۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

تیموتاوس ته د پولوس رسول دوهم لیک

څلورم فصل

۱زه د خدای او عیسی مسیح په حضور کې چې د ژوندیو او مړو په هکله به قضاوت کوي او هغه به ښکاره شي او خپله پاچاهي به جوړه کړي، تاته حکم کوم ۲چې د خدای د کلام وعظ کوه او که ستا دپاره وخت مناسب وي او که نه، تیار اوسه. ته باید خلکو ته د هغوی غلطۍ ور په ګوته کړې او هغوی ورټې او ویې هڅوې او په ډېر صبر او حوصلې سره هغوی ته تعلیم ورکوه. ۳ځکه چې داسې وخت راتلونکی دی چې خلک به سم تعلیم ته غوږ نه نیسي، بلکې د خپلو نفساني غوښتنو پسې به ګرځي او داسې استاذان به راټول کړي چې هغه څه ترې واوري چې د دوی خوښیږي. ۴هغوی به حقیقت اورېدل پرېږدي او په نکلونو پسې به ګرځي. ۵خو ته باید په هر حال کې هوښیار اوسې، کړاوونه وزغمې، د زېري رسوونکي کار وکړې او د خدای د خدمتګار په توګه خپله وظیفه سرته ورسوې.

۶خو زما وینه لا د مخکې نه د قربانۍ په خاطر تویه شوې ده او هغه وخت رارسېدلی دی چې باید د دې دنیا نه لاړ شم. ۷ما ښه جنګ وکړ او سیالي مې پای ته ورسوله او وفادار پاتې شوم. ۸نو اوس د عدالت تاج ماته په انتظار دی، هغه تاج چې څښتن یعنې هغه عادل قاضي به یې د قضاوت په ورځ ماته راکوي او یوازې ماته نه، بلکې هغو ټولو ته به یې هم ورکړي چې په ډېره مینه د هغه راتللو ته سترګې په لاره دي.

د تیموتاوس نه د پولوس شخصي غوښتنې

۹ډېر کوښښ وکړه چې زر ماته راشې، ۱۰ځکه چې دیماس له دې امله چې د دې دنیا سره یې مینه لرله، زه پرېښودم او تسالونیکیې ته لاړ. کریسکیس غلاتیې ته او تیتوس دلماتیې ته تللی دی. ۱۱یوازې لوقا زما سره دی. مرقوس راپیدا کړه او د ځان سره یې راوله، ځکه چې هغه زما سره په خدمت کې ګټور دی. ۱۲تیخیکاس ما افسیس ته لېږلی دی. ۱۳کله چې ته راځې، نو زما هغه چپنه چې د ترواس په ښار کې مې کرپوس ته پریښې وه او زما کتابونه او په ځانګړې توګه هغه په پوستکي باندې لیکل شوې نسخې هم د ځان سره راوړه. ۱۴سکندر مسګر ماته لوی زیان رسولی دی. خو څښتن به هغه ته د خپلو کارونو سره سم سزا ورکړي. ۱۵ته هم د هغه نه ځان ساته، ځکه چې هغه زمونږ د پیغام سره ډېر مخالف دی.

۱۶په لومړنۍ محکمه کې هېڅوک زما په څنګ کې ونه درېد، بلکې ټولو زه پرېښودم. خدای دې هغوی په دې ګناه نه نیسي. ۱۷خو څښتن زما سره ودرېده او ماته یې قوت راکړ چې ما وکولای شول چې د ټول پیغام په اړه وعظ وکړم چې ټول غیریهودیان یې واوري. نو زه د زمري د خولې نه خلاص شوم. ۱۸څښتن به ما د هر بد کار څخه وساتي او خپلې اسماني پاچاهۍ ته به مې خوندي ورسوي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.

وروستني سلامونه

۱۹پریسکیلا، اکیلا او د اونیسیفوروس کورنۍ ته زما سلامونه ووایه. ۲۰اراستوس په قرنتوس کې پاتې شو او تروفیموس مې په میلیتوس کې پرېښود، ځکه چې هغه ناروغه ؤ. ۲۱ډېر کوښښ وکړه چې د ژمي نه مخکې راشې. یوبولوس، پودینس، لینوس، کلادیه خور او ټول خویندې او ورونه درته سلام وایي. ۲۲څښتن دې ستا سره مل وي. په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.

بل څپرکۍ