0:00 / 0:00

اَعمال دَ رسُولانو

اُوولسم باب

په تِسالونيکيه کښے شور زوږ

۱بيا پولوس اَؤ سيلاس په امفيپوليس اَؤ په اپولونيه ورتير شول اَؤ تِسالونيکيه ته ورغلل چرته چه دَ يهُوديانو عبادت خانه وه. ۲اَؤ پولوس دَ خپل عادت په مُطابق دَ هغوئ غونډے ته ورغے اَؤ تر دريو سبتُونو پورے ئے دَ هغوئ سره بحثُونه وکړل. ۳دَ صحيفو دَ ليک مِثالُونه ئے بيان کړل اَؤ تشريح ئے ورته وکړه چه مسيح به تکليفُونه خامخا وزغمى اَؤ دَ مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. اَؤ هغۀ ووئيل چه ”کُوم عيسىٰ چه زَۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“ ۴په هغوئ کښے ځنے قائل شول اَؤ دَ پولوس اَؤ سيلاس سره ملګرى شول اَؤ دغه شان دِ ديندارو يُونانيانو کافى تعداد اَؤ ډيرے عزتمنے ښځے هم قائلے شوے.

۵خو يهُوديانو دَ حسد له کبله څۀ بازارى بدمعاشان دَ ځان سره کړل، ګڼه ئے جوړه کړه اَؤ په ښار کښے په شور زوږ لګيا شول. هغوئ دَ ياسون کور راګير کړو چه پولوس اَؤ سيلاس دَ ښارئے عامو خلقو ته راوباسى. ۶خو چه هغوئ ئے ونۀ مُوندل نو ياسون اَؤ ځنے نور دَ جماعت ممبران ئے مُنصفانو ته په راکښلو راوړاندے کړل اَؤ چغے ئے کړے چه ”کُومو کسانو چه په ټوله دُنيا کښے تکليف راخور کړے دے اوس دلته راغلى دى، ۷اَؤ ياسون هغوئ دَ ځان سره ميلمانۀ کړى دى. هغوئ ټول دَ قيصر قانُون ماتوى اَؤ وائى چه يو بادشاه بل دے يعنے عيسىٰ.“ ۸په دے خبرو په ګڼه کښے غوزغوزئ جوړ شو اَؤ په مُنصافانو هم اثر وشو. ۹نو هغوئ دَ ياسون اَؤ نورو نه ضمانت واخستلو اَؤ پرے ئے ښودل.

رسُولان په بيريه کښے

۱۰نو څۀ وخت چه تيارۀ شوه نو دينى ورُوڼو پولوس اَؤ سيلاس بيريه ته واستول. هلته چه ورسيدل نو دَ يهُوديانو يوے عبادت خانے ته لاړل. ۱۱دَ دے ځائے يهُوديان دَ تِسالُونيکيه دَ يهُوديانو نه اشراف وُو، ولے چه هغوئ کلام ډير په اِخلاص قبُول کړو اَؤ هره ورځ به ئے صحيفے لوستلے چه وګورى چه دا هم دغسے دى لکه چه دوئ وائى. ۱۲نو ځکه په هغوئ کښے ډيرو ايمان راؤړو اَؤ دغه شان ډيرو يُونانيانو عزتمنو ښځو اَؤ سړو هم ايمان راؤړو. ۱۳خو چه دَ تسالونيکيه يهُوديانو ته دا معلُومه شوه چه پولوس په بيريه کښے دَ خُدائے کلام بيانوى نو هغوئ هلته راغلل چه ډير خلق راوپاروى اَؤ پريشانه ئے کړى. ۱۴نو دينى ورُوڼو پولوس سمدستى دَ ساحل غاړے ته لاندے وليږلو. په دے دؤران کښے سيلاس اَؤ تيموتيوس دواړه وروستو پاتے شول. ۱۵نو دَ پولوس بدرګے هغه اتينيه ته راواستول اَؤ په واپسئ کښے ئے سيلاس اَؤ تيموتيوس ته دا حُکم راؤړو چه څومره زر چه کيدے شى ما له دِ ځان راورسوى.

پولوس په اتينيه کښے

۱۶بيا چه پولوس په اتينيه کښے دَ هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ ئے په دے خبره ډير غمژن شو چه ښار ئے له بُتانو نه ډک وليدلو. ۱۷نو هغۀ به په عبادت خانو کښے دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو سره بحثُونه کول اَؤ دغسے به ئے دَ ښار په چوکُونو کښے هره ورځ دَ تلُونکو راتلُونکو سره کول. ۱۸اَؤ ځنے اِپيکُورى اَؤ ستُوئيکى فلسفيانو ورسره بحث کولو اَؤ ځنو ووئيل چه ”دا دروغژن باتُور څۀ وئيل غواړى؟“ اَؤ نورو ووئيل چه ”معلوُميږى داسے چه دَ غير خُدايانو بحث کوى.“ اَؤ دا ئے ځکه ووئيل چه هغۀ دَ عيسىٰ اَؤ دَ قيامت زيرے آؤرولو. ۱۹نو هغوئ ونيولو اَؤ دَ اريوپاګوس عدالت ته ئے راوړاندے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دا کُوم نوے تعليم چه تۀ ورکوے، مُونږ په دے پوهولے شے څۀ؟ ۲۰اَؤ تۀ داسے خبرے راوړاندے کوے چه هغه مُونږ ته نا آشنا معلُوميږى اَؤ مُونږ په دے ځانُونه خبرول غواړُو.“ ۲۱اَؤ اتينيانو اَؤ دَ هغه ځائے غيرو خلقو سره دَ وخت تيرولو نه سيوا دَ نورو تازه واقعاتو دَ آؤريدو نه نور څۀ بل کار نۀ وو.

۲۲نو بيا پولوس دَ اريوپاګوس دَ عدالت دَ وړاندے ودريدو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے اتينيانو! زَۀ وينم چه هر هغه څيز چه دَ مذهب سره تعلق لرى نو تاسو دَ حد نه زيات سر ګرم يئ. ۲۳ځکه هر کله چه ما ستاسو دَ عبادت دَ څيزُونو ننداره کوله نو ما دَ نورو څيزُونو سره يوه قُربانګاه وليده چه دا پرے دَ پاسه ليک وُو چه، دَ يو نامعلُوم خُدائے دَ پاره. تاسو چه دَ کُوم څيز عبادت کوئ دَ هغے درته پته نِشته، هم دغه څيز زَۀ درته بيانوم. ۲۴هغه خُدائے چه دُنيا ئے پيدا کړه اَؤ په کښے ئے هر څيز هم پيدا کړو، هم هغه دَ آسمان اَؤ دَ مزکے مالِک دے اَؤ هغه دَ بنى آدمو دَ لاسه جوړ شؤو ځايُونو کښے نۀ اوسيږى. ۲۵هغه دَ بنى آدم دَ څۀ څيز مُحتاج نۀ دے چه دَ بنى آدم دَ لاسه خدمت آخلى، بلکه هغه په خپله ټول کائينات له ژوند اَؤ ساه اَؤ نور څيزُونه ورکوى. ۲۶هغۀ دَ دُنيا ټول قومُونه دَ يو نسل نه پيدا کړل چه دَ ټولے دُنيا په مخ اوسيږى. هغۀ دَ هغوئ ميعادُونه اَؤ دَ استوګنے حدُونه مُقرر کړل، ۲۷دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے لټُون وکړى اَؤ شايد چه په لټولو ئے بيا مُومى. بے شکه چه هغه له مُونږ هيچا نه لرے نۀ دے. ۲۸ولے چه زمُونږ دَ ژوندُون حرکت اَؤ شته والے په هغۀ کښے دے. لکه چه ستاسو خپلو ځنو شاعرانو وئيلى دى، مُونږ هم دَ هغۀ دَ نسل نه يُو.

۲۹که مُونږ دَ خُدائے دَ نسل نه يُو نو بيا مُونږ ته دا ګمان کول مناسب نۀ دى چه ګنى دَ خُدائے ذات داسے دے لکه سرۀ زر، سپين زر يا کاڼے چه بنى آدم ئے په خپله پوهه اَؤ هُنر سره تراشى. ۳۰تر څو چه دَ ناپوهئ دَ وخت تعلق وو نو خُدائے ځان پرے نا غرض کړے وو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چه توبه ګار شى. ۳۱ځکه چه هغۀ يوه ورځ مُقرره کړے ده چه هغه به دَ دُنيا عدالت په صحيح صداقت سره دَ يو داسے سړى په وسيله وکړى چه هغۀ غوره کړے دے اَؤ دغه شان ئے هر چا ته ثابته کړه چه هغه ئے له مړو نه بيا راژوندے کړو!“

۳۲کله چه هغوئ دَ مړو نه دَ راژوندى کولو خبرے واؤريدلے نو ځنو ورپورے ټوقے وکړے اَؤ ځنو ووئيل چه ”په دے حقله به مُونږ له تا نه بيا خبرے واؤرُو.“ ۳۳اَؤ دغه شان پولوس دَ ګڼے دَ مينځ نه ووتو. ۳۴خو يو څو کسان ورسره شول اَؤ ايمان ئے راؤړو چه په هغو کښے يو ديونيسيوس دَ اريوپاګوس دَ عدالت غړے هم وو اَؤ ورسره دَ مريس نومے يوه ښځه اَؤ ځنے نور کسان هم وُو.