0:00 / 0:00

اَعمال دَ رسُولانو

لسم باب

پطروس اَؤ کورنيليوس

۱په قيصريه کښے کورنيليوس نومے يو سړے وو چه دَ اِټالوى پلټنے صوبه دار وو. ۲هغه يو ديندار سړے وو اَؤ هغه اَؤ دَ هغۀ ټول خاندان به دَ خُدائے په عبادت کښے شامليدل اَؤ هغۀ يهُوديانو له ډير په خلاص مټ خيراتُونه ورکول اَؤ په باقاعده ګئ سره ئے دُعا کوله. ۳يوه ورځ هغۀ دَ ماسپښين مال رويا وليده چه دَ خُدائے فرښته ورته راڅرګنده شوه اَؤ دَ هغۀ کمرے ته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے کورنيليوسه!“

۴نو هغۀ په ويره هغے ته ځير وکتل اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”صاحبه! څۀ چل دے؟“

فرښتے ووئيل چه ”ستا دُعاګانے اَؤ خيراتُونه خُدائے قبُول کړى دى اَؤ اوس تاله جواب درکوى. ۵اَؤ اوس تۀ يافا ته په شمعُون پسے چه پطروس ورته وائى څوک وليږه. ۶هغه دَ شمعُون څميار کره دے چه کور ئے دَ سمندر په غاړه دے.“ ۷کله چه فرښتے دا ووئيل، نو رُخصت شوه. نو هغۀ خپل دوه نوکران اَؤ يو سپاهى چه دينداره سړے وو، راوبلل. ۸هغوئ ته ئے ټول حال ووئيلو اَؤ يافا ته ئے واستول.

۹بيا په بله ورځ چه هغوئ لا په لارے وُو اَؤ ښار ته ورنزدے وُو نو دَ غرمے مال پطروس دَ دُعا دَ پاره پاس کوټے ته وختلو. ۱۰اَؤ چه هغه وږے شو نو څۀ ئے خوړل غوښتل. کله چه هغوئ لا ډوډئ تياروله نو هغۀ رويا وليده. ۱۱هغۀ په آسمان کښے يو چاؤد وليدلو اَؤ څۀ ګورى چه يو شے چه دَ يو لوئے څادر په شان دے، ښکته راکُوزيږى چه په څلورو ګوټُونو راځوړند اَؤ مزکے ته راښکته کيږى. ۱۲په هغۀ کښے دَ هر قسم ځناور اَؤ چينجى اَؤ دَ هوا مارغان وُو. ۱۳بيا يو آواز راغے، ”پاڅه، پطروسه! حلال ئے کړه اَؤ وئے خوره!“

۱۴خو پطروس ووئيل چه ”نه مالِکه! نه! ما هيڅ کله هم حرام اَؤ ناپاک څيز نۀ دے خوړلے.“

۱۵آواز په دويم ځل بيا راغے، ”څۀ چه خُدائے پاک ګرزولى دى، تۀ هغے ته ناپاک نۀ شے وئيلے.“ ۱۶داسے درے واره وشول اَؤ بيا هغه څيز دوباره آسمان ته پورته کړے شو.

۱۷پطروس لا دَ دے رويا په ليدلو حيران وو چه دَ دے څۀ مطلب دے، نو ګوره! دَ کورنيليوس اَستازو دَ شمعُون دَ کور تپوس کولو اَؤ دروازے ته را رسيدلى وُو. ۱۸اَؤ هغوئ په دے وينا آواز وکړو چه ”شمعُون چه پطروس ورته وائى، دلته ميلمه دے څۀ؟“

۱۹خو پطروس لا په هغه رويا فکر کولو چه رُوحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چه ”درے سړى دلته ستا په لټُون دى. ۲۰نو زر کوه، لاندے راکُوز شه. تۀ دَ هغوئ سره بے تپوسه لاړ شه ځکه چه دا ما درليږلى دى.“ ۲۱نو پطروس هغه سړو ته لاندے راغے اَؤ وئے وئيل چه ”تاسو ما لټوئ، زَۀ دا يم. تاسو په څۀ پسے دلته راغلئ؟“

۲۲هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ دَ کورنيليوس صوبه دار سړى يُو څوک چه ښۀ اَؤ ديندار سړے دے اَؤ ټول يهُودى قوم ئے هم نيک نام ګڼى. هغۀ ته يوے فرښتے وينا کړے وه چه تا خپل کور ته راوغواړى اَؤ څۀ چه تۀ وائے هغه واؤرى.“ ۲۳نو پطروس هغوئ دَ ننه راوبلل اَؤ ميلمانۀ ئے کړل.

اَؤ په بله ورځ هغه دَ هغوئ سره روان شو اَؤ ورسره دَ يافا يو څو ملګرى هم وُو. ۲۴په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسيدو اَؤ کورنيليوس دَ هغوئ په طمع وو اَؤ خپل خپلوان اَؤ نزدے دوستان ئے راغوښتى وُو. ۲۵کله چه پطروس راورسيدو نو کورنيليوس دَ هغۀ مخے له راووتو اَؤ ډير په تعظيم ئے ورته سجده وکړه. ۲۶خو پطروس هغه راپورته کړو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”پاڅه! زَۀ هم دَ نورو په شان اِنسان يم.“ ۲۷اَؤ دَ هغۀ سره په خبرو کولو دَ ننه لاړو اَؤ هلته ئے ډيره ګڼه ومُونده. ۲۸بيا ئے هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو ته ښه معلُومه ده چه دَ يهُودى دَ پاره دا ناروا دى چه دَ چا غير قوم سړى کور ته دِ لاړ شى يا ورسره څۀ تعلُق ولرى، خو خُدائے ما ته صفا ښيلى دى چه زَۀ هيچا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم. ۲۹ځکه خو چه تاسو راوبللم، نو زَۀ بے عُذره دلته راغلم. نو اوس زَۀ دا تپوس کولے شم چه زما دَ راغوښتو حاجت څۀ وو؟“

۳۰کورنيليوس ورته ووئيل چه ”څلور ورځے کيږى چه هم دا وخت وو چه زَۀ دلته په کور کښے دَ ماسپښين په عبادت کښے مشغُول وم چه ناڅاپى يو سړے زما په مخکښے ودريدو چه زلقيدُونکى جامے ئے آغوستے وے. ۳۱هغۀ ووئيل، اَئے کورنيليوسه! ستا دُعاګانے اَؤ خيراتُونه خُدائے قبُول کړى دى اَؤ اوس تاله جواب درکوى. ۳۲اوس څوک يافا ته واستوه اَؤ هلته شمعُون چه پطروس ورته وائى، هغه راوغواړه. هغه دَ سمندر په غاړه دَ شمعُون څميار په کور کښے ديره دے. ۳۳نو ما په هغه ساعت په تا پسے اَستازى درواستول اَؤ دا ستا ډيره مهربانى ده چه تۀ دلته راغلے. اوس مُونږ ټول دلته دَ خُدائے په وړاندے يو ځائے يُو چه هر څۀ چه مالِک تا ته حُکم کړے دے هغه واؤرُو.“

دَ کورنيليوس په کور کښے دَ پطروس وعظ

۳۴نو پطروس داسے ووئيل چه ”ما ته معلُومه شوه چه دا خبره څومره رښتيا ده چه خُدائے دَ هيچا طرف دار نۀ دے. ۳۵خو په هر قوم کښے چه څوک دَ خُدائے نه ويريږى اَؤ دَ صداقت کارُونه کوى هغه دَ خُدائے خوښ دى. ۳۶هغۀ اِسرائيليانو ته خپل کلام واستولو اَؤ دَ عيسىٰ مسيح په وسيله ئے دَ سلامتئ زيرے ورکړو چه دَ ټولو مالِک دے ۳۷تاسو ته معلُومه ده چه يحيىٰ ته دَ بپتسمے وعظ کولو نه وروستو دَ ګليل نه راواخلئ دَ يهُوديانو په ټوله مزکه څۀ پيښ شول، ۳۸يعنے دَ عيسىٰ ناصرى په باب کښے چه خُدائے هغه څنګه په رُوحُ القُدس اَؤ په قدرت مسح کړو. هغه به په هر ځائے ګرزيدو اَؤ هغۀ ټولو سره ئے ښه کول اَؤ څوک چه دَ اِبليس په قبضه کښے وُو هغه به ئے جوړول ځکه چه خُدائے دَ هغۀ سره وو. ۳۹هر څۀ چه هغۀ دَ يهُوديانو په کلو کښے اَؤ په بيتُ المُقدس کښے وکړل، مُونږ دَ هغه ټولو کارُونو شاهدان يُو. نو هغه ئے په سولئ وخيژولو اَؤ مړ ئے کړو. ۴۰خو خُدائے هغه په دريمه ورځ بيا راژوندے کړو ښکاره ئے هم کړو. ۴۱يعنے بے له مُونږ غوره شوو شاهدانو نه خُدائے هغه بل چا ته ښکاره نۀ کړو، يعنے مُونږ ته چه ورسره مو دَ بيا ژوندى کيدو نه پس خوراک څښاک وکړو. ۴۲اَؤ هغۀ مُونږ ته حُکم وکړو چه خلقو ته دَ هغۀ حُکم ورسوُو اَؤ دَ دے خبرے شهادت وکړُو چه هم هغه خُدائے پاک دَ ژوندو اَؤ مړو دَ منصفئ دَ پاره مُقرر کړے دے. ۴۳دَ هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا شهادت کړے دے چه هر هغه څوک چه په هغۀ ايمان لرى نو دَ هغۀ په نُوم به دَ ګُناهُونو نه معافى بيا مُومى.“

په غير قومُونو رُوحُ القُدس نازليدل

۴۴پطروس چه لا خبرے کولے نو په ټولو آؤريدُونکو باندے رُوحُ القُدس نازل شو. ۴۵دَ عيسىٰ منُونکى يهُوديان چه دَ پطروس سره راغلى وُو هغوئ ډير حيران شول چه دَ رُوحُ القُدس نعمت په غيرو قومُونو هم نازل شو. ۴۶ځکه چه هغوئ هم په نا آشنا ژبو کښے خبرے کولے اَؤ دَ خُدائے لوئى ئے بيانوله. ۴۷بيا پطروس ووئيل، ”آيا داسے څوک شته چه دا خلق دَ اوبو سره دَ بپتسمه اخستلو نه منع کړى، چه په دوئ رُوحُ القُدس داسے نازل شوے دے لکه چه په مُونږ.“ ۴۸بيا هغۀ حُکم وکړو چه دوئ ته دِ دَ عيسىٰ مسيح په نُوم بپتسمه ورکړلے شى. دَ دے نه پس بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چه دَ هغوئ سره څۀ ورځے ايسار شى.