0:00 / 0:00

اَعمال دَ رسُولانو

اتلسم باب

په کورنتوس ښار کښے پولوس

۱دَ دے نه پولوس له اتينيه نه روان شو اَؤ کورنتوس ته لاړو. ۲هلته هغه په اکوله نومے يهُودى پيښ شو چه دَ اصل نه دَ پونطوس وو اَؤ دَ ښځے نُوم ئے پرسکله وو. هغه تازه تازه له اِټلى نه راغلے وو ځکه چه هلته قيصر کلوديوس دا حُکم کړے وو چه ټول يهُوديان دِ له رُوم نه ووزى. پولوس هغو ته ورغے، ۳اَؤ دَ هغو سره ځکه ديره شو چه دَ هغۀ کسب هم هغه وو. نو هغه دواړو په شريکه کار شروع کړو اَؤ هغوئ تمبوان جوړول. ۴هغۀ به دَ يهُوديانو په عبادت خانے کښے هم دَ هر سبت په ورځ بحث کولو اَؤ دا کوشش ئے کولو چه يهُوديان اَؤ يُونانيان قائل کړى.

۵بيا سيلاس اَؤ تيموتيوس له مِکدونيه نه راغلل اَؤ پولوس يهُوديانو ته په ګواهئ ور کولو کښے بيخى بوخت وو اَؤ وئيل ئے چه عيسىٰ هم مسيح دے. ۶خو کله چه هغوئ مُخالفت وکړو اَؤ بد رد ئے ورته ووئيل نو هغۀ خپلے جامے وڅنډلے اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”ستاسو خُون ستاسو په غاړه، زَۀ ترے پاک يم. نو زَۀ اوس غير يهُوديانو ته ځم.“ ۷دَ دے وئيلو سره هغه روان شو اَؤ دَ تيطيوس يُوستوس نُومے يو غير يهُودى سړى کورته ورغے چا چه دَ خُدائے عبادت کولو اَؤ دَ عبادت خانے سره جُخت اوسيدلو. ۸اَؤ دَ عبادت خانے سردار کرسپوس دَ خپل ټول کور سره په مالِک ايمان راؤړو اَؤ ډيرو کورنتيانو هم واؤريدل، ايمان ئے راؤړو اَؤ بپتسمه ورکړے شوه.

۹اَؤ يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښے ووئيل چه ”ويريږه مه، خپل تبليغ جارى ساته اَؤ خاموشه کيږه مه، ۱۰ځکه چه زَۀ درسره يم. هيڅوک به درباندے دَ نقصان رسولو دَ پاره حمله ونۀ کړى ځکه چه په دے ښار کښے ډير داسے خلق شته چه زما دى.“ ۱۱نو هغه اَتلس مياشتے هلته پاتے شو اَؤ هغه خلقو ته به ئے دَ خُدائے دَ کلام تعليم ور کاوو.

۱۲خو کله چه ګليو دَ اخيه حاکم وو نو يهُوديان په يو زړۀ په پولوس راټول شول اَؤ عدالت ته ئے بوتلو. ۱۳اَؤ هغوئ ووئيل چه ”دا سړے دَ شريعت نه خلاف خلق دَ خُدائے عبادت ته را اړوى!“

۱۴خو چه پولوس جواب ورکولو نو په دے کښے ګليو هغوئ ته ووئيل چه ”که چرے دا خبره دَ جُرم يا دَ شرارت وى نو يهُوديانو! ستاسو خبره به مے په سړه سينه آؤريدلے وه. ۱۵خو که دا ستاسو يهُوديانو دَ لفظُونو، نومُونو اَؤ دَ شريعت خبرے دى نو بيا تاسو په خپله ورسره پوهه شئ، زَۀ په داسے خبرو کښے دَ مُنصف جوړيدلو خواهش نۀ لرم.“ ۱۶اَؤ بيا هغۀ هغوئ له عدالت نه وشړل. ۱۷بيا عامو خلقو سوستينس راونيولو څوک چه دَ عبادت خانے سردار وو اَؤ هغه ئے دَ عدالت په وړاندے ښۀ ووهلو. اَؤ په دے ټولو خبرو کښے ګليو هيڅ غم غرض ونه لرلو.

دَ پولوس اَنطاکيه ته واپس تلل

۱۸پولوس دَ څۀ وخت دَ پاره هلته پاتے شو اَؤ بيا ئے دَ هغه ځائے دَ دينى ورُوڼو نه رُخصت واخستو اَؤ دَ اوبو په جهاز کښے شام ته روان شو اَؤ ورسره پرسکله اَؤ اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښے هغۀ خپل سر وخريلو ځکه چه هغۀ منښته کړے وه. ۱۹هر کله چه هغوئ اِفِسوس ته ورسيدل نو پولوس له پرسله اَؤ اکوله نه جُدا شو اَؤ يوه ورځے عبادت خانے ته لاړو اَؤ هلته ئے دَ يهُوديانو سره بحث وکړو. ۲۰هغوئ ورته دَ څۀ وخت دَ پاره دَ پاتے کيدو ووئيل خو هغۀ اِنکار وکړو. ۲۱اَؤ دَ اِفِسوس دَ خلقو نه ئے په دے وينا رُخصت واخستلو چه ”که دَ خُدائے رضا وى نو زَۀ به بيا بيرته راشم“ اَؤ دَ اِفِسوس نه راوان شو.

۲۲بيا چه په قيصريه کښے دَ جهاز نه کُوز شو نو هغه بيتُ المُقدس ته لاړو دَ جماعت دَ خلقو دَ سلام دَ پاره اَؤ بيا اَنطاکيه ته لاړو. ۲۳اَؤ چه هلته دَ څۀ وخت تيرولو نه پس هغه بيا په سفر روان شو اَؤ دَ ګلتيه اَؤ فروګيه په وطن کښے وګرزيدو اَؤ دَ ټولو نوو مُريدانو زړُونه ئے مظبُوط کړل.

په اِفِسوس کښے دَ اپولوس وعظ

۲۴بيا اپولوس نومے يو يهُودى چه دَ اصله دَ اسکندريه وو، اِفِسوس ته راغے. هغه يو ښۀ مُقرر اَؤ دَ کتابِ مُقدس دَ کلام ښۀ عالم وو. ۲۵هغۀ دَ مالِک دَ لارے تعليم حاصل کړے وو اَؤ په رُوحانى جوش سره ئے خبرے کولے اَؤ دَ عيسىٰ په حقله ئے صفا صفا تعليم ورکولو. سره دَ دے هغۀ ته تش دَ يحيىٰ بپتسمه معلُومه وه. ۲۶هغۀ په عبادت خانے کښے په زړه ورتيا سره خبرے شروع کړے. چرته چه پرسکله اَؤ اکوله دَ هغۀ خبرے واؤريدلے نو هغوئ هغه دَ ځان سره کړو اَؤ دَ خُدائے لار ئے ورته په پُوره تفصيل سره بيان کړه. ۲۷اَؤ کله چه اپولوس وغوښتل چه اخيه ته پورے ووزى نو دينى ورُوڼو ئے مدد وکړو اَؤ مُريدانو ته ئے وليکل چه هغه قبُول کړى. هر کله چه هغه راورسيدو نو دَ خُدائے په فضل دَ نوو ايمان راوړُونکو دَ پاره ډير فائده مند ثابت شو. ۲۸ځکه چه هغۀ په ډير زور سره يهُوديان ښکاره بے ځوابه کړل اَؤ په ډاګه ئے دَ کتابِ مُقدس نه دا ثابته کړه چه عيسىٰ هم مسيح دے.