شیوا د دربار منشي ؤ، صادوق او ابیاتار کاهنان وو ۲۶ او یایري عیرا هم د داود کاهن ؤ.