Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ نو دا د داود اخرنۍ خبرې دي:
د یسي د زوی داود خبرې
د هغه سړي خبرې چې خدای ورکړی
لوړ مقام ؤ ورته
چې ټاکلی هغه خدای ؤ د یعقوب
سندرغاړی چې ؤ خوږ د اسراییلو
۲ د څښتن روح کړلې خبرې زما په وسیله
ؤ کلام د هغه جاري زما په ژبه
۳ خبرې کړلې د اسراییلو خدای
وویل ماته د اسراییل ساتونکي
کله چې څوک په خلکو وکړي حکومت په عدل
کله چې وکړي حکومت د خدای له وېرې سره
۴ هغه په دوی باندې ځلېږي د سهار د رڼا په شان
لکه د لمر څرک چې ځلیږي په بې ورېځې سهار
لکه باران چې شنه کوي واښه په ځمکه باندې
۵ رښتیا، داسې چلند به کیږي زما د اولادې سره هم
خدای کړی دی زما سره لوظ، ښه تلپاتې لوظ
هرڅه سم دي تنظیم شوي سره
خپلې وعدې نه به هیڅکله په شا نه شي هغه
ټوله هيله ده همدا زما
دا یقیني ده چې خدای به وکړي مرسته ما سره
دا یقیني ده چې هغه به کړي تر سره دا ټول
۶ خو دي بدکاره خلک لکه اغزو په شان
چې غورځول کیږي لېرې
چې په لاسو راټولېدلی نه شي
۷ هرڅوک چې لمس کړي اغزي
کاروي هغه د اوسپنې سامان یا د نېزې لاستی
په کوم ځای کې چې پراته وي هغه
هلته سوځیږي به
۸ دا د داود د لښکرو درې نامتو جنګیالي وو: لومړی یې تحکموني یوشیب بشبت ؤ چې د دې زړورو مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې د اته سوه کسانو سره وجنګېده او هغوی ټول یې په یو وخت کې ووژل.
۹ دوهم یې العازار ؤ چې د دودو زوی ؤ او د اخوخ د طایفې څخه ؤ. یوه ورځ چې فلسطینیان د اسراییلو سره د جګړې دپاره راټول شوي وو، هغه او داود فلسطینیان د جګړې دپاره راوپارول. اسراییلیان بېرته په شا شول، ۱۰ خو العازار په میدان کې ودرېده او تر هغې پورې د فلسطینیانو سره وجنګېده چې لاس یې دومره شخ شو چې هغه نه شو کولای د خپلې تورې څخه یې لېرې کړي. په دغه ورځ څښتن اسراییلیانو ته لوی بری ورکړ. وروسته له هغې چې دا هرڅه پای ته ورسېدل، اسراییلیان هغه ځای ته راستانه شول چې العازار په کې ؤ، خو یوازې د دې دپاره چې وژل شوي عسکر لوټ کړي.
۱۱ درېم یې شمه د حراري اجي زوی ؤ. فلسطینیان په لحي کې چېرته چې د نسکو پټی ؤ، راټول شول. اسراییلیان د فلسطینیانو څخه وتښتېدل، ۱۲ خو شمه د پټي په منځ کې ټینګ ودرېده، د هغه څخه یې دفاع وکړه او فلسطینیان یې ووژل. په دغه ورځ څښتن اسراییلیانو ته لوی بری ورکړ.
۱۳ یوځل د لو د پیل کېدلو وخت نژدې ؤ چې د داود د دېرشو افسرانو څخه درې تنه د عدولام سمڅې ته چې داود په کې ؤ ورغلل، په هغه وخت کې د فلسطینیانو یوې ډلې د رفاییم په دره کې خېمې ودرولې وې. ۱۴ داود هغه وخت په خپل خوندي ځای کې ؤ او د فلسطینیانو یوې ډلې بیت لحم نیولی ؤ. ۱۵ داود ارمان وکړ او ویې ویل: «کاشکې څوک د هغې څاه څخه چې د بیت لحم دروازې ته نژدې دی، ماته اوبه راوړي.» ۱۶ نو هغو درېو زړورو کسانو د فلسطینیانو کرښې ماتې کړې، د څاه څخه یې اوبه راوویستلې او داود ته یې راوړلې، خو داود هغه ونه څښلې او هغه یې د نذرانې په توګه څښتن ته توی کړې. ۱۷ داود وویل: «ای څښتنه، زه دا هېڅکله نه شم څښلی! دا به د هغو کسانو د وینو د څښلو په شان وي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ!» نو هغه دا اوبه ونه څښلې. دا د هغو درېو زړورو کسانو کارونه وو.
۱۸ ابیشای د یوآب ورور، چې مور یې زرویه وه، د دېرش کسیزې ډلې مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې د درې سوه کسانو سره وجنګېده او هغوی یې ووژل. نو په دې ډول هغه هم لکه د هغو درېو جنګیالیو په شان مشهور شو. ۱۹ که څه هم هغه په هغې دېرش کسیزې ډلې کې ډېر زیات مشهور او د هغوی مشر شو، خو د هغو درېو تنو په شان مشهور نه شو.
۲۰ بنایاه د یهویاداع زوی چې د قبصییل څخه ؤ، یو توریالی عسکر ؤ. هغه ډېر د زړورتوب کارونه کړي وو چې په هغو کې د دوو قوي موآبي جنګیالیو وژل شامل وو. یوځل هغه د واورې په ورځ یوې کندې ته ورښکته شو او یو زمری یې وواژه.
۲۱ همدارنګه هغه یو ډېر غټ مصری چې په نېزه باندې سمبال ؤ، وواژه. بنایاه په خپل ډانګ باندې په هغه حمله وکړه، د هغه مصري د لاس څخه یې نېزه واخیستله او هغه یې ورباندې وواژه.
۲۲ بنایاه داسې د زړورتوب کارونه وکړل چې د درېو جنګیالیو په شان مشهور شو.
۲۳ د هغه عزت د هغې دېرش کسیزې ډلې څخه ډېر زیات شو، خو په درېو جنګیالیو کې نه شمېرل کېده. داود هغه د خپلو ساتونکو مشر وټاکه.
۲۴ په دېرش کسیزه ډله کې دغه کسان وو:
دا ټول اووه دېرش کسان وو.