0:00 / 0:00

اَعمال دَ رسُولانو

يوولسم باب

دَ پطروس دَ بيتُ المُقدس دَ جماعت خبرول

۱په يهُوديه کښے رسُولانو اَؤ نورو دَ عيسىٰ منُونکو واؤريدل چه غير يهُوديانو هم دَ خُدائے کلام قبُول کړو. ۲اَؤ کله چه پطروس بيتُ المُقدس ته راغے نو يهُودى عيسىٰ منُونکو دا اِعتراض پورته کړو، ۳اَؤ وئيل ئے چه ”تۀ دَ غير قوم خلقو له تلے يئے څوک چه نا سُنت دى اَؤ دَ هغوئ سره دِ په يو ځائے ډوډئ خوړلے ده!“ ۴پطروس دَ هغوئ په وړاندے هغه ټول حقايق څرګند کړل کُوم چه پيښ شوى وُو. هغۀ ووئيل چه

۵”زَۀ دَ يافا په ښار کښے وم اَؤ دُعا مے کوله چه بے هوشه شوم اَؤ رويا مے وليده چه دَ لوئے څادر په شان يو څيز چه په څلورو ګوټُونو دَ آسمان نه راښکته کيدو اَؤ ما ته راورسيدو. ۶اَؤ ما ورته ځير ځير وکتل چه په دے کښے څۀ دى اَؤ ما دَ مزکے څاروى، ځنګلى ځناور، چينجى اَؤ دَ هوا مارغان وليدل. ۷بيا ما يو آواز واؤريدلو چه پاڅه پطروسه! حلال ئے کړه اَؤ وئے خوره! ۸خو ما ووئيل چه نه مالِکه! زما خُلے ته لا تر اوسه حرام اَؤ ناپاک څيز نۀ دے ننوتے. ۹له آسمان نه دوباره آواز راغے، کُوم څيزُونه چه خُدائے پاک کړى دى، هغو ته حرام وئيل ستا کار نۀ دے. ۱۰داسے درے ځله وشول اَؤ بيا هغه ټول دوباره آسمان ته پورته کړے شول. ۱۱په دغه وخت کښے درے سړى چه دَ قيصريه نه را استولى شوى وُو، هغه کورته راغلل چرته چه زَۀ ديره وم. ۱۲اَؤ رُوحُ القُدس ما ته ووئيل، زړۀ نازړۀ مه کيږه، دَ دوئ سره لاړ شه. بيا زما دا شپږ ملګرى هم ماسره شول اَؤ مُونږ دَ کورنيليوس کره لاړُو. ۱۳هغۀ مُونږ ته ووئيل چه هغۀ يوه فرښته وليده چه دَ هغۀ په کور کښے ولاړه وه اَؤ ورته ئے ووئيل چه يافا ته شمعُون پسے چه پطروس ورته وائى څوک وليږه. ۱۴هغه به تا ته داسے کلام واؤروى چه ستا ټول ټبر به پرے خلاصُون بيا مُومى. ۱۵ما لا ايله خبرے شروع کړے وے چه په هغوئ رُوحُ القُدس داسے نازل شو لکه چه په مُونږ نازل شوے وو. ۱۶بيا څۀ چه مالِک وئيلى وُو، راياد شول چه يحيىٰ خو په اوبو بپتسمه ورکوله مګر تاسو به دَ رُوحُ القُدس بپتسمه بيا مُومئ. ۱۷خُدائے هغوئ ته زمُونږ نه چه په مالِک عيسىٰ ايمان لرُو څۀ کم نعمت نۀ دے ورکړے، نو بيا زَۀ څوک يم چه خُدائے منع کولے شم!“

۱۸هر کله چه هغوئ دا واؤريدل نو دَ هغوئ شکُونه لرے شول. هغوئ دَ خُدائے ثنا ووئيله اَؤ وئے وئيل چه ”دَ دے دا مطلب شو چه خُدائے غيرو يهُوديانو ته هم دَ توبے موقعه ورکړه چه ژوند پرے حاصليږى!“

په اَنطاکيه کښے جماعت

۱۹په دے دوران کښے کُوم دَ عيسىٰ منُونکى چه دَ هغه تنګسيا په وجه چه ستِفانوس مړ کړے شو، خوارۀ وارۀ شوى وُو، هغوئ فينيکے، قبرص اَؤ اَنطاکيه ته رسيدلى وُو اَؤ تش يهُوديانو ته ئے زيرے واؤرولو اَؤ نورو ته نه. ۲۰خو دَ قبرص اَؤ کرينى ځنے مقامى خلق داسے وُو چه هغوئ چه څۀ وخت اَنطاکيه ته راغلل نو يُونانيانو ته ئے هم دَ مالِک عيسىٰ زيرے آؤرول شروع کړو. ۲۱دَ مالِک طاقت دَ هغوئ سره وو، ډيرو خلقو ايمان راؤړو اَؤ مالِک ته ئے رجُوع وکړه.

۲۲دا خبره دَ بيتُ المُقدس جماعت ته ورسيده اَؤ هغوئ برنبا انَطاکيه ته واستولو. ۲۳هر کله چه هغه راورسيدو اَؤ دَ خُدائے فضل ئے وليدو نو ډير خوشحاله شو اَؤ هغوئ ټولو له ئے تسلى ورکړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ خُدائے په لار کښے ټينګ ودريږئ“ ۲۴برنبا يو ښۀ سړے وو اَؤ په رُوحُ القُدس معمُور وو اَؤ ايمان ئے مضبوط وو. نو ډيرو خلقو په مالِک باندے ايمان راوړو.

۲۵بيا هغه ترسوس ته لاړو چه ساؤل ولټوى. ۲۶اَؤ هر کله چه ئے هغه ومُوندو نو هغه ئے اَنطاکيه ته راوستلو اَؤ پُوره يو کال هغوئ په يو ځائے په جماعت کښے پاتے شول اَؤ ډيرو خلقو ته ئے تعليم ورکړو. اَؤ هم دلته په اَنطاکيه کښے دَ عيسىٰ منُونکى اول ځل مسيحى وبللے شول، يعنے عيسايان.

۲۷په هغه ورځو کښے دَ بيتُ المُقدس نه اَنطاکئے ته څۀ نبيان راغلل، ۲۸چه په هغوئ کښے دَ يو نُوم اګابوس وو، هغۀ دَ رُوحُ القُدس په وسيله ووئيل چه په ټوله دُنيا کښے به يو قحط راشى کُوم چه دَ قيصر کلوديوس په وخت راغے. ۲۹نو دَ عيسىٰ منُونکو په چنده کولو اِتفاق وکړو. هر يو دَ خپل توان په مُطابق په يُهوديه کښے دَ خپلو عيسىٰ منُونکو ورُوڼو دَ اِمداد بندوبست وکړو. ۳۰هغوئ چنده وکړه اَؤ مشرانو ته ئے واستوله چه دَ برنبا اَؤ ساؤل په ولقه کښے وُو.