Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د داود د پاچاهۍ په دوران کې قحطي راغله چې درې کاله یې دوام وکړ. نو داود په دې هکله د څښتن په حضور کې دعا وکړه او څښتن وویل: «شاوول او د هغه کورنۍ د قتل له امله ګناهکاران دي، ځکه چې هغه جبعونیان ووژل.» ۲ پاچا جبعونیان راوغوښتل او د هغوی سره یې خبرې وکړې.
جبعونیان د اسراییلو کومه برخه نه وه، بلکې هغه خلک وو چې د اموریانو څخه ژوندي پاتې شوي وو. اسراییلیانو قسم خوړلی ؤ چې هغوی به ژوندي پرېږدي، خو شاوول د هغه غیرت له امله چې یې درلود، هڅه وکړه چې هغوی له منځه یوسي، ځکه چې هغه غوښتل چې اسراییل او یهودا په ټوله ځمکه باندې واک ولري.
۳ داود د جبعونیانو څخه پوښتنه وکړه: «ستاسو دپاره څه وکړم؟ زه غواړم هغه ظلم چې ستاسو سره شوی دی د هغه تاوان درکړم، ترڅو تاسو د خدای د قوم دپاره برکت وغواړئ.» ۴ هغوی ځواب ورکړ: «مونږ د شاوول د کورنۍ څخه سره زر او سپین زر نه غواړو او مونږ دا حق نه لرو چې اسراییلیان ووژنو.» داود پوښتنه وکړه: «نو بیا څه غواړئ چې ستاسو دپاره یې وکړم؟» ۵ هغوی ځواب ورکړ: «شاوول دسیسه جوړه کړې وه چې مونږ تباه کړي، ترڅو مونږ په اسراییلو کې هېڅ ځای ونه لرو. ۶ نو د شاوول اووه زامن مونږ ته راکړئ. مونږ به هغوی په جبعه کې د څښتن په حضور کې په دار ځوړند کړو، یعنې د شاوول په ښار کې چې د څښتن غوره شوی پاچا ؤ.» پاچا ځواب ورکړ: «هغوی به تاسو ته وسپارم.»
۷ خو د هغه قسم له امله چې هغه او یوناتان یو د بل سره خوړلی ؤ، داود د یوناتان زوی او د شاوول لمسی مفیبوشت ژوندی پرېښود. ۸ خو پاچا د ایه د لور رصفې دوه زامن، ارموني او مفیبوشت چې د شاوول دپاره یې زېږولي وو، ونیول او همدارنګه د شاوول د لور میراب پنځه زامن چې هغې د محولاتي برزلای زوی عدر ییل دپاره زېږولي وو، هم ونیول. ۹ داود هغوی جبعونیانو ته وسپارل، هغوی یې په یوې غونډۍ باندې د څښتن په حضور کې په دار ځوړند کړل او هغه اووه واړه یو ځای مړه شول. دا د اوربشو د لو کولو پیل ؤ چې هغوی ووژل شول.
۱۰ د ایه لور رصفې زیږې ټوټې راواخیستلې، په یوه ګټ باندې یې د خپل ځان دپاره وغوړولې او هلته د لو کولو د پیل څخه د باران تر اورېدلو پورې پاتې شوه. د ورځې له خوا به هغې دا مړي د مرغانو څخه ساتل او د شپې له خوا به یې د وحشي حیواناتو څخه ساتل.
۱۱ کله چې داود خبر شو چې رصفه څه کړي دي، ۱۲ هغه لاړ او د شاوول او د هغه د زوی یوناتان هډوکي یې په جلعاد کې د یابیش د سړیو څخه واخیستل. (پخوا فلسطینیانو شاوول او یوناتان د جلبوع په غره کې وژلي وو او مړي یې په هماغه ورځ د بیت شان په عمومي چوک کې ځوړند کړي وو. د یابیش سړیو په پټه دغه مړي له هغه ځایه وړي وو.) ۱۳ داود د شاوول او د هغه د زوی یوناتان هډوکي د یابیش څخه راوړل، همدارنګه هغوی د هغو کسانو هډوکي هم راټول کړل چې په دار ځوړند شوي وو. ۱۴ بیا هغوی د شاوول او یوناتان هډوکي په صیله کې د بنیامین په سیمه کې د شاوول د پلار یعنې قیس په هدیره کې ښخ کړل او هرڅه چې پاچا ورته امر کړی ؤ، هغه یې وکړل. له هغې وروسته خدای د هغه هېواد دپاره د هغوی دعا قبوله کړه.
۱۵ یوځل بیا فلسطینیان د اسراییلیانو سره د جګړې دپاره راغلل. داود او د هغه سړي د هغو سره د مقابلې دپاره لاړل. د جنګ په دوران کې داود ستړی او ستومانه شو. ۱۶ نو یشبیبنوب چې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه ؤ، د هغه د نېزې وزن درې نیم کیلو ګرامه ؤ او نوې توره یې تر ملا تړلې وه، نیت یې درلود چې داود ووژني. ۱۷ خو د زرویه زوی ابیشای د داود د مرستې دپاره راغی. په هغه فلسطیني جنګیالي باندې یې حمله وکړه او ویې واژه. نو د داود کسانو هغه ته قسم ورکړ او ویې ویل: «له دې نه وروسته به زمونږ سره جنګ ته نه راځئ. تاسو د اسراییلو دپاره د څراغ په شان یئ او مونږ نه غواړو چې دا څراغ مړ شي.»
۱۸ د وخت په تېرېدلو سره د فلسطینیانو سره په جوب کې یوه بله جګړه وشوه. حوشاتي سبکای د رافا د لوړ قدو اولادې څخه یو تن چې ساف نومېده، وواژه. ۱۹ په جوب کې د فلسطینیانو سره په یوه بله جګړه کې د یاییر زوی الحانان چې د بیت لحم څخه ؤ جتي جلیات وواژه چې د هغه سره یوه نېزه وه چې د هغې لاستی د اوبدلو د دستګاه د میلې په شان ؤ. ۲۰ بیا په جت کې یوه بله جګړه وشوه. په هغه ځای کې یو ډېر غټ سړی ؤ چې لاسونو او پښو یې شپږ، شپږ ګوتې درلودلې چې ټولې څلورویشت ګوتې وې، هغه هم د رافا د لوړ قدو د اولادې څخه ؤ. ۲۱ کله چې هغه اسراییلیانو ته پېغور ورکړ، د داود وراره یوناتان چې د شمعي زوی ؤ، هغه وواژه.
۲۲ دغه څلور کسان په جت کې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه وو او هغوی د داود او د هغه د کسانو له خوا ووژل شول.