Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
تیموتاوس ته د پولوس رسول دوهم لیک
څلورم فصل
۱ زه د خدای او عیسی مسیح په حضور کې چې د ژوندیو او مړو په هکله به قضاوت کوي او هغه به ښکاره شي او خپله پاچاهي به جوړه کړي، تا ته حکم کوم ۲ چې د خدای د کلام وعظ کوه او که ستا دپاره وخت مناسب وي او که نه، تیار اوسه. ته باید خلکو ته د هغوی غلطۍ ور په ګوته کړې او هغوی ورټې او ویې هڅوې او په ډېر صبر او حوصلې سره هغوی ته تعلیم ورکوه. ۳ ځکه چې داسې وخت راتلونکی دی چې خلک به سم تعلیم ته غوږ نه نیسي، بلکې د خپلو نفساني غوښتنو پسې به ګرځي او داسې استاذان به راټول کړي چې هغه څه ترې واوري چې د دوی خوښیږي. ۴ هغوی به حقیقت اورېدل پرېږدي او په نکلونو پسې به ګرځي. ۵ خو ته باید په هر حال کې هوښیار اوسې، کړاوونه وزغمې، د زېري رسوونکي کار وکړې او د خدای د خدمتګار په توګه خپله وظیفه سرته ورسوې.
۶ خو زما وینه لا د مخکې نه د قربانۍ په خاطر تویه شوې ده او هغه وخت رارسېدلی دی چې باید د دې دنیا نه لاړ شم. ۷ ما ښه جنګ وکړ او سیالي مې پای ته ورسوله او وفادار پاتې شوم. ۸ نو اوس د عدالت تاج ما ته په انتظار دی، هغه تاج چې څښتن یعنې هغه عادل قاضي به یې د قضاوت په ورځ ما ته راکوي او یوازې ما ته نه، بلکې هغو ټولو ته به یې هم ورکړي چې په ډېره مینه د هغه راتللو ته سترګې په لاره دي.
د تیموتاوس نه د پولوس شخصي غوښتنې
۹ ډېر کوښښ وکړه چې زر ما ته راشې، ۱۰ ځکه چې دیماس له دې امله چې د دې دنیا سره یې مینه لرله، زه پرېښودم او تسالونیکیې ته لاړ. کریسکیس غلاتیې ته او تیتوس دلماتیې ته تللی دی. ۱۱ یوازې لوقا زما سره دی. مرقوس راپیدا کړه او د ځان سره یې راوله، ځکه چې هغه زما سره په خدمت کې ګټور دی. ۱۲ تیخیکاس ما افسیس ته لېږلی دی. ۱۳ کله چې ته راځې، نو زما هغه چپنه چې د ترواس په ښار کې مې کرپوس ته پریښې وه او زما کتابونه او په ځانګړې توګه هغه په پوستکي باندې لیکل شوې نسخې هم د ځان سره راوړه. ۱۴ سکندر مسګر ما ته لوی زیان رسولی دی. خو څښتن به هغه ته د خپلو کارونو سره سم سزا ورکړي. ۱۵ ته هم د هغه نه ځان ساته، ځکه چې هغه زمونږ د پیغام سره ډېر مخالف دی.
۱۶ په لومړنۍ محکمه کې هېڅوک زما په څنګ کې ونه درېد، بلکې ټولو زه پرېښودم. خدای دې هغوی په دې ګناه نه نیسي. ۱۷ خو څښتن زما سره ودرېده او ما ته یې قوت راکړ چې ما وکولای شول چې د ټول پیغام په اړه وعظ وکړم چې ټول غیریهودیان یې واوري. نو زه د زمري د خولې نه خلاص شوم. ۱۸ څښتن به ما د هر بد کار څخه وساتي او خپلې اسماني پاچاهۍ ته به مې خوندي ورسوي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. آمین.
وروستني سلامونه
۱۹ پریسکیلا، اکیلا او د اونیسیفوروس کورنۍ ته زما سلامونه ووایه. ۲۰ اراستوس په قرنتوس کې پاتې شو او تروفیموس مې په میلیتوس کې پرېښود، ځکه چې هغه ناروغه ؤ. ۲۱ ډېر کوښښ وکړه چې د ژمي نه مخکې راشې. یوبولوس، پودینس، لینوس، کلادیه خور او ټولې خویندې او ورونه درته سلام وایي. ۲۲ څښتن دې ستا سره مل وي. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.
Previous chapter
Next chapter