د دوهم سموئیل کتاب

دوه ویشتم فصل

د داود د کامیابۍ سندره

(زبور ۱۸)

۱ کله چې څښتن داود د شائول او د هغه د نورو دښمنانو څخه خلاص کړ، داود څښتن ته دا سندره وویله. ۲ هغه وویل:

<څښتن دی زما ساتونکی

دی زما قوي کلا

۳ زما ساتونکی زما خدای دی

زما امن دی هغه کې

کړي ساتنه لکه سپر زما

زما دفاع کوي ساتي مې خوندي

دی څښتن زما ژغورونکی

کړي دفاع هغه ساتي مې تشدد نه ۴ مرسته غواړم له څښتنه

چې لایق دی د صفت

خلاصوي به مې هغه

ما له خپلو دښمنانو

۵ د مرګ څپې رانه راتاوې شولې

د بربادۍ سیلابو واخیستمه

۶ پښې مې د ګور رسۍ کې ونښتلې

مرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ

۷ په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړ

کومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړ

زما اواز یې په خپل کور کې واورېد

زما فریاد یې د کومک واورېده

۸ بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېده

شوې په خوځېدو د اسمانو ستنې

ځکه په قهر ؤ خدای

۹ شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګی

بلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې

۱۰ ده کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او راکوز شو

تورې ورېځې وې د ده تر پښو لاندې

۱۱ هغه سپور په کروب شولو او والوته

سپور شو په وزرو د باد ژر راغی

۱۲ ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نه

د اوبو ډکې ټینګې ورېځې وې چاپېره د ده

۱۳ د جلال نه د هغه د موجودیت

وکړلې لمبې سکروټو وکړلې

۱۴ لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانه

اواز شو د مطلق قادر څښتن په اورېدو

۱۵ وویشتل هغه خپل غشي، دښمنان یې تار په تار کړل

د برېښنا په پړکېدو یې ماتې ورکړه

۱۶ دښمنان چې کله ورټل څښتن خپل

د هغه د تنفس په انفجار

تل د سمندر هم راښکاره شولو

وو پراته د ځمکې بنسټونه لوڅ

۱۷ له اسمانه څښتن لاس خپل کړ را اوږد ویې نیولم

له ژورو اوبو ده راوویستلم

۱۸ زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاص

او له هغو چې نفرت یې کړ له ما نه

دوی وو ډېر قوي له ما نه

۱۹ هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کې

دوی حمله وکړه په ما

خو څښتن زه حمایه کړم

۲۰ له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړه

ځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما

۲۱ اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېک

یمه بې ګناه ځکه انعام راکوي ماته

۲۲ ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دی

نه مې د بدۍ په خاطر مخ له خپل خدای پاک نه اړولی دی

۲۳ ما عمل کړی د هغه په قوانینو ټولو

نافرماني مې کړې نه ده له حکمونو د ده

۲۴ هغه پوهیږي زه بې عیبه یمه

بدو کارونو نه مې ځان ساتلی

۲۵ نو اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېک

هغه پوهیږي بې ګناه یمه زه

۲۶ ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادار

تل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه

۲۷ پاک ته خپل ځان پاک ښایې

ټګجن ته ځان پېچلی

۲۸ ته عاجزانو ته نجات ورکوې

خو کبرجن ټیټوې

۲۹ ته زما ډېوه یې ای څښتنه

چې بدلوې زما تیارې په رڼا

۳۰ راکوې قوت چې کړم ناتار په دښمن

راکوې قدرت په دېوالو د ختو

۳۱ ګوره زما پاک خدای څومره کامل یې عملونه دي

څومره د باور یې ټول لوظونه دي

هغه دی ډال هغو ته

ټول چې یې پناه ده ته راوړې ده

۳۲ صرف څښتن دی خدای

کړي چې په یوازې ځان دفاع زمونږ

۳۳ دی دا خدای پاک زما ځواکمن پناه ځای

هغه زما لاره خوندي ساتي

۳۴ زه ثابت قدم لکه هوسۍ یې کړم

ساتي مې خوندي په تورو غرونو کې

۳۵ هغه ما تیاروي د جنګ دپاره

ترڅو زه کړمه راکش لینده د زېړو

۳۶ ډال راکوې ماته د خلاصون خپل

زه پیاوړی کړی ستا کومک یمه

۳۷ ته پراخوې زما د پښو لاره

ځکه نه ښوئیږي پښې زما هیڅکله

۳۸ دښمنان تعقیبوم او ماتوم یې

نه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم

۳۹ داسې یې وهم چې پاڅېدی نه شي

دي زما د پښو لاندې نسکور پراته

۴۰ راکوې ما له ته قوت د جګړې

غورزوې ماته دښمنان په پښو کې

۴۱ مجبوروې دښمنان زما تېښتې ته

زه تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما ځنی

۴۲ دوی د کومک دپاره لټه کوي

نشته څوک چې کړي دوی خلاص

وهي چیغې دوی څښتن ته

هغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه

۴۳ لکه د دوړې میده کومه یې زه

داسې تر پښو لاندې کومه یې زه

لکه د خټو د کوڅو په شانتې

۴۴ تا زه د خپلو سرکشانو څخه خلاص کړلمه

او د قومونو دې سردار پرېښودم

اوس مې خدمتونه هغه خلک کوي

څوک چې پخوا نه پېژندل ما کله

۴۵ هم بهرنیان زما په مخ کې ټیټوي سرونه

چې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي

۴۶ دوی بایلي خپل همتونه

په لړزه باندې راوزي دوی له خپلو کلاګانو

۴۷ څښتن ژوندی دی!

ده ستاینه ساتندوی لره زما!

د هغه ځواکمن خدای کړئ لویي اعلان

چې مې ژغوري چې مې ژغوري

۴۸ راکوي ماته توفیق چې بدل واخلم له دښمنه

راولي زما د ځواک لاندې قومونه

۴۹ او ما له خپلو دښمنانو خلاصوي

راکوې بریا په غلیمانو ای څښتنه ته

او ما ساتې له ظالمو انسانانو

۵۰ ځکه نو څښتنه د قومونو منځ کې ستا کوم ستاینه

وایمه زه ستا د صفت سندرې

۵۱ خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پادشاه ته

مینه تل عمري کوي د خپل غوره کړای شوي سره

تل تر تله د داود او د هغه د اولادې سره>