د دوهم سموئیل کتاب

درویشتم فصل

د داود اخرنۍ خبرې

۱ نو دا د داود اخرنۍ خبرې دي:

د یسي د زوی داود خبرې

د هغه سړي خبرې چې خدای لوړ مقام ورکړی ؤ

چې ټاکلی هغه خدای ؤ د یعقوب

سندرغاړی چې ؤ خوږ د اسراییلو

۲ <د څښتن روح خبرې زما په وسيله کولې

د هغه کلام جاري ؤ زما په ژبه

۳ د اسراییلو خدای خبرې کړلې

د اسراییل ساتونکي وویل ماته

کله چې څوک په خلکو وکړي حکومت په عدل

کله چې وکړي حکومت د خدای له وېرې سره

۴ په شان دی د سهار د رڼا وي چې لمر خاته کې

وي په سهار چې په بې ورېځو سهار

د هغې رڼا په شان چې راپیدا پس د باران شي

چې واښه راشنه کوي په ځمکه باندې

۵ رښتیا، همداسې چلند زما د اولادې سره به هم کیږي

خدای کړی زما سره دی لوظ ښه تلپاتې لوظ

هرڅه صحیح دي تنظیم شوي سره

هغه به هیڅکله د ژمنې خپلې شاته نه شي

زما همدغه تمنا ده ټوله

دا یقیني ده چې خدای ما سره به مرسته وکړي

دا یقیني ده چې هغه به دا ترسره کړي ټول

۶ خو دي بدکاره خلک په څېر د اغزو

غورزول کیږي چې د ځانه ځنی

چې په لاسو راټولېدلی نه شي

۷ هرڅوک چې اغزي لمس کړي

کاروي دی اوسپنیز سامان یا لاستی د نېزې

هلته به سوزیږي په کوم ځای چې وي پراته هغه>

د داود نامتو جنګیالي

(اول تواریخ ۱۱: ۱۰ - ۴۱)

۸ دا د داود د لښکرو درې نامتو جنګیالي وو: لومړی یې تحکموني یوشیب بشبت ؤ چې د دې زړورو مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې د اته سوه نفرو سره وجنګېده او هغوی ټول یې په یو وخت کې ووژل.

۹ دوهم یې العازار ؤ چې د دودو زوی ؤ او د اخوخ د خېل څخه ؤ. یوه ورځ چې فلسطینیان د اسراییلو سره د جګړې دپاره راغونډ شوي وو، هغه او داود فلسطینیان د جګړې دپاره راوپارول. اسراییلیان بېرته په شا شول، ۱۰ مګر العازار په میدان کې ودرېد او تر هغې پورې د فلسطینیانو سره وجنګېده چې لاس یې دومره شخ شو چې هغه نه شو کولی د خپلې تورې څخه یې لېرې کړي. په دغه ورځ څښتن اسراییلیانو ته لوی بری ورکړ. وروسته له هغې چې دا هرڅه پای ته ورسېدل اسراییلیان هغه ځای ته راستانه شول چې العازار په کې ؤ، مګر یوازې د دې دپاره چې وژل شوي عسکر لوټ کړي.

۱۱ دریم یې شمه د حراري آجي زوی ؤ. فلسطینیان په لحي کې چېرته چې د نسکو پټی ؤ راغونډ شول. اسراییلیان د فلسطینیانو څخه وتښتېدل، ۱۲ مګر شمه د پټي په منځ کې ټینګ ودرېد، د هغه څخه یې دفاع وکړه او فلسطینیان یې ووژل. په دغه ورځ څښتن اسراییلیانو ته لوی بری ورکړ.

۱۳ یو ځل د لو د پیل کېدلو وخت نژدې ؤ چې د داود د دېرشو افسرانو څخه درې تنه د عدولام سمڅې ته چې داود په کې ؤ ورغلل، په هغه وخت کې د فلسطینیانو یوې ډلې د رفائیم په دره کې خېمې ودرولې وې. ۱۴ داود هغه وخت په خپل محفوظ ځای کې ؤ او د فلسطینیانو یوې ډلې بیت لحم نیولی ؤ. ۱۵ داود ارمان وکړ او ویې ویل: <کاشکې څوک د هغه کوهي څخه چې د بیت لحم دروازې ته نژدې دی ماته اوبه راوړي.> ۱۶ نو هغو دریو زړورو نفرو د فلسطینیانو کرښې ماتې کړې، د کوهي څخه یې اوبه راوویستلې او داود ته یې راوړې، مګر داود هغه ونه څښلې او هغه یې د نذرانې په توګه څښتن ته توی کړې. ۱۷ داود وویل: <ای څښتنه، زه دا هیڅکله نه شم څښلی! دا به د هغو نفرو د وینو د څښلو په شان وي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ!> نو هغه دا اوبه ونه څښلې.

د هغو دریو زړورو نفرو اتلولي دارنګه وه.

۱۸ ابیشای د یوآب ورور، چې مور یې زرویه وه، د دېرش کسیزه ډلې مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې د درې سوه نفرو سره وجنګېد او هغوی یې ووژل. نو په دې توګه هغه هم لکه د هغو دریو جنګیالیو په شان مشهور شو. ۱۹ که څه هم هغه په هغې دېرش کسیزې ډلې کې ډېر زیات مشهور او د هغوی مشر شو، مګر د هغو دریو تنو په شان مشهور نه شو.

۲۰ بل توریالی عسکر بنایاه د یهویاداع زوی ؤ چې د قبصئیل څخه ؤ. هغه ډېر د زړورتوب کارونه کړي وو چې په هغو کې د دوو سترو موآبي جنګیالیو وژل شامل وو. یو ځلې هغه د واورې په ورځ یوې کندې ته ورکوز شو او یو زمری یې وواژه. ۲۱ همدارنګه هغه یو ډېر غټ مصری چې په نېزه باندې سمبال ؤ وواژه. بنایاه په خپل ډانګ باندې په هغه حمله وکړه، د هغه مصري د لاس څخه یې نېزه واخیسته او هغه یې ورباندې وواژه. ۲۲ بنایاه داسې د زړورتوب کارونه وکړل چې د دریو جنګیالیو په منځ کې مشهور شو. ۲۳ د هغه عزت د هغې دېرش کسیزه ډلې څخه ډېر زیات شو، مګر په دریو جنګیالیو کې نه شمېرل کېده. داود هغه د خپلو ساتونکو د ګارډ مشر وټاکه.

  • ۲۴ په دېرش کسیزه ډله کې دغه نفر وو:
    • عساهیل د یوآب ورور.
    • الحانان د دودو زوی د بیت لحم څخه.
    • ۲۵ شمه او الیقا د حرود څخه.
    • ۲۶ حالز فلتي.
    • عیرا د عقیش زوی د تقوع څخه.
    • ۲۷ ابیعزر د عناتوت څخه.
    • مبونای د حوشا څخه.
    • ۲۸ صلمون د اخوخ څخه.
    • مهرای د نطوفه څخه.
    • ۲۹ حالب د بعنه زوی د نطوفه څخه.
    • اتای د ریبای زوی د بنیامین د جبعې څخه.
    • ۳۰ بنایاه د فرعاتون څخه.
    • هدای د جاعش د خوړونو څخه.
    • ۳۱ ابي علبون د عربات څخه.
    • عزموت د بحوریم څخه.
    • ۳۲ الیحبا د شعلبون څخه.
    • د یاشن زامن.
    • یوناتان. ۳۳ شمه د حرار څخه.
    • اخیام د شارر زوی د حرار څخه.
    • ۳۴ الیفلط د احسبای زوی د معکې څخه.
    • الیعام د اخیتوفل زوی د جیلوه څخه.
    • ۳۵ حزرای د کرمل څخه.
    • فعرای اربي.
    • ۳۶ یجال د ناتان زوی د صوبې څخه.
    • باني د جاد څخه.
    • ۳۷ صالق د عمون څخه.
    • نحرای د بیروت څخه یعنې هغه سړی چې د یوآب وسلې به یې وړلې.
    • ۳۸ عیرا یتري
    • او جارب یتري.
    • ۳۹ اوریا حیتي.
  • دا ټول اووه دېرش نفره وو.