تیموتاوس ته د پولوس رسول دوهم لیک

درېم فصل

د اخرو ورځو بې‌ایماني

۱خو په دې پوه شه چې په اخرو ورځو کې به د سختیو وختونه راشي. ۲ځکه خلک به ځان خوښوونکي، پیسه دوسته، لافې وهونکي، مغرور، سپین سترګي، د مور او پلار نافرمانه، ناشکره، ناپاکه، ۳بې‌رحمه، سخت زړه لرونکي، غیبت کوونکي، خپل سري، وحشي، د نېکۍ دښمنان، ۴خاین، بې‌پروا، مغرور او د خدای د پېژندلو نه زیات د عیاشۍ خوښوونکي وي. ۵هغوی به په ښکاره ځانونه دینداره ښایي، خو د خدای د قدرت نه به منکر وي. د داسې خلکو څخه ځان ساته. ۶په دوی کې داسې خلک شته چې کورونو ته ورننوځي او هغه کم‌عقلې او ساده ښځې د خپلې اغیزې لاندې راولي چې په ګناهونو کې ډوبې وي او د هر ډول نفساني غوښتنو تر اغیزې لاندې راغلې دي. ۷دا ښځې تل غواړي چې کوم څه زده کړي، خو هېڅکله نه شي کولای چې د حقیقت پېژندنې ته ورسیږي. ۸لکه څنګه چې ینیس او یمبریس د موسی سره مخالفت کړی ؤ، نو دا خلک هم د حقیقت سره مخالفت کوي. د هغوی خیالونه فاسد او ایمان یې رښتینی نه دی. ۹خو هغوی به ډېر پرمختګ ونه کړي، ځکه چې د هغوی کم‌عقلتوب به ټولو ته ښکاره شي، لکه څنګه چې د ینیس او یمبریس کم‌عقلتوب ښکاره شو.

وروستنۍ لارښوونه

۱۰خو ته زما د تعلیم او دا چې زه څنګه ژوند تېروم او په ژوند کې زما د مقصد او زما د ایمان، زما د صبر، زما د مینې او زما د زغم نه خبر یې. ۱۱همدارنګه ته خبر یې چې د پیسیدیې په انطاکیې، قونیې او لسترې ښارونو کې زه د کومو ځورونو او کړاوونو سره مخ شوم او هغه ځورونې مې وزغملې، خو بیاهم څښتن زه د هغو ټولو نه خلاص کړم. ۱۲په حقیقت کې هرڅوک چې غواړي په عیسی مسیح کې په دیندارۍ سره ژوند وکړي، نو هغوی به ځورول کیږي. ۱۳خو بد او چلبازه خلک به نور هم له بدو نه ډېر بد شي. هغوی به نور خلک غولوي او هم به په خپله غولیږي. ۱۴خو څه چې تا زده کړي دي او په هغو باندې ټینګ باور لرې، نو هغو ته وفادار پاتې شه. ځکه ته پوهېږې چې هغه شیان دې د چا نه زده کړي دي ۱۵او څنګه ته د ماشومتوب نه د خدای د کلام سره اشنایي لرې چې تاته حکمت درکړي، ترڅو په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره خلاصون ومومې. ۱۶د کلام ټولې لیکنې د خدای له خوا الهام اخلي او د تعلیم ورکولو، د غلطیو د رټنې، اصلاح او د رښتیني ژوند په خاطر د روزنې دپاره ګټورې دي، ۱۷ترڅو د خدای خلک پوره وړتیا ولري او د هر نېک کار دپاره تیار اوسي.